طالبانو د دريو ښځو په ګډون ۱۲ کسان عام محضر کې په درو وهلي

طالبان د اسلامي امارت له بېرغ سره. د ۲۰۲۲ کال اګست

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، طالبان د اسلامي امارت له بېرغ سره. د ۲۰۲۲ کال اګست
    • Author, ماتیا بوبالو
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې د دریو ښځو په شمول ۱۲ کسان په داسې حال کې یوه لوبغالي کې په درو وهل شوي چې زرګونه کسانو ورته کتل.

یوه طالب چارواکي بي بي سي ته وویل، دا کسان د زنا، غلا او لواطت په ګډون د 'اخلاقي جرمونو ' له کبله محکوم شوي. دا په یوه تېره یوه میاشت کې دویم ځل دی، چې طالبانو حکومت په عام محضر کې دا ډول سزا ورکوي. دغه ډول سزا ورکول د ځینو په اند بېرته ۱۹۹۰ مو کلونو ته د ستنېدو په مانا دي، چې طالبانو لومړی ځل په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته ورته سزاګانې ورکولې.

په لوګر کې چې دغه سزاګانې په کې عملي شوي، د طالبانو یوه ویاند عمر منصور مجاهد وویل، د سزا له عملي کېدو وروسته ټولې درې ښځې خوشې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، یو شمېر نارینه وو ته د زندان سزا هم ورکړل شوې، خو هغه و نه ویل چې څومره کسان زنداني شوي دي. مجازات شویو ټولو نارینه وو او ښځو هر یوه ته له ۲۱ تر ۳۹ پورې د درو سزا ورکړل شوې.

رپوټونو کې ویل شوي، تېره اونۍ په تخار ولایت کې هم ۱۹ کسانو ته ورته سزاګانې ورکړل شوې.

په لوګر ولایت کې دا سزاګانې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له هغه امر یوه اونۍ وروسته ورکول کېږي چې قاضیانو ته یې وویل، د ځینو جرمونو لپاره باید مجرمینو ته له شریعت سره سمې سزاګانې ورکړي. د شرعي قوانینو په هکله د طالبانو له تعبیر سره سم په عام محضر کې د قصاص، سنګسار، او بدن غړو پرې کولو سزاګانې هم شاملې دي، خو طالبانو ځانګړي جرمونه او اړوند سزاګانې نه دي تشریح کړي.

طالبانو پروسږ کال په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته د نرمښت ژمنې کړې وې، خو د دوی د مشر وروستی امر ښيي چې د حقونو برخه کې یې دریځ سختېږي. له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۰ کال پورې د طالبانو لومړۍ واکمني کې پر دوی له دې کبله نیوکې کېدې چې په کابل لوبغالي او د هېواد نورو برخو کې یې په عام محضر کې د درو او او اعدام سزاګانې ورکولې.

طالبانو حکومت دغه راز ژمنه کړې وه، چې د ښځو ظالمانه ځپنه به نه تکراروي، خو دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته په سختۍ سره د ښځو حقونو اخیستي او یو شمېر هغه ښځې یې وهلې، ډبولې چې د حقونو غوښتنه کوي.