په وینزویلا کې د ټاکنو پایلو پر سر تر اختلافونو وروسته پراخ لاریونونه پیل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
وینزویلا کې د تیرې میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د نیکولاس مادورو د جنجالي بریا پر وړاندې یې مخالفینو د شنبې په ورځ ټول هېواد کې لاریونونه وکړل.
د اپوزیسیون مشره ماریا کورینا ماچادو په پلازمېنه کاراکاس کې له زرګونو لاریون کوونکو سره یوځای شوه او له هغو یې وغوښتل چې ونه وېرېږي.
آغلې ماچادو وروسته له هغه چې په بغاوت تورنه شوه د ډېرو له سترګو یې پناه ژوند کاوه.
نوموړې اوس وايي، هېڅ شی د خلکو له غږ څخه پورته نه دی او خلکو خپل غږ پورته کړی دی.
په ورته وخت کې د ښاغلي مادورو پلویانو هم لاریون کاوه، چې له کبله یې لوی شمېر پولیس او پوځ په لارو او کوڅو کې ولاړ و.
ډیری احتجاج کوونکو د خپلو سیمهییزو رای ورکولو مرکزونو پایلې او کارتونه د بریا نښو په توګه له ځان سره لېږدول، آغلې ماچادو وویل: "موږ له واټونو نه لرې کېږو."

د عکس سرچینه، Reuters
د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو په ټول هېواد کې د لاریونونو غږ کړی، چې په ښاغلي مادورو فشار راوړي ترڅو واک پرېږدي.
بلخوا ښاغلی مادورو ټینګار کوي، چې هغه د درېیم ځل لپاره د واک شپږ کلنه دوره ګټلې ده خو اپوزیسیون د اریو شمېرلو خپل سندونه خپاره کړي، چې ادعا کوي د دوی نوماند اډمونډو ګونزالز په لوی توپیر سره بریالی شوی دی.
ښاغلي ګونزالز، چې له یوه نامعلوم ځای څخه یې خبرې کولې وویل، اوس د واک د منظم لېږد وخت دی.
د ټاکنو کمیسیون چې د ښاغلي مادورو د متحدینو تر کنټرول لاندې دی، د رایو له خپرولو ډډه کړې، خو هغه یې د ۵۲ سلنه رایو سره ګټونکی اعلان کړی دی.
خپلواکو څارونکو ویلي، چې په دې بهیر کې رونټیا نه وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
له ټاکنو راهیسې د حکومت ضد لاریونونه پیل شوي او ښاغلي مادورو ته وفادارو امنیتي ځواکونو سلګونه کسان نیولي دي.
د وینزویلا د حکومت په وینا، د جولای له ۲۹ راهیسې چې د ټاکنو جنجالي پایلې اعلان شوې له ۲۴۰۰ څخه ډیر کسان نیول شوي دي.
ملګرو ملتونو د حکومت لخوا د لاریونونو ځپل او په ټولنیزو رسنیو کې یې سختې نیوکې غندلې دي.
ورته لاریونونه د نړۍ په نورو برخو لکه استرالیا، اسپانیا، بریتانیا، کاناډا، کلمبیا او مکسیکو کې هم ترسره شوې دي.
همداراز ورته مظاهرې د نړۍ په بېلابېلو ښارونو له استرالیا تر هسپانیې او بیا انګلستان، کاناډا، کولمبیا، مکسیکو او ارجنټاین کې هم شوې دي.
اروپايي ټولنې، امریکا او د لاتینې امریکا یو شمېر هېوادونو د دې ټاکنو د پایلو له منلو ډډه کړې ده.











