افغانستان کې د طالبانو حکومت خلکو ته څنګه په عام محضر کې د "عبرت لپاره" سزا ورکوي؟

سزا
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

خبرداری: د دغه رپوټ محتوا ښايي ځينو ته ځوروونکې وي

"طالبانو چې لومړی کس دورو وهلو ته راوړاندې کړ، زما د زړه ضربان تېز شو، دومره چې ټکان مې يې پخپله اورېده. غږ مې لړزه پيدا کړې وه. باور مې نه راته چې دا هر څه په خپلو سترګو ګورم، ما ویل که خوب وینم"، دا د جمعه خان خبرې دي.

دغه ۲۱ کلن افغان ځوان د امنیتي خونديتوب په موخه د (جمعه خان) په مستعار نوم یادوو.

دی د ۲۰۲۲ کال د دسمبر پر ۲۲مه نېټه د افغانستان د مرکزي ولایت روزګان په مرکز ترینکوټ کې د فوټبال په لوی لوبغالي کې د هغې صحنې شاهد و چې د طالبانو حکومت ځايي محکمې د بېلابېلو "جرمونو" په تور ۲۲ تنه پکې د زرګونو کسانو په مخکې په دورو وهل. له دوی يې دوه ښځې وې.

په روزګان کې ځايي قضايي ادارو یوه ورځ مخکې په ترینکوټ ښار، راډيوګانو او جوماتونو کې اعلانونه کړي وو او له خلکو یې په ټينګار سره غوښتي وو چې د دې صحنې کتو ته د "عبرت اخیستلو لپاره" ورشي. هغه غوښتنه چې په افغانستان کې د طالبان حکومت یې د داسې سزاګانو پر مهال همېشه له خلکو کوي.

ورزشي لوبغالي؛ د جزاګانو میدانونه

د طالبانو حکومت محکمې عموماً دا ډول سزاګانې د لوبو په لویو لوبغالو کې ورکوي. هغه دود چې له ۹۰ کلونو راهیسې یې پالي.

د ترینکوټ د فوټبال سټيډيوم د اتلس زره نندارچیانو د ځايولو ظرفیت لري خو جمعه خان وايي چې په هغه ورځ تر دې ډېر کسان لوبغالي کې ورټول وو، "تورن کسان د سټډيوم په منځ کې پر چمن کېنول شوي وو. لمر و، کله به یې چې وهل نو حلق به یې وچ شو، دوی [طالبانو] به بېرته اوبه ورکړې. خلکو توبې ایستلې او دعا یې کوله چې خدایه له داسې وضعیته مو وساتې"

د طالبانو حکومت سترې محکمې پر خپله ټوېټر پاڼه دا خبر تایید کړ او ویې لیکل چې روزګان کې د دوو ښځو په ګډون ۲۲ کسانو ته "تعزیري" جزا ورکړل شوه.‌

سزا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پروان، چاریکار

له بي بي سي سره په خبرو کې د طالبانو حکومت مشر ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو جزاګانو په اړه وايي، "هغه جزاګانې چې اسلام لازمې کړې دي، د سلامي شریعیت د لارښوونو پر بنسټ یې خلکو [مجرمانو] ته ورکول پر امیر لازم دي. الله جل جلاله په قرآن شریف کې وايي چې خلکو ته د جزاګانو ورکولو یا د شریعت تطبیق او حدود او تعزیرات دا باید د مسلمانانو ډله وویني. څو نورو ته حکایت وکړي‌ او د عبرت سبب شي"

جمعه خان وايي، په دې ورځ ټولټال ۲۲ کسان په دورو وهل کېدل خو پکې شاملې دوه ښځې یې عام محضر ته حاضرې نه کړې او باقي ټول نارينه چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۳۷ کلنۍ وو، له ۲۵ تر ۳۹ دورې ووهل، "ځينو به چغې وهلې او ځينې به غلي وو. زما یو اشنا چې په دې ورځ د غلا په تور ۳۹ دورې ووهل شو، ویل یې چې تر ۲۰ دورو وروسته مې نور وجود درد هېڅ نه احساساوه"

د روزګان اوسېدونکی ۲۱ کلن جمعه خان د امریکا او ناټو په لاس د طالبانو د تېر رژيم له نړېدو دوه کاله وروسته زېږېدلی. له خپلو مشرانو یې اورېدلي وو چې په ۹۰مو کلونو کې څنګه طالبانو په عام محضر کې خلک په دورو وهل، د بدن غړي یې ترې پرې کول او یا یې په دار کول. خو دا لومړی ځل و چې په خپلو سترګو دغه صحنه ویني.

