تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو قضیه کې د ټرمپ د محاکمه کېدو نېټه اعلان شوه
امریکا کې یوې فدرالې قاضۍ د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو بدلولو د هڅې تور په اړوند قضیه کې د ډونلډ ټرمپ د محاکمه کېدو نېټه اعلان کړه.
دې محاکمې لپاره د مارچ څلورمه ټاکل شوې، چې په امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپالو نوماندانو تر یوې مهمې خپلمنځي سیالۍ یوازې یوه ورځ مخکې ده.
د مارچ پر پنځمه چې "لویه سېشنبه" یې بولي، ۱۴ جمهوریپال ایالتونه راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته خپل نوماند غوره کوي.
ټاکلې محاکمه په واشنګټن ډيسي کې دایره شي او دا په دې معنی ده چې ښاغلی ټرمپ به د جمهوریپالو نوماندانو د ټاکنیزې سیالۍ یوه ډېره مهمه ورځ د پلازمېنې په محکمه کې تېروي.
خو هغه او وکیلانو یې دې محاکمې لپاره پر اعلان شوې نېټه نیوکه کړې او دا یې "ټاکنیزو لاسوهنو لپاره د دښمن هڅه" بللې ده.
ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې چې د دې نېټې بدلېدو لپاره به محکمې ته شکایت کوي.
هغه تور پورې کړی چې د دې قضیې پرمخ وړونکې قاضۍ بې طرفه نه دی.
د امریکا پخواني ولسمشر پر خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "دا هماغه څه دي چې زموږ فاسد حکومت غوښتل."
د ښاغلي ټرمپ وکیلانو په پیل کې غوښتي وو چې دا فدرالي محاکمه دې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې وشي، خو قاضي ویلي دا کار شونی نه دی.
د یادونې ده چې ځانګړي څارنوال 'جک سمېت' دې محاکمې لپاره د جنورۍ د ۲۴مې وړاندیز کړی و خو قاضۍ 'تانیا چټکین' دا نېټه ونه منله او د مارچ څلورمه یې اعلان کړه.
ټاکلې ښاغلی ټرمپ راتلونکی کال په دریو نورو قضیو کې هم محکمې ته حاضر شي.