پاول زروبین: د پوتین د تبلیغاتي رسنیو مشهوره څېره

د پاول زروبین هغه چې شا ته سور رنګ دیوال یا شالید ښکاري. ولادیمیر پوتین د ګرافیک په ښي خوا کې دی، موسکا کوي او زروبین ته ګوري.

د عکس سرچینه، Getty Images/BBC

پاول زروبین هغه خبریال چې یو وخت یې په سیمه‌ ییزه کچه د یوې بېلګې په توګه کار کاوه، اوس د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یوازینی خبریال دی چې ورته نږدې او په منظم ډول لاسرسی لري. د روسیې ډېری خلک د ولسمشر د ژوند او کارونو په اړه د زروبین د راپورونو له لارې خبرېږي. دا د یوه ځوان ولایتي خبریال کیسه ده چې څنګه د روسیې د تبلیغاتو له مهمو څېرو شو.

میلیونونه روسان د هرې یکشنبې په ماښام د "مسکو. کریملېن. پوتین" نومي ټلویزیوني خپرونه ګوري.

دغه پروګرام لیدونکو ته د پوتین د ورځني ژوند یو عجیب او نږدې انځور وړاندې کوي او په روسیه کې داسې یوه خپرونه ده چې ډېر کتونکي لري. کوربه یې پاول زروبین دی چې په اوونۍ کې یو ځل د ولسمشر د فعالیتونو په اړه روښانه او مفصل راپورونه وړاندې کوي. په دغه خپرونه کې د ولسمشر پوتین له سترو نړیوالو غونډو نیولې تر وړو وړو جزییاتو پورې ټول کړه وړه ولس ته ښودل کېږي.

دغه ۴۴ کلن خبریال په تېرو اوو کلونو کې د پوتین په هر ګام پسې ګرځېدلی دی.

کله چې په الاسکا کې د ټرمپ او پوتین غونډه رسنېزه کېده، زروبین نه یوازې د روسیې ولسمشر د الوتکې په اړه تفصیل ورکړ، بلکې د هغې زینې، سرې غالۍ چې پوتین پرې تېر شو او ان د لاس وېنځلو ځای په اړه هم وغږېده. د زروبین په وینا، دا پېښه یو "سیاسي بلاک بسټر" و په دې معنی چې دا یو لویه او اغېزمنه سیاسي پېښه وه چې نړۍ پرې غږېده.

هغه په نورو خپرونو کې نور جزییات هم ویلي، لکه د یوې پیشو په اړه چې د پوتین د لېموزین ‎(هغه موټر چې پوتین په کې ځي) مخې ته له سړک د تېرېدو وېره لرله، هغه برش چې لېموزین پرې پاکېږي او د ولسمشر د اسنادو د ثبت او فایل کولو سیستم په اړه خبرې

د روسیې منتقدین له اوږدې مودې راهیسې د زروبین نرمه او ستاینیزه لهجه مسخره کوي او د شمالي کوریا د رسنیو له بڼې سره یې ورته بولي. خو په یوه داسې نظام کې چې واک د مشر له نږدېوالي سره تړلی وي، یو خبریال هم د پام وړ اغېز لرلی شي.

هغه خپرونه چې د نوموړي نوم یې جوړ کړ

پاول زروبین او ولادیمیر پوتین د یوه مېز پر سر لاسونه ورکوي چې څو کاغذونه هم پرې پراته دي. شاته یوه ښځه په سره رنګ کالیو کې ده. نور خلک د دواړو سړیو شا او مخې ته ولاړ دي. دواړو تورې کوټونه اغوستې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاول زروبین او ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۳ کال د روسیې د ولسمشر کلنۍ مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ښودل شوي دي.

د "مسکو، کریملین، پوتین" خپرونه په ۲۰۱۸ کې پیل شوه، دا هغه وخت و چې د روسیې د ولسمشر د ملاتړ کچه راولوېده. پوتین د خلکو له پراخ غوسې سره مخامخ و، ځکه د تقاعد په اړه د بدلون د راوستو له امله په ټول هېواد کې پراخ لاریونونه وشول.

