د وېنزویلا ټاکنې؛ زرګونه مظاهره‌چیان د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور خوځېدلي او له پولیسو سره لاس او ګرېوان شوي

د ویډیو تشریح، د وېنزویلا ټاکنې؛ د کاراکاس واټونو کې له پولیسو سره د معترضانو اخ او ډب

په وېنزویلا کې امنیتي ځواکونو د یکشنبې د ورځې د انتخاباتو د جنجالي پایلو په اعتراض کې د معترضو خلکو پر ضد اوښلن ګاز کارولی او ربړي مرمۍ یې پرې ویشتلې دي.

د وېنزویلا پلازمېنه کاراکاس کې زرګونو کسانو د ولسمشرۍ ماڼۍ لوري ته خوځېدلي چې په پرونیو ټاکنو کې د نیکولاس مادورو د بریا د ادعا پر ضد مظاهرې وکړي.

د دوشنبې په ماښام پر ټولنیزو شبکو پلازمېنه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور د مظاهره چیانو د پراخ خوځښت ګڼ عکسونه خپاره شول، چې لاندې یې لیکل شوي وو "د دیکتاتور را وغورځوئ" او "ټول میرافلورس ته راشئ"، دا هغه سیمه ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ پکې موقعیت لري.

په کاراکاس کې د بي‌بي‌سي خبريال وايي، هغه وليدل چې د پوځ يو کاروان د ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور روان و او مخ‌پټي عسکر له لویو وسلو سره لیدل کېدل.

لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې نیکولاس مادورو ادعا وکړه ټاکنې یې ګټلي دي، په داسې حال کې چې د حکومت مخالفین وايي د دوی نوماند اډمونډو ګونزالیز په اسانۍ سره د پرونیو ټاکنو لږترلږه ۷۰ سلنه رایې خپلې کړې دي.

د ویډیو تشریح، د وېنزویلا د ټاکنو د پایلو له اعلانېدا وروسته لاریونیان له پولیسو سره کاراکاس کې لاس او ګرېوان شول

نیکولاس مادورو د دریېم ځل لپاره د وینزویلا ولسمشر شو

د وینزویلا د ټاکنو شورا نیکولاس مادورو د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او د دریېم ځل لپاره ولسمشر شو.

د ټاکنو ملي شورا مشر الویس اموروسو اعلان کړی چې د اتیا سلنه رایو له شمېرلو وروسته نیکولاس مادورو د ۵۱،۲ سلنه رایو په ګټلو د ټاکنو کټونکی دی او سیال یې ۴۴،۲ سلنه رایې ګټلې دي.

لومړنۍ پایلې د ټاکنیزو مرکزونو له رسمي تړل کېدو شپږ ساعته او له اوږد انتظار وروسته اعلان شوې.

اپوزیسیون وايي، په ځینو سیمو کې یې د ټاکنو څارونکي د رایو شمېرلو بهیر ته نه دي پرېښودل شوي.

د اپوزیسیون ویاند ویلي، د رایې اچونې په ډېرو مرکزونو کې د دوی د ټاکنو څارونکي "اړ کړل شوي" چې له مرکزونو ووځي.

د پایلو له اعلان سملاسي وروسته ښاغلي مادورو خپلو پلویانو ته وینا کې خپله بریا "هیله او حقیقت" وبلله.

هغه پر اپوزیسیون د پراخو درغلیو او پایلو د نه منلو له امله نیوکه وکړه.

د ټاکنو د ملي شورا مشر الویس اموروسو د ښاغلي مادورو له نږدې متحدینو دی او دې مسلې لا نور حساسیتونه هم راپارولي دي.

ځینو نظر پوښتنو د مادورو سیال ادموندو ګونزالس له نوموړي ډېر مخکې ښودلی، خو د مادورو حکومت په پرلپسې ډول پر بهرنیو لاسوهنو نیوکې کړې دي.

ellection

د عکس سرچینه، Getty Images

د چیلي کېڼ اړخی ولسمشر ګابریل بوریچ پر اېکس پاڼه لیکلي: "د مادورو حکومت باید پوه شي چې په دې پایلو باور کول ګران دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د ټاکنو پر پایلو شک څرګند کړی او ویلي یې دي: "دا جدي اندېښنه ده چې اعلان شوې پایلې د وینزویلا د خلکو اراده او رایې نه دي منعکسې کړي."

د ښاغلي مادورو ۱۱ کلنې دورې د پای ته رسولو په تړاو دې مخالفتونو ادموندو ګونزالس ته تمې پیدا کړي او خلک یې تر شا ولاړ دي.

اپوزیسون په ټول هېواد کې د رای اچونو په مرکزونو کې خپل زرګونه څارونکي ځای پر ځای کړي و چې د رایو شمېرنه وګوري.

خو دوی ادعا کوي چې په ځینو سیمو کې یې څارونکي په زور ایستل شوي دي.

ډېرو رای اچوونکو ویلي چې دوی د سوسیالیست ګوند په واک کې له ۲۵ کالو پاتې کېدو وروسته نور یو بدلون غواړي.

د وینزویلا سوسیالیست ګوند چې اوس مهال حکومت او پارلمان کنټرول په واک کې لري.

مخالفین وايي، دغه ګوند د وینزویلا د قضايي نظام واک هم اخیستی.

د ۲۰۱۸ کال ټاکنې چې نیکولاس مادورو یې ګټونکی اعلان شو،" نه ازادې او نه عادلانه" ټاکنې یادې شوي.

ټاکنې

د عکس سرچینه، REUTERS

د ټاکنو په درشل کې د ټاکنو د بهیر د ګډوډولو په اړه اندېښنې ډېرې دي، خو د تېرو ټاکنو په څېر مخالفو ګوندونو دې ټاکنو سره پرېکون اعلان نه کړ.

اپوزیسون استدلال کړی و چې که ملاتړي یې په ټاکنو کې پراخه ګډون وکړي نو حکومت ته به ستونزمنه وي چې ټاکنو کې درغلي وکړي.

وینزویلا کې رایه اچونه برېښنايي ده. رایه اچوونکي د رایې ورکولو لپاره ماشین کې د خپلې خوښې نوماند ته ټاکل شوې تڼۍ کېکاږي او د نوم په ثبتولو یې رایه اچوي.

بیا ماشین د کاغذ د تایید یو رسید چاپوي چې د رای اچونې په صندوق کې اچول کېږي.

د الکترونیکي رایو پایلې د ټاکنو د څارنې شورا مرکزي دفتر ته استول کېږي او پایلې باید د ټاکنو له پای ته رسېدو سملاسي وروسته اعلان شي.

د قانون له مخې، ګوندون اجازه لري چې د ټاکنو د شمېرو بهیر ته خپل څارونکي واستوي او له نږدې د رایو شمېرنه وڅاري.

خو مخالفین وايي، چې د چاپ شویو رسېدونو یې له یو پر دریمې برخې هم کم شمېر ته لاسرسې لرلی دی.