وزیر: د اوکرایین جګړه کې له ۲۰۰ ډېر کېنیایان د روسیې په ملاتړ جګړه کوي

ویل کېږي چې شاوخوا ۱۴۰۰ افریقایان په اوکرایین کې د روسي ځواکونو تر څنګ جنګېږي

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty Images

د عکس تشریح، ویل کېږي چې شاوخوا ۱۴۰۰ افریقایان په اوکرایین کې د روسي ځواکونو تر څنګ جنګېږي

د چارواکو په وینا، شاوخوا ۲۰۰ کېنیایان د اوکرایین پر ضد د روسیې په جګړه کې برخه اخلي او نور هم ښايي د دې شخړې برخه جوړ شي.

د کېنیا د بهرنیو چارو وزیر موسالیا موداواډي په وینا، په دې کې د کینیا د امنیتي ځواکونو پخواني غړي هم دي.

وزیر زیاته کړه ځینو ژغورل شویو ویلي هغوی اړایستل شوي وو چې د مناسبې روزنې یا حفاظتي تجهیزاتو پرته ډرونونه جوړ کړي او له کیمیاوي موادو سره کار وکړي.

کېنیایي ولسمشر ویلیم روتو تېره اونۍ د اوکرایین له حکومته وغوښتل چې په شخړه سیمه کې بندي کینیایان خوشي کړي.

د اوکرایین حکومت تېره اونۍ وویل، شاوخوا ۱۴۰۰ افریقایي اتباع له روسي ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې دي او ځینې یې تېر ایستل شوي او استخدام شوي‌ دي.

یو ځوان کېنیايي لوبغاړی چې په سپتمبر کې په اوکرایین کې ونیول شو او ویې ویل چې هغه د روسیې په پوځ کې د شاملېدو لپاره دوکه شوی و.

د کېنیا د بهرنیو چارو وزیر موسالیا موداواډي د چارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل: "د روسیې د استخدام فعالیتونه په پراخه کچه د کینیایانو په ګډون د افریقایي اتباعو لپاره هم پراخ شوي دي."

هغه زیاته کړه: "شاوخوا ۲۰۰ کېنیایان ښايي له روسي پوځ سره یوځای شوي وي… د استخدام شبکې لا هم په دواړو هېوادونو، کینیا او روسیه کې فعالې دي."

موداواډي وویل، په مسکو کې د کېنیا سفارت د ځینو استخدام شویو کسانو د ټپي کېدو راپورونه ثبت کړي، په تېره هغو ته چې ویل شوي وو د وېزې، سفر او استوګنې لګښتونو په توګه تر ۱۸,۰۰۰ ډالرو (۱۴,۰۰۰ پونډه) پورې پیسې ورکول کېږي.

موداواډي دا هم وویل چې د کېنیا حکومت د هغو اتباعو د زیاتېدونکي شمېر په اړه اندېښنه لري چې په بهرنیو هېوادونو کې د نشه‌يي توکو قاچاق او اجباري کار په څېر "جبري جرمونو" کې ګمارل شوي دي.

هغه وویل: "دغه جرمونه نه یوازې د کېنیا ملي امنیت ته جدي ګواښ پېښوي، بلکې نړیوال امنیت ته هم خطر لري."

په سپتمبر کې، د کېنیا چارواکو له ۲۰ ډېر هغه اتباع وژغورل چې پلازمېنې نایروبي ته نژدې یې د روسیې او اوکرایین په جګړه کې د ګډون لپاره چمتووالی نیولی و.

یو کس چې د روسیې لپاره د کېنیایانو د استخدام په همغږۍ تورن و، نیول شوی او له دې پروګرام سره د تړاو په اړه محاکمه کې دی.

بي‌بي‌سي داسې شواهد هم موندلي چې ښيي کرملین هڅه کوي په افریقا کې خپل نفوذ پراخ کړي.

سوېلي افریقا په دې وروستیو کې د دې په اړه پلټنه پیل کړې چې څنګه یې ۱۷ اتباع د ختیځ اوکرایین جګړه ځپلې سیمې ډونباس ته رسېدلي‌ دي.

د جګړې له بندیانو سره د چلن په اړه د اوکرایین ویاند پیټرو یاتسینکو په دې وروستیو کې بي بي سي ته وویل چې له نورو وګړو سره د سومالیا، سیرالیون، توګو، کیوبا او سریلانکا اتباع اوس مهال د اوکرایین د جګړې د بندیانو په کمپونو کې ساتل کېږي.

اوکرایین مخکې هم د افریقایانو په ګډون د بهرنیو اتباعو د خپلو ځواکونو لپاره د استخدام هڅو له امله نیوکې سره مخ شوی دی.

پر اوکرایین پخوا هم له دې کبله نیوکې شوې وې چې ګنې هڅه یې کوله د افریقایانو په ګډون بهرني اتباع د جګړې لپاره د دوی په ځواکونو کې استخدام شي.