د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو قضیه کې د ټرمپ د محاکمه کېدو نېټه اعلان شوه

ټرمپ

د عکس سرچینه، EPA

امریکا کې یوې فدرالې قاضۍ‌ د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو بدلولو د هڅې تور په اړوند قضیه کې د ډونلډ ټرمپ د محاکمه کېدو نېټه اعلان کړه.

دې محاکمې لپاره د مارچ څلورمه ټاکل شوې، چې په امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپالو نوماندانو تر یوې مهمې خپلمنځي سیالۍ یوازې یوه ورځ مخکې ده.‌

د مارچ پر پنځمه چې "لویه سې‌شنبه" یې بولي، ۱۴ جمهوریپال ایالتونه راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته خپل نوماند غوره کوي.

ټاکلې محاکمه په واشنګټن ډي‌سي کې دایره شي او دا په دې معنی ده چې ښاغلی ټرمپ به د جمهوریپالو نوماندانو د ټاکنیزې سیالۍ یوه ډېره مهمه ورځ د پلازمېنې په محکمه کې تېروي.

خو هغه او وکیلانو یې دې محاکمې لپاره پر اعلان شوې نېټه نیوکه کړې او دا یې "ټاکنیزو لاسوهنو لپاره د دښمن هڅه" بللې ده.

امریکا

د عکس سرچینه، UNITED STATES COURTS SERVICE

ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې چې د دې نېټې بدلېدو لپاره به محکمې ته شکایت کوي.

هغه تور پورې کړی چې د دې قضیې پرمخ وړونکې قاضۍ بې طرفه نه دی.

د امریکا پخواني ولسمشر پر خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "دا هماغه څه دي چې زموږ فاسد حکومت غوښتل."

د ښاغلي ټرمپ وکیلانو په پیل کې غوښتي وو چې دا فدرالي محاکمه دې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې وشي، خو قاضي ویلي دا کار شونی نه دی.

د یادونې ده چې ځانګړي څارنوال 'جک سمېت' دې محاکمې لپاره د جنورۍ د ۲۴مې وړاندیز کړی و خو قاضۍ 'تانیا چټکین' دا نېټه ونه منله او د مارچ څلورمه یې اعلان کړه.

ټاکلې ښاغلی ټرمپ راتلونکی کال په دریو نورو قضیو کې هم محکمې ته حاضر شي.