اسرائیلي پوځ وايي د رفح عملیاتو کې یې اته پوځیان وژل شوي

غزه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

    • Author, علي عباس احمدي
    • دنده, بي‌بي‌سي نيوز

د اسرائیلو پوځ ویلي چې د شنبې په ورځ یې اته عسکر د غزې په جنوب کې وژل شوي دي.

دغه پوځیان په ځايي وخت د مازديګر په ۵:۱۵ بجې د رفح تل السلطان کلي کې له شپني عملياتو د راستنېدو په حال کې وو چې د دوی زغروال موټر پر ماین وخوت.

د اسرائيلو پوځ پر اېکس (ټويټر) لیکلي،‌ په وژل شويو کسانو کې ٢٣ کلن تورن وسيم محمود هم شامل دى او د نورو سرتېرو نومونه به د هغوی د کورنیو له خبرولو وروسته په ډاګه شي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د جمعې په ورځ ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسرائیل ځمکني ځواکونه په رفح کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي چې ظاهراً یې هدف د "حماس وروستي اصلي مرکز" له منځه وړل بللي.

د شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې حماس په یوه بیانیه کې وویل چې د اسرائیلي پوځ پر بلدوزر توغندی توغول شوی او وروسته د اسرائیلي ځواکونو ملاتړ ته پر ورغلو پوځیانو یې هم توغندی ویشتلی.

د اتو پوځیانو وژنه د روان کال له جنورۍ راهیسې په غزه تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو تر ټولو لویه خونړۍ پېښه ده.

مرستندویه ادارو په رفح ښار کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. ملګري ملتونه وايي شاوخوا یو میلیون فلسطینیانو رفح ښار کې پنا اخیستې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم ګیبریوس د چهارشنبې په ورځ وویل چې د غزې د نفوس لویه برخه "د لوږې او قحطۍ په څېر ناورین سره مخ ده."

د امریکا ولسمشر جوبایډن او د نړۍ ګڼو مشرانو تر دې مخکې له اسرائیلو غوښتي وو چې پر رفح ښار دې پراخ بریدونه ونه کړي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د جګړې له پیله تر اوسه څه باندې ۳۷ زره فلسطینیان وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان او بې‌ځایه شوي دي.

په غزه کې جګړه د تېر کال اکټوبر پر اومه د حماس له خوا پر اسرائیلو له برید وروسته پیل شوه. حماس په دې برید کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.‌