د پاکستان او افغانستان د يو ورځنيو لوبو لړۍ سې شنبې پیلېږي
د افغانستان او پاکستان تر منځ د یو ورځنیو کرېکټ سیالیو لومړۍ لوبلړۍ سبا شري لنکا کې پیلېږي. افغانستان له پاکستان سره تر اوسه څلور یو ورځنۍ لوبې کړې خو هېڅکله يو ورځنيو لوبلړۍ کې نه وو سره مخامخ شوي.
دواړه هېوادونه له دې لوبو د اسیا جام لپاره د چمتووالي کار اخلي. اسیا کرېکټ اتلولۍ په پاکستان او سرېلنکا کې د همدې میاشتې پای کې کېدونکې ده.
د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو ځینې پخواني لوبغاړي د دې لوبلړۍ پر ارزښت راته غږېږي.