اوکراییني چارواکي وايي پر کیېف د روسي بریدونو تازه څپې له ۴۰ ډېرو کسانو ته مرګژوبله اړولې
اوکراییني چارواکي وايي، پر کیېف د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو په نوې څپه کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
د کیېف ښاروال ویتالي کلیچکو دا بریدونه، چې له کبله یې د ښار په بېلابېلو برخو کې په استوګنیزو ودانیو کې چاودنې شوې او اورونه لګېدلي، "لوی" بللي دي.
هغه وویل د کیېف د انرژۍ تاسیسات هم زیانمن شوي چې ورسره په شمال ختیځ کې د ځینو ودانیو د تودوخې سیستم له کاره لوېدلی دی.
د اوکرایین هوايي ځواک ویلي، پر پلازمېنه کیېف سربېره څو نورې سیمې هم په نښه شوې دي.
هممهاله رپوټونه وايي چې اوکرایین هم د روسیې پر نووراسیڅک ښار د ډرون پراخ بریدونه کړي.
رویټرز خبري اژانس د روسیې دفاع وزارت په حواله لیکلي چې ۲۱۶ اوکرایني ډرونونه یې چې د دوی صنعتي تاسیسات یې په نښه او هوایي سفر ګډوډ کړی و، راغورځولي یا یې د هغوی مخه نیولې ده.
په کیېف کې د ښار د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکا پر ټېلېګرام لیکلي "په عملي توګه هره ولسوالۍ کې" استوګنیزې ودانۍ تر برید لاندې راغلې دي.
هغه د جمعې پر شپه خپاره کړي خبرداري کې لیکلي "کیېف کې لوړ غږونه دي" او له خلکو یې غوښتي چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.
د بېړنیو خدماتو په وینا، د ډرون او توغندیو د پاتېشونو راغورځېدو او اورلګېدنو ګڼ لوړ پوړیز اپارتمانونه، یو روغتون، ښوونځی او اداري ودانۍ زیانمنې کړې دي.
دا اداره زیاتوي چې تر ۴۰ ډېر کسان ژغورل شوي دي.
د کیېف ښاروال ویلي، چې نهه کسان روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی.
کلیچکو یادونه وکړه چې په دغه برید کې د پلازمېنې د تودوخې شبکې ځینې برخې هم زیانمنې شوې او دا چې ښايي د ښار د برېښنا او اوبو رسولو په سیستم کې ګډوډي رامنځته شوې وي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د اوکرایین هوايي ځواک ویلي ډرونونو او لارښود بمونو د سومي په ګډون څو نورې سیمې هم په نښه کړې.
د تېرې شپې دا پراخ بریدونه تر هغې نږدې یوه اوونۍ وروسته کېږي، د روسیې په یوه بل برید کې د شپږو کسانو پر وژل کېدو سربېره استوګنې ودانیو او د انرژۍ تاسیساتو ته زیانونه واوښتل.
د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه اوس د جګړې یوه پېژندل شوې برخه جوړوي او روسیه وايي، په دغو بریدونو کې د اوکرایین د پوځ اړوند اهداف په نښه کوي.

د عکس سرچینه، Oleh Kiper/Telegram
د تېرې اوونۍ بریدونه د دې لامل شول چې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د دې غوښتنه وکړي چې د روسیې پر انرژۍ د لوېدیز بندیزونو کې باید هېڅ ډول استثنا نه وي.
د یادونې ده چې امریکا هنګري ته له دغو بندیزونو معافیت ورکړی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روسیې پر تېلو بندیزونه له هغې وروسته اعلان کړل چې ویې ویل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوربند خبرې پرمختګ نه کوي.