کریملین ته اړتیا وه چې د ولسمشر انځور بېرته ښه ښکاره کړي.

د زروبین په کوربتوب خپرونه ژر مشهوره شوه. په دې خپرونه کې د ولسمشر د ژوند او کار په اړه صفتونه کېږي. د خپرونې کوربه له هر ډول سیاسي پوښتنو ځان لېرې ساتي.

د روسیې سیاسي شنونکو او خپلواکو تلویزوني څېړونکو په دې خپرونه کې د "شخصیت جوړونې" یو نوی څرک ولېده.

د خپرونې له مشهورېدو سره د پوتین د ملاتړ کچه هم په بره روانېده.

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف بي‌بي‌سي ته وویل: "مسکو. کریملین. پوتین" د روسیې د دولتي ټلوېزیوني شبکې VGTRK نوښت و او خپله زروبین هم د خپرونې د بڼې په جوړولو کې مرسته کړې وه. د پسکوف په وینا، زروبین "ډېر با استعداده خبریال" دی او "د ولسمشر فعالیتونه په قناعت‌ بښونکي ډول وړاندې کوي."

خو درې جلا سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، دا خپرونه په اصل کې د VGTRK دولتي ټلوېزیون خپلواک ابتکار نه و، بلکې د کریملېن چارواکو جوړه کړې وه. د دې خپرونې د جوړېدو خبرې دوه کاله د خپرېدو تر مخه هغه وخت پیل شوې، کله چې نظرپوښتنو ښودلې وه چې د پوتین په اړه د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده.

د دولتي تلویزون پخواني کارکوونکي دیمیتري سکوروبوتوف په وینا: "موږ اړتیا لرله چې د پوتین په اړه د لېدونکو لېوالتیا بېرته را ژوندۍ کړو."

هغه زروبین داسې انځور کړ: "یو خدمتګار سړی چې حکمونه پر ځای کوي… ته چې څه ووایې، هماغسې کوي… هېڅ پوښتنه نه کوي، هېڅ فکر نه کوي. دا کار د هغه "اصلي لیدونکي" خوښوي، د هغه چا لپاره چې هر څه کېږي. " د اصلي لیدونکي" اصطلاح په دولتي تلویزون کې د روسیې د ولسمشر لپاره کارېږي.

له کلونو کلونو به د زوربین په خپرونه کې داسې څه ډېر کم خپاره شوي وي چې "اصلي لیدونکی یعنی ولسمشر" ناراضه کړي.

یو خبریال چې پخوا یې د پوتین په رسنېزه ډله کې له زروبین سره کار کړی او نه غواړي نوم یې یاد شي، بي‌بي‌سي ته وویل: "د زروبین چاپلوسۍ ان د کریملین پلوي رسنیو کې کرکه پیدا کړې ده."

ډېرو کسانو تمه نه لرله چې زروبین به په داسې بشپړه توګه د دولتي تبلیغاتو رول ومني.

ځوان ایډیال

ځوان پاول زروبین د روسیې د ټلویزیون په یوه خپرونه کې د خبرونو وړاندې کولو پر مهال ښودل شوی دی. د سکرین په ښي اړخ کې د "4" لوگو لیدل کېږي. زروبین خړ کوټ، خړ رنګ نیکټايي او عینکې پر سترګو دي. د سکرین په ښي اړخ کې د یوې دېوال تختې په عمودي کرښه کې د ټلویزیوني سکرینونو لړۍ ده او پسمنظر د ښار افق ښکاروي.

د عکس سرچینه، Instagram @zarubinreporter

د عکس تشریح، پاول زروبین د مسلکي تلویزوني خبریالۍ پر مهال په یکاترینبورګ.

پاول زروبین د روسیې د باشقیرستان په جمهوریت کې زېږېدلی، هغه سیمه چې له قزاقستان سره پوله لري. د فلز کارانو په یوه کورنۍ کې لوی شوی.

