ملګري ملتونه: نړۍ کې هره دقیقه کې۲۰ کسان کډوالېږي

refugee

د عکس سرچینه، AFP

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یا (یو اېن ایچ سي آر) وايي، نړۍ کې د کډوالو شمېر په زیاتېدو دی او د روان کال تر می میاشتی یې شمېر ۱۲۰ میلیونو ته رسېدلی دی.

دې ادارې جګړه، تاوتریخوالی او طبیعي پېښې د کډوالو شمېر د لوړېدو ستر لاملونه بللي دي.

یو اېن اېچ سي آر وايي دا تر ټولو لوی شمېر دی او د تېر کال پرتله اته برابره زیات شوی.

د دغو کډوالو څلوېښت سلنه ماشومان دي.

ملګري ملتونه وايي، دا په دې مانا ده چې هره دقیقه کې لږ تر لږه شل کسان له خپلو هېوادونو ووځي او کډوالېږي.

د ملګرو ملتونو د کډولۍ ادارې دا شمېرې د جون ۲۰مې یا د کډوالو ورځې په مناسبت خپرې کړې دي.

سږ کال د ملګرو ملتونو له خوا دا ورځ "په ټوله نړۍ کې د کډوالو د زړورتیا او قدرت د ستاینې" په نوم یاده شوې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې کمېشنر فلیپو ګراندي وايي دا یو انساني تراژیدۍ او ناورین دی.

نوموړ زیاتوي "دا کړاو باید نړیواله ټولنه وهڅوي چې له جبري بې ځایه کېدو او کډوالۍ سره مبارزه وکړي."

refugee

دا کډوال د کومو هېوادونو دي؟

په دغه رپوټ کې راغلي چې، د ۲۰۲۳ کال په هرو څلورو کډوالو کې درې له دغو پنځو هېوادونو (افغانستان، سوریې، ونزویلا، اوکرایین او سودان) راوتلي دي.

نړۍ کې تر ټولو ډېر کډوال د سوریې دي، چې تېرو ۱۲ کلونو کې د کورنۍ جګړې له امله کډوال شوي دي.

دې جګړې تر ۲۰۲۳ کاله شاوخوا ۱۱ میلیونه کسان کډوالۍ ته اړ کړي.

۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې ګڼ افغانان هم کډوالۍ ته اړوتي.

تېر کال له ۶ اعشاره ۴ میلیونه ډېرو افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.

وینزویلا کې په ۲۰۱۳ کال واک ته د سوسیالیست ولسمشر نیکولاس مادورو له رسېدو راهیسې، چې د تېلو لوی اقتصادي سقوط سره مخ شو، له شپږ میلیونو ډېر خلک د دغه هېواد پرېښودو ته اړ شوي.

د روسیې د جګړې په دوام له اوکرایینه هم زیات شمېر کسان بې ځای شوي.

د ۲۰۲۳ کال تر پایه دا شمېر شپږ میلیونو ته لوړ شوی دی.

کډوال، مهاجر، پناه غوښتونکي، توپیر یې څه دی؟

refugee

د عکس سرچینه، Getty Images

پناه غوښتونکي هغه کسان دي چې د جګړې، ځورونې او طبیعي پېښو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي وي.

بي بي سي د مهاجر کلمه ټولو هغو کسانو ته کاوري چې په روانېدو دي او د پناه غوښتني قانوني غوښتنلیکونه یې نه وي بشپړ شوي.

په دې کې هغه کسان شامل دي چې له جګړه ځپلو هېوادونو تښتېدلي وي، چې احتمال لري د کډوالو په توګه ومنل شي او همدا رنګه هغه خلک چې د کار او ښه ژوند په لټه کې دي.

کله چې کډوال یوه امن هېواد ته ورسېږي، کولی شي د پناه غوښتونکي په توګه پاتې شي او یا پرېکړه وکړي چې هغه هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد واخلي، یعنې د پناه غوښتنه کوي.

د دې کار ترسره کول هغوی په پناه غوښتونکو بدلوي

پناه غوښتونکو سره څه مرسته کېږي؟

دې ته په پام چې میلیونونه کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کېږي او پر خطر ناکه لارو سفر ته زړه کوي، نړیوالو مرسته کوونکي بنسټونه یې د خوندیتوب لپاره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼې نورې نړېوالې ادارې اډې جوړې کړي چې د نړۍ په کچه دې ناورین ته ځواب ووايي او پناه غوښتونکو ته د مرستو سرچینې برابرې کړي.

په دې کې د خوندیتوب بېلابېل ‌ډولونه لکه خواړه او طبي درملنه شامل دي. دوی د زدکړو فرصتونه هم برابرولی شي.

کله چې د کډوالو شمېر ډېر شي ځینې دولتونه وايي د نورو کډوالو راتلو برخه کې د مبارزې لپاره هڅې کوي.