تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا پر کانګرېس ودانۍ د یرغل په تړاو ملېشه مشر په ۱۸ کاله زندان سزا محکوم شو
- Author, مایک وینډلینګ
- دنده, بي بي سي
د امریکا پر کانګرېس ودانۍ د یرغل په تړاو د یوې ښي اړخه ملېشې مشر ته د ۱۸ کاله زندان سزا ورکړل شوې ده. سټیوارټ رهوډیس چې اووت کیپرز په نامه ملېشې موسس دی، د بغاوت دسیسې په شمول تورونه ثابت شوي دي.
د دې قضیې په ترڅ کې دا تر ټولو ډېره سزا ده چې د تورنو کسانو له ډلې یوه ته ورکول کېږي. د یادونې ده، چې څارنوالانو د نوموړي لپاره د ۲۵ کاله سزا غوښتنه کړې وه.
بل لور د فلورېډا چاپټر نومې ملېشې مشر کیلې میګاس په ۱۲ کلن زندان سزا محکوم شوی دی. د یادونې ده، چې پر کانګرېس ودانۍ د بلواګرو د یرغل پر مهال رهوډیس د ودانۍ بهر ولاړ و، خو له کیلې او ځینې نورو سره یې دا برید تنظیم کړی و.
پر دوی دواړو د ۲۰۲۱ کال جنورۍ شپږمې د هغې پېښې په تړاو اسنادو کې د جعل تورونه هم لګېدلي وو. رهوډیس د پنجشنبې پر ورځ د محاکمې په ترڅ کې ډېره پښېماني څرګنده نه کړه، ادعا یې وکړه، چې دی ''سیاسي زنداني '' دی او ټینګار یې کاوه، چې اوت کیپرز د هغو خلکو ''مخالفت کې ولاړ دي، چې زموږ هېواد ورانوي. ''
قاضي امیت مهتا بیا د رهوډیس ادعا رد کړه او د ده د تاوتریخجنو څرګندونو په هکله یې اندېښنه څرګنده کړه، او د امریکا کانګرېس مخکینۍ مشرې نانسي پلوسې په دار ځړولو ګواښ څرګندونې یې هم د اندېښنې وړ وبللې.
د یادونې ده، چې د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ زرګونو پلویانو چې د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو یې اعتراض کاوه، د امریکا پر کانګرېس ودانۍ یرغل کړی و.
رهوډیس چې د امریکايي پوځ پاراشوټي ځواک مخکینی غړی او له یالي پوهنتونه فارغ قانون پوه دی، په ۲۰۰۹ کال کې د اوت کیپرز په نامه ملېشه تاسیس کړه. د دې ملېشې وسله وال غړي په یو شمېر مظاهرو او احتجاجونو کې راڅرګند شوي او بالاخره د ډونلډ ټرمپ کلک ملاتړي شول. د دوی لسګونه کسان پر کانګریس ودانۍ د برید پر مهال د بلواګرو په منځ کې لیدل شوي وو.