هغه د اورال فدرالي پوهنتون له فراغت وروسته د یکاترینبورګ په "چېنل ۴" تلویزون کې کار پیل کړ. یکاترینبورګ د روسیې څلورم ستر ښار دی چې یوه پیاوړې او سیاله تلویزوني فضا یې لرله. په هغه وخت کې لا هم د خبریالي په ډګر کې یوه نسبي ازادي وه.

د هغه وخت همکاران یې وايي، زروبین جدي او هڅاند خبریال و. ویل کېږي چې کله به محفلونو کې یې ګډون کاوه نو که د کوم خبریال په کار کې به یې تعصب لېده، په ښکاره یې ورسره مخالفت کاوه.

یو بل پخوانی همکار یې وایي، زروبین هغه مهال د (اېن، ټي‌ وي) خپلواکې ټلوېزیوني شبکې ملاتړ کاوه. دغه شبکه د پوتین د لومړۍ دورې پر مهال تر فشار لاندې راغله. د دغه رسنۍ خبریالانو د کریملېن پر چلند سخت غبرګون وښود، یکاترینبورګ او ولایتي خبریالانو یې پر ضد اعتراضي حرکتونه وکړل.

یو وخت د یکاترینبورګ د خبریالانو یوې ډلې پرېکړه وکړه چې د (اېن، ټي‌ وي) ملاتړ پرېږدي.

یوه خبریال چې هغه مهال یې له زروبین سره لیدلي وو، وايي، زروبین دومره قهرجن او غمجن شو چې و یې ژړل.

هغه وویل: "څنګه مو دا کار وکړ؟"

"تاسې په خپله هر څه تباه کړل. هر هغه څه مو له منځه یوړل چې زموږ لپاره ارزښتمن او سپېڅلی وو."

کله چې ورته ویل شوي وو چې ښايي یوه ورځ دی هم د خپل مسلک راتلونکې لپاره داسې جوړجاړی وکړي، زروبین ځواب ورکړی و: "نه، هېڅکله نه. زه هېڅکله داسې کار نه کوم."

نظام ته دننه کېدل

د درې کسیزې فلم جوړونې ډلې غړي چې ځوان پاول زروبین هم په کې شامل دی، د یوې ویډیو کامرې ترڅنګ ولاړ دي. زروبین نیلي ټي‌شرت اغوستی او د کامرې لیدوڅار ته ګوري. یوه سړي سور جاکټ اغوستی او د کامرې له سر سره یې لاس لګولی دی. دوی په بهر کې ولاړ دي او شاته د ښار افق ښکاري.

د عکس سرچینه، Instagram @zarubinreporter

د عکس تشریح، زروبین او ځینې همکاران یې

زروبین په ۲۰۰۳ کال کې مسکو ته لاړ او په دولتي تلویزون کې یې د خبریالۍ د زده‌ کړې په پار دنده پیل کړه، په دې وخت کې یې معاش نه و ځکه کار یې زده کاوه. د هغه پخوانیو همکارانو هغه د هڅاند، شر نه خوښوونکي او د مدیرانو درناوی کوونکي کس په توګه انځور کړ، هغه ځانګړنې چې وروسته یې هغه تر لوړو ورساوه. رسمي کالي به یې اغوستل او د کار پرته یې د بل څه په اړه خبرې نه کولې.

تر ۲۰۰۵ پورې هغه د ولسمشر د رسنیزې ډلې برخه شو. یو پخواني خبریال ویلي، زروبین له پوتین "ډېره چاپلوسانه" پوښتنه وکړه. کله چې نورو خبریالانو ور پورې وخندل، هغه ځواب ورکړ: "زه نه شرمېږم نه."

د ۲۰۱۲ کال شاوخوا د فدرالي تلویزون فضا بدله شوه. که څه هم په ټول هېواد کې لاریونونه وو خو پوتین د څلور کلنې دورې په بشپړېدو بیا کریملېن ته راستون شو. پر رسنیو فشار زیات شو او په راتلونکو کلونو کې لا پسې سخت شو.

