هغه قاضۍ څوک ده چې ښايي د ټرمپ قضیه کې سختي وکړي؟

    • Author, مټ مورفي
    • دنده, بي بي سي

کله چې د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې تورونو اړوند قضیه کې له قاضۍ تانیا چټکین سره په محکمه کې مخامخ شي، نو ور معلومه به شي چې له خپلې یوې پخوانۍ مخالفې سره مخامخ دی.

په ۲۰۲۱ کال کې قاضۍ چټکین د سپینې ماڼۍ اسنادو ته د کانګرېس د کمېټې د لاسرسي مخنیوي کې د ډونلډ ټرمپ هڅې شنډې کړې، او ویې ویل: "ولسمشر پاچا نه دی، او مدعی ولسمشر نه دی."

د قاضۍ چټکین دغه اقدام د کانګرېس تحقیقاتو ته نوې بڼه ورکړه، چې پایله یې د ښاغلي ټرمپ پر ضد د ځانګړي پلټونکي جک سمېت د تورونو له اعلان وروسته بیا د مېرمن چټکین پر میز کېښودل شوه.

دې قاضۍ ته د قضیې راجع کول شاید د ټرمپ قانوني ټیم اندیښمن کړي. د یادې ۶۱ کلنې قاضۍ نوم په تېرو دوو کلونو کې د امریکا د کانګرېس پر ضد لاریوون کوونکو ته د سختو سزاګانو ورکولو له کبله مشهور شو.

تانیا چټکین د جمیکا په کنگسټن کې زېږیدلی، د زده کړو لپاره متحده ایالاتو ته کډه شوې او د جورج واشنگټن پوهنتون کې یې لوړې زده کړې کړې بیا یې د پنسلوانیا پوهنتون کې قانونپوهنه لوستې.

نوموړې له یوې لسیزې څخه ډیر وخت په واشنګټن کې د وکیلې په توګه کار کړی. د تانیا چټکین د ژوندلیک له مخې د استیناف په محکمه کې یې ډېری قضیې حل کړې دي. همدارنګه نوموړې له ۳۰ څخه زیاتو قضیو کې ښکېله وه چې دې کې ځینې یې د ډیرو جدي جرمونو قضیې وې.

په ۲۰۱۴ کال کې د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، مېرمن چټکین د متحده ایالاتو د کولمبیا د سیمې محکمې ته د قاضۍ په توګه وړاندیز کړه. هغه مهال د مشرانو جرګې له ۹۵ رایو سره د دې ګومارنه تصویب شوه او هیڅ یوه مخالفه رایه یې نه درلوده.

نوموړې به د هغو لسګونو کسانو په اړه قضاوت کوي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه د امریکا د کانګرېس پر ودانۍ برید کې تورن دي. که څه هم د تانیا چتکین ځینو همکارانو په فساد کې د ښاغلي ټرمپ په رول نیوکه کړې.

د دوی یو څو قاضیانو د قاضۍ چټکین په څیر سختې سزاګانې وضع کړې دي. دا معلومه ده چې میرمن چټکین تورنو کسانو ته خورا سختې سزاګانې ورکوي.

قاضۍ چټکن د خپلې کړنلارې په تشریح کولو کې مخکې ویلي وو چې: "دا باید روښانه شي چې د تاوتریخوالي تر سره کوونکي، حکومت نسکورونکي، د واک سوله ییز لېږد مخه ډب کوونکي او دې بهیر کې قانون پلي کونکو افسرانو باندې بریدکوونکي باید له سختې سزا سره مخامخ شي. "

نوموړې مخکې د هغو کسانو د نه سزا په اړه خپله مایوسي او ناخوښي څرګنده کړې وه، چې د دې په وینا د ښاغلي ټرمپ پلویانو ته یې په ښکاره دروغ ویلي وو.

په ۲۰۲۱ کال کې د یوې قضیې په بهير کې محکمې د یوه تورن کس له خبرو اوریدو نوموړې وویل: "تاسو یو ډېر ښه ټکی په ګوته کړ، هغه خلک چې تاسو یې هڅولي یئ چې لاړ شئ او ګام پورته کړئ او جګړه وکړئ، هغوی په خپله تورن شوي نه دي."