کرېکټ: پاکستان له افغانستانه دويمه يو ورځنۍ لوبه هم وګټله

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان او پاکستان تر منځ دویمه يو ورځنۍ لوبه پاکستانۍ لوبډلې په وروستي اور کې په يوه وېکټه وګټله او له دې سره د يو ورځينو لوبو لړۍ په خپل نامه کړه.

دغه سيالي چې د شري لنکا په همبنټوټا کې وشوه، پچه يې افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه چې پاکستان د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

افغان لوبډلې د تېرې لوبې خلاف په دې سيالۍ کې ښه پيل وکړ. رحمان الله ګوربز سليزه او ابراهيم ځدراڼ پنځوسيزه ووهله. رحمان الله ګوربز د ټولو ۱۵۱ منډو په جوړولو او ابراهيم د ۸۰ منډو په جوړولو سره وسوځېد. د دوی تر څنګ محمد نبي ۲۹ او حشمت الله شهيدي ۱۵ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره شاهين شاه اپريدي ۲، نسيم شاه او اسام مير يوه يوه وېکټه واخيسته.

په توپ اچوونه کې د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي دری، محمد نبي دوه، مجيب ځدراڼ او عبدالرحمان يو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د پاکستان لپاره امام الحق ۹۱، بابر اعظم ۵۳، شاداب خان ۴۸ او فخر زمان ۳۰ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لورې رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدارڼ، رياض حسن، حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر)، اکرام عليخېل، محمد نبي، راشد خان، عبدالرحمان، شاهدالله، مجيب الرحمان ځدراڼ او فضل الحق فاروقي لوبېدل.

تېره سيالۍ کې عظمت الله عمرزی ټپي شوی و، پر ځاي يې شاهدالله غوره شوی و.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د دريو يو ورځينو لوبو لړۍ تېره سې شنبې د افغانستان په کوربتوب پیل شوې ده.

د دغو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه راتلونکې شنبې (۲۴ اګست) ترسره کېږي.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د يو ورځينو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه پاکستان د ۱۴۲ منډو په لوی توپير ګټلې وه.

په لومړۍ لوبه کې د افغانستان له لوري د لوبې پيل ښه نه و او ایله د دریو منډو بدل کې افغان لوبډلې دوې وېکټې له لاسه ورکړې. په رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ پسې حشمت الله شهیدي هم د هېڅ یوې منډې له ترلاسه کولو پرته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

د لوبې په ۱۹ اوور کې د افغانستان ټوله لوبډله له میدانه بهر شوه، چې ایله ۵۹ منډې یې کړې وې.په نننۍ لوبه کې د پاکستان له لوري د حارث روف خورا عالي توپ اچوونه یا بالینګ د دې لامل شو، چې په شپږ اعشاریه دوو اوورونو کې د ایله ۱۸ منډو بدل کې پنځه لوبغاړي له میدانه بهر کړي.

د افغانستان له لوري بیا د بېټینګ یا توپ وهنې برخه کې یوازې دوه لوبغاړي وتوانېدل د منډو شمېر دوو عددونو ته ورسوي، رحمان الله ګوربز د ۱۸ او عظمت الله عمرزي د ۱۶ منډو له جوړولو وروسته خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.

مخکې پاکستان لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله، لومړی یې د بېټینګ یا توپوهنې پرېکړه وکړه او د لوبې په ۴۷ اعشاریه یو اوور کې یې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۲۰۱ منډې وکړې.

د افغانستان په ځوابي لوبه کې په رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ پسې حشمت الله شهیدي هم د هېڅ یوې منډې له ترلاسه کولو پرته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

د اتم اوور تر پایه افغانستان ایله ۱۸ منډې درلودې او څلور لوبغاړي یې له میدانه بهر شوي وو. تر اتلسم اوور پورې افغان لوبډلې ۵۵ منډې کړې وې او ۷ وېکټې یې له لاسه ورکړې.