د مسکو دولتي تلویزون پخواني کارکوونکي سکوروبوتوف وویل: "زه خپله د هغو لېستونو شاهد یم چې په تلویزون کې څه ویل کېدای شي او څه نه،" بي‌بي‌سي هم د دغو لېستونو کاپي لیدلې چې په کې د لاریونونو، د لومړنیو توکو د بیو د لوړوالي، او د وژل شوي اپوزیسیون سیاستوال الیکسي ناوالني په اړه خبرې کول منع وې. په رسنیو کې په ګڼو نورو مسایلو هم د خبرو کولو له بندیز ویل شوي وو.

درې انسټګرام پوسټونه چې زاروبین په بېلابېلو ځایونو کې ښيي: چپ اړخ پوسټ کې هغه د یوې ودانۍ دننه پر یوه چوکۍ د ستنې څنګ ته ناست دی. منځنۍ پوسټ کې هغه یوې ښځې ته غږېږدلی. ښي اړخ پوسټ د یوې ورځپاڼې مخ ښکاره ښيي چې په کې د څو کسانو عکسونه دي، له هغو سره زروبین هم دی.

د عکس سرچینه، Instagram/@zarubinreporter

د عکس تشریح، د زروبین انسټګرام پوسټونه ښيي چې هغه په بېلابېلو نړیوالو ماموریتونو کې دی. هغه د شمالي کوریا د یوې ورځپاڼې د مخپاڼې پر سر هم ښکاره شوی و.

پام کې نېول

بي‌بي‌سي له لسو خبریالانو سره خبرې کړې چې د ولسمشر د مطبوعاتي ډلې برخه پاتې شوي او له زروبین سره یې کار کړی. نږدې ټولو ویلي، هغه له نورو خبریالانو ځانګړی نه ښکارېده. یو خبریال ویلي: "هغه کلونه د پوتین دومره نه خوښیده لکه اوس یې چې خوښېږي. کله کله به یې د ولسمشر د ناوخته راتلو په اړه ټوکې کولې، ځکه چې هغوی به ساعتونه انتظار کاوه."

وروسته بیا د پېښو لړۍ پیل شوه چې زروبین ته د خلکو پام شو.

نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې هغه وخت د خبرونو سرټکی شو چې د منسک د سولې له خبرو اترو وایستل شو، ځکه هغه د اوکرایین ولسمشر پیټرو پوروشینکو ته په لوړ غږ وویل چې پوځ یې په دونباس کې ملکي وګړي بمبار کړي دي دا هغه ادعا وه چې کریملېن کړې وه.

لیتوانیا یو کال وروسته د زروبین ټیم وشړاوه، ځکه دوی هڅه کړې وه چې د اپوزیسیون یوې غونډې ته بې له اجازې خبري پوښښ ورکړي.

د زروبین د انسټګرام پوسټ (۱۲ فبروري ۲۰۲۰) ښيي چې د هغه مخې ته دوه سړي ولاړ دي، یو یې لاس د زروبین پر لور اوږد کړی دی. درېیم سړی د انځور له ښي اړخه ډلې ته روان دی. زروبین د یوه اوږده مایکروفون سره خبرې کوي چې پر هغه د نیلي رنګ لوگو چاپ شوې ده. ټول سړي په تور لباس کې دي.

د عکس سرچینه، Instagram @zarubinreporter

د عکس تشریح، د زروبین انسټګرام پوسټ ښيي چې هغه د پیټرو پوروشینکو د امنیتي ساتونکو له خوا ایستل کېږي.

زروبین تر ۲۰۱۸ پورې د مسکو د دولتي تلویزون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د باور وړ خبریال شو، هغه ټاکنې چې پوتین ته یې څلورمه دوره ډالۍ کړه.

یو پخواني همکار بي‌بي‌سي ته وویل: "هغه یوازینی کس و چې د رایې اچونې د ورځې تر مخه، د رایې اچونې پر ورځ او وروسته د هر څه د راپور ورکولو اجازه لرله. پخوا داسې څه نه وو شوي. تل به بېلابېلو کسانو له دغه بهیره راپورونه ورکول."