جمعه خان وايي، درو کسانو ته تر جزا ورکولو وروسته ګڼو کسانو د فوټبال له دغه لوبغالي د وتلو هڅه وکړه، "سهار چې په لویو ډلو کې خلک راروان وو، اوس تر هغې ډېر بېرته وتل. اکثره یې زما غوندې ځوانان وو. خو طالبانو منع کول، مګر بیا هم ځينې په اغزنو سیمونو او دیوالونو واوښتل او لاړل"

که څه هم جمعه خان د دې صحنې یوه ویډيو په پټه کړې او بي بي سي ته لېږلې ده خو د طالبانو د مشر ملا هبت الله د امر پر بنسټ څوک اجازه نه لري چې دغه صحنې ریکارډ او یا خپرې کړي. هلته ورتلونکو کسانو نه هم موبایلونه اخیستل کېږي خو بیا هم وخت نا وخت ځینې عکسونه او ویډيوګانې خواله رسنیو ته لار کوي.

داسې ښکاري چې طالبان د نړیوال مشروعیت او باور ترلاسه کولو په موخه نه غواړي چې داسې زړه بوږنوونکې پېښې د دوی له هېواده بهر نړۍ وګوري.

جمعه خان وايي، دې صحنې دومره وېرولی چې اوس یې په خوب ویني او هره شېبه فکر کوي، ښايي کومه ورځ دی هم په کوم جرم له داسې پېښې سره مخ شي، "اوس مې ځان د دوی [طالبانو] پر اصولو برابر کړی دی، هر ځای خبرو سره احتیاط کوم او ږیره مې هم پرېښې ده. خو انسان خدای ازاد پيدا کړی، که جبر ورسره کېږي نو نفس یې تنګېږي"

د طالبانو حکومت د مشر امر او په عام محضر کې د سزاګانو ډېرېدل

دا یوازېنۍ پېښه نه ده چې جمعه خان یې د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي، بلکې د بي بي سي موندنې ښيي‌ چې د ۲۰۲۲ کال نومبر راهیسې، چې طالبانو په رسمي ډول په عام محضر کې خلکو ته جزا ورکول اعلان او سترې محکمې یې په اړه د اعلامیو خپرول پیل کړي، د ۲۰۲۳ کال د اګست تر پنځمې پورې دې ته ورته لږ تر لږه ۵۰ موارد یا پېښې شته.

په عام محضر کې خلکو ته د جزا ورکولو د دغو ټولو ۵۰ پېښو په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت سترې محکمې په رسمي ډول اعلامیې هم خپرې کړې دي.

په رسمي توګه په عام محضر کې خلکو ته د جزا ورکولو د پېښو دا شمېر د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر ۱۳مه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند تر امر وروسته شدت وموند.

په دې ورځ هغه خپلو قضايي ارګانونو ته امر وکړ چې پر بېلابېلو جرمونو د تورنو کسانو دوسيې دې په دقت وڅاري او قانون دې پرې پلی کړي.

د دغه حکم پر پنځمه ورځ، یاني د نومبر پر ۱۹مه په تخار کې د نهو ښځو په ګډون ۱۹ کسانو باندې د غلا،‌ زنا او له کوره د تېښتې په جرم سزا پلې شوه. هر یو ۳۹ دورې ووهل شو او د طالبانو حکومت سترې محکمې هم پر خپله ټوېټرپاڼه د دې خبر پخلی وکړ.

سزا

د بي بي سي د موندنو پر بنسټ له دې ورځې د ۲۰۲۳ کال د اګست تر پنځمې نېټې، یاني په تېرو شاوخوا لسو میاشتو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان له ۳۴ ولایتونو یې په ۲۱ کې په عام محضر کې خلکو ته د جزا ورکولو ۵۰ پېښې شوې دي.

په دې ترڅ کې ټولټال ۳۴۶ کسانو ته د بېلابېلو جرمونو په تور سزا ورکړل شوې ده.

که څه هم د طالبانو حکومت سترې محکمې په ټولو قضيو کې د ښکېلو کسانو جنسیت او د سزا ډول نه دی په ډاګه کړی خو لږ تر لږه له ۳۴۶ یې ۵۱ تنه ښځینه ښودل شوې او ۲۳۳ نارینه یاد شوي دي. د ۶۰ قضيو د اړوند کسانو جنسیت نه دی په ډاګه شوی.

دوی ټول په دورو وهل شوي او ځينو ته د بند سزا هم اورول شوې ده.

له دغو پېښو یې دوه قضيې په فراه او لغمان ولایتونو کې د قتل په تور د قصاص دي چې دواړه نارينه دي. دوی د قتل په غچ په مرګ محکوم او قصاص شوي دي.

له کوره تېښته او زیانمنونکې ښځې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ډول سزاګانې د دوی په وینا، د شرعي احکامو او د خپل مشر ملا هبت الله اخوند د امر او لارښوونې له مخې پلې کوي.

