پر اوکرايين د روسيې پراخ بريدونه: شپږ تنه وژل شوي او د برېښنا لېږد زیانمن شوی

د عکس سرچینه، Reuters
په اوکرايين کې د انرژۍ پر تاسيساتو د روسيې له پراخو بريدونو وروسته د هېواد په ډېری برخو کې برېښنا پرې شوې ده. ځايي انجينيران هڅه کوي چې برېښنا بېرته فعاله کړي.
د اوکرايين د برېښنا دولتي شرکت ويلي، د اوکرايين او روسیې د جګړې له پيله دا د روسیې د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو تر ټولو ستر بريد و.
روسيې د پلازمېنې کيېف په ګډون د هېواد په ۲۵ ځایونو بريدونه کړي دي. د استوګنيزو سيمو بريدونو کې لږترلږه شپږ تنه وژل شوي دي.
روسيه وايي، د اوکرايین پوځي صنعتي کمپلېکس په ګډون یې هغه تاسيسات په نښه کړي چې دې ځای ته برېښنا ورکوي.
د اوکرايين هوايي ځواک وايي، روسيې پر اوکرايين له ۴۵۰ زيات ډرون او ۴۵ توغيديز بريدونه کړي دي. د راپورونو له مخې نهه توغندي او ۴۰۶ ډرونونه ويشتل شوي دي.
د روسيې د دفاع وزارت هم ويلي چې ځواکونو یې ۷۹ اوکراييني ډرونونه رانسکور کړي دي.
د اورکرايين لومړۍ وزيرې يوليا سويريدينکو پر خپل ټېلېګرام کانال ليکلي چې د پولتاوا، خارکيف او کيېف په سيمو کې د برېښنا لېږد د روسيې د بريدونو له کبله زيانمن شوی او سیمې ته د برېښنا د لېږد هڅې روانې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د ژمې په درشل کې روسیه د اوکرايين د انرژۍ پر تاسيساتو بريد کوي. د اوکرايين وزيران اندېښمن دي چې په دې کار سره مسکو نه يوازې د اوکرايين د خلکو د مورال ټيټولو هڅه کوي بلکې د انرژۍ شبکې په ويجاړولو سره د هېواد اقتصاد په ګونډو کوي.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي وايي، د روسيې وروستيو بريدونو ته په کتو بايد د روسیې د تېلو پر صاداراتو د لوېديځ بندیزونو کې "هېڅ استثنا" نه وي.
ښاغلي زېلېنسکي وروسته له هغه دغه څرګندونې کړې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له روسيې څخه د تېلو او ګازو د واردلو لپاره هنګري ته د يوه کلن معافيت اعلان وکړ.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرايين د روسيې له یرغل راهيسې ولودمير زېلېنسکي په بار بار له لوېدیځ غوښتي چې د روسیې پر وړاندې سختو بنديزونو او د اوکرايين سره د پراخې دفاعي همکارۍ له مخې د مسکو د تېري پر وړاندې مقابله وکړي.
امریکا د روسيې د تېلو او ګازو پر صنعتونو پر اوکرايين د يرغل په ځواب کې بنديزونه لګولي دي.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې امریکا د روسیې د تېلو د دوو لويو شرکتونو پر ضد نوي بندیزونه اعلان کړل او سپينې ماڼۍ دا ګام "د اوکرايين سره د سولې خبرو اترو د منلو لپاره پر کرملېن د فشار زياتوالی" وباله.
دغه دوه شرکتونه روسنيفټ او لوکويل په ګډه هره ورځ ۱.۳ ميليونه بېرله تېل صادروي. د بريتانيا حکومت د اټکل له مخې يوازې روسنيفټ د روسیې د تېلو تولید نژدې نيمه برخه جوړی چې د نړۍ د تېلو رسولو شاوخوا شپږ سلنه جوړېږي.
امریکا ته د هنګري د ولسمشر له سفر وروسته ډونلډ ټرمپ، هنګري ته اجازه ورکړې چې له روسیې تېل پېرودلی شي.
د اوکرايین د جګړې تر څنګ هنګري له مسکو سره نژدې اړيکې ساتلې دي. دغه هېواد به وکولی شي چې له روسيې په ارزانه بيه تېل وارد کړي.
هنګري کې په پنځو مياشتو کې پارلماني ټاکنې کېږي او د دغه هېواد ولسمشر وېکټور اوربان ژمنه کړې چې په هېواد کې به د انرژۍ لګښتونه ټيټ وساتي.