همکارانو په زروبین کې بدلونونه احساس کړل. یو پخواني همکار یې وویل: "هغه تل یو بې‌ باوره ځوان ښکارېده خو په یو وخت کې یې پر ځان باور پیدا کړ او په خپل ځان کې شته ځواک احساس کړ."

د بي‌بي‌سي یوې بلې سرچینې په خبره، په دغه وخت کې ښايي زروبین د خپلواکې خبریالۍ پرارمانونو باور پرېښی و.

د پوتین ترڅنګ

کووېډ ۱۹ وبا د پوتین ترڅنګ د زروبین ځای ټینګ کړ.

په ۲۰۲۰ کال کې د ناروغۍ د خپرېدو له وېرې ولسمشر ته لاسرسی ډېر محدود شو. کریملېن یو داسې خبریال ته اړتیا لرله چې د "خوندي سیمې" دننه ژوند وکړي. د ولسمشر د مطبوعاتي ډلې د دوو خبریالانو په وینا، زروبین د لاسرسي لپاره میاشتې قرنطین تېر کړ.

هغه اوس یوازینی خبریال و چې پوتین ته یې دوامداره لاسرسی درلود.

له هماغه وخت راهیسې نوموړی داسې مراسمو ته بلل کېږي چې پخوا رسنیو ورته لاسرسی نه لاره. له ټرمپ سره د خبرو پر مهال د پوتین دفتر مخې ته ولاړ و، د ولسمشر په دولتي موټر کې ورسره سپور شو او ان د کریملېن په ودانۍ کې یې تصویرونه واخېستل او هملته پوتین ورته مېلمستیا وکړه.

زروبین ته د نړیوالو سفرونو بلنه هم ورکوي. تېر اوړي کې هغه په پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د پوتین د لیدنې پر مهال، د راپور لیکلو لپاره تللی و. عمومآ داسې غونډې د تړلو دروازو تر شا کېږي خو دغه خبریال ته اجازه ورکړل شوې وه.

زروبین د استازو د غونډې له ځایه راپور ورکوي. د هغه سر په بشپړه توګه ښکاري. شاته، د روسیې او شمالي کوریا لوړپوړي چارواکي د غونډې له مېز چاپېره ناست دي.

د عکس سرچینه، Instagram @zarubinreporter

د عکس تشریح، زروبین د یوې غونډې مېز ترڅنګ د راپور ورکولو پر مهال ښودل شوی دی.

ځینې ځانګړې څرګندونې ډېری وخت د ده په ټېلېګرام چینل کې لومړی خپرېږي او وروسته یې سیالان هماغه کیسه تعقیبوي.

یوه همکار یې وویل، "هغه اوس په اصل کې د حکومت برخې د مطبوعاتو یو کارکوونکی دی."

د یوې تولیدي کمپنۍ د اسنادو له مخې چې بي‌بي‌سي لیدلي، د زروبین میاشتنی معاش شاوخوا یو میلیون روبل یا ۱۲ زره ډالره دی.

د وبا پر مهال، وروسته له وبا او پر اوکرایین له بشپړ یرغل سره د پوتین لیدل لا سخت شول خو زروبین د لوړپوړو چارواکو پرتله د پوتین د لېدو ډېرې موکې لري.

د اوکرایین د یرغل په اړه، د زروبین ژبه د کریملېن له دریځ سره سمون لري. هغه د "اروپا تېری" یادوي او کیف ته "د روسي خلکو د اوکراینۍ برخې" په نوم اشاره کوي.

یوه روسي چارواکي چې له خبریال سره بلد دی، وویل: "زروبین خپله دنده ښه ترسره کوي او باوري دی چې هېڅ اصل نه ماتوي."

"هغه خپل مسلک خوښ کړی او تر اوسه یې خوښوي." خو په دومره توپیر چې پخوا د بیان پر ازادۍ باوري و او اوس حالت بل ډول دی.

بي‌بي‌سي غوښتل له پاول زروبین سره خبرې وکړي خو له پرلپسې غوښتنو سره سره یې ځواب ورنه کړ.