د سترې محکمې په هغو اعلامیو کې چې تر اوسه خپرې او بي بي سي پښتو څارلې دي، ښکاري چې طالبانو د خپل شرعي نظام پر بنسټ پر ۱۹ بېلابېلو تورونو خلک مجازات کړي دي. که څه هم په دوی کې د ځينو تورونو او جرمونو تعبير او تفسير سخت او کله پراخ دی، لکه "نا مشروع اړیکې" یا "فسق او فساد".

خو په ټوله کې طالبانو دغه جرمونه د غلا، قتل، زنا، لواطت، نا مشروع اړیکو، فسق او فساد، له کوره د تېښتې، قصاص او ځینو نورو په نوم یاد کړي دي.

یوه لویه کټګوري پکې د غلا پېښې دي چې پرې تورن کسان پکې معمولاً ۳۹ دورې وهل شوي. ځينو ته د دورو وهلو تر څنګ له درو میاشتو تر یوه کاله د بند سزا هم ورکړل شوې ده.

یوه بله اصلي کټګوري د جنسي اړیکو اړوند جرمونه دي چې د طالبانو حکومت د قضا برخې مسولانو په "زنا"، "نامشروع" او یا "غیر اخلاقي" اړیکو باندې طبقه بندي کړي دي.

"له کوره تېښته" بل جرم دی چې ښځې یې په تور مجازات شوې دي او لږ تر لږه اووه داسې بېلګې شته.

دا د بشري او د ښځو حقونو نړیوالو څارونکو او بنسټونو ته د اندېښنې وړ مسله ده چې ښايي په دې ترڅ کې ځينې هغه ښځې هم په نښه شوې وي چې د کورني تاوتريخوالي او یا په زور یا کم عمرۍ کې له واده په تېښته دې کار ته اړ شوې وي.

په کوم ولایت کې څومره کسانو ته جزا ورکړل شوې؟

د طالبانو حکومت د سترې محکمې په اعلامیو کې شپږ داسې قضيې هم شته چې د "لواطت" په تور نارينه پکې مجازات شوي دي.

د بي بي سي موندنې ښيي چې د افغانستان له درېيو یې دویمه برخه ولایتونو کې دا سزاګانې پلې شوې دي چې ځينو ولایتونو کې لږې او ځينو کې ډېرې پېښې شوې دی.

د افغانستان لغمان ولایت د پېښو د ډېروالي په حساب د مجازات اوو پېښو په درلودلو سره په سر کې دی. ورپسې په ترتیب پکتیا، غور، پروان او کندهار دي.

د کسانو د شمېر له پلوه بیا هلمند له ۴۸ کسانو سره د نوملړ په سر کې دی.

ورپسې بدخشان کې ۳۲ تنه، پروان کې ۳۱،‌ غور او جوزجان کې ۲۴ او کندهار او روزګان کې ۲۲ تنو ته سزا ورکړل شوې. پلازمېنه کابل کې ۲۱ او په ځينو نورو کې د مجازات شویو کسانو شمېر تر شلو او بیا لسو او پنځو کم دی.

سزا

د یادولو ده چې دا ټولې شمېرې یوازې هغه دي چې د طالبانو حکومت سترې محکمې یې د رسمي‌ اعلامیو په خپرولو سره پخلی کړی دی خو د هغو په اړه کره شواهد او اسناد په لاس کې نه شته چې یا د مسولو ادارو له لوري اعلان شوي نه دي او یا هم پټې پاتې دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري‌حقونو ملاتړو بنسټونو او د نړۍ هېوادونو پر طالبانو له لومړۍ ورځې غږ کړی چې د افغانانو انساني حقونه خوندي کړي، نجونې او ښځې زدکړو او کار ته پرېږدي او په عام محضر کې له سزا ورکولو ډډه وکړي خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د طالبان حکومت له خپل دريځ او تګلارو نه اوړي.

دوی په عام محضر کې د خلکو جزايي‌ کولو په اړه استدلال دا کوي چې ګواکې دا کتونکو ته د "عبرت" سبب ګرځي او په افغانستان کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د داسې جزاګانو تطبیق اړین دی.

خو د جمعه خان په څېر یې ځينې عیني‌ شاهدان له روحي پلوه ځپلي هم دي او هغه کسان چې دا جزاګانې پرې عملي شوې دي،‌ جمعه خان وايي، ځينې یې مخکې د ښه نوم او عزت څښتنان وو خو تر سزا ورکول کېدو وروسته یو ډول سپکاوی احساسوي "اوږده موده به له کوره بهر نه راوتل، جومات او مجلس ته به نه راتلل. شرمېدل او خېځل به وو."

خو د طالبانو حکومت مشر ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه بي بي سي ته وویل، "پیغمبر علیه سلام د رجم حکم تطبیق پر مهال ژړلي او ویل یې چې که خدای فرض کړي نه وای هېچا ته به یې نه ورکاوه. نو دا یو شرعي حکم دی او مکلفیت دی"