افغانستان کې ملګرو ملتونو داعش او طالبان د ملکيانو په وژنه او شکنجه تورن کړل؛ طالبانو رپوټ رد کړ

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) پخپل تازه رپوټ کې ویلي که څه هم په تېرو ۱۰ میاشتو کې افغانستان کې وسله واله جګړه کې پام وړ کموالی راغلی، خو د بشر حقونو سرغړونو او د ولسي وګړو مرګ ژوبله د پخوا په څېر روانه ده.
د یوناما په رپوټ کې د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ د ۲۰۲۲ جون تر ۱۵مې موده کې (له هغې ورځې راهیسې چې کابل د طالبانو لاس ته لوېدلی) د بشري حقونو پېښې مستندې کړې دي.
یوناما وايي، په تېرو لسو میاشتو کې افغانستان کې دوی ۲۱۰۶ ملکي تلفات (۷۰۰ وژل شوي، ۱۴۰۶ ټپیان) مستند کړي چې د مرګ ژوبلې ډېره برخه د "اسلامي دولت" نومې ډلې ته منسوبه شوې او د قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې یې بریدونه کړي دي.
په رپوټ کې پر طالبانو هم تور لګول شوی چې په تېرو لسو میاشتو کې یې ګڼ شمېر ملکي کسان او خپل وسلوال مخالفین په ناقانونه توګه وژلي یا شکنجه کړي دي.
خو طالبانو د ملګرو ملتونو دا وروستۍ رپوت هم د تېرو هغو په څېر رد کړی او وایي، د رپوت موندنې بې اساسه او پر ناسمو مالوماتو ولاړې دي.
په رپوټ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي چارسمبالي ځانګړي استازي مارکس پوتزل له خولې ویل شوي "زموږ نظارت ښيي چې د اګسټ له ۱۵مې راهیسې د امنیتي وضعیت له ښه کېدو سره سره، د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو بشري حقونو بې برخې دي".
له دې وړاندې هم د بشري حقونو او د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه رپوټونه خپاره کړي وو.
د دغو بنسټونو په رپوټونو کې هم ویل شوي وو چې په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې شوي او د "طالبانو حکومت" یې په خپلسرو وژنو تورن کړی و- هغه څه چې طالبانو تل رد کړي دي.
یوناما وايي، د تېر کال له اګسټ میاشتې له نیمايي راپدېخوا په ښوونه او روزنه کې د بشپړ ګډون، په کار ځای، عام او د ورځني ژوند په نورو اړخونو کې د ښځو او نجونو ګډون په تدریجي ډول محدود شوی او په ډېرو مواردو کې په بشپړه توګه له منځه وړل شوی.
ثانوي دورې ښوونځیو ته د نجونو د نه ورتګ پرېکړه په دې معنی ده چې د نجونو یو نسل به خپل ۱۲ کلن لومړني تعلیمات بشپړ نه کړي".
په رپوټ کې ویل شوي، د ملکي وګړو د خوندیتوب، له محاکمې پرته وژنې، شکنجې او ناوړه چلن، په خپل سر نیول او توقیف، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو، بنسټیزو ازادیو او د توقیف ځایونو د وضعیت په اړه د یوناما موندنې خلاصه کوي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په ورته وخت کې، رپوټ کې د طالبانو د حکومت هغه ګام ستایل شوی، چې د پخواني حکومت چارواکو او امنیتي ځواکونو ته یې بښنه کړې، خو دا بښنه "په دوامداره توګه نه ده پلی شوې، بلکې د پخوانیو دولتي او امنیتي چارواکو لږ تر لږه ۱۶۰ وژنې مستندې شوې دي".
یوناما وايي، له وسله والو ډلو سره د تړاو په تور له محاکمې پرته د ځینو کسانو د وژلو او د اخلاقي جرمونو په تور یې له قضا پرته ظالمانه، نا انساني او سپکوونکې سزاګانې هم مستندې کړې دي.
د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او د څارګرو ادارو ډېری لارښوونې د افغانانو، په تېره د ښځو او نجونو بشري حقونه او ازادۍ محدودوي.
د یوناما رپوټ د هغو مواردو په اړه توضیحات ورکوي چې د واکمنو چارواکو استخبارات له محکمې پرته وژنو، ځورونو، نا سم چلن او په خپل سر نیونو په ګډون له دوی سره په توقیف کې د شته کسانو پر وړاندې د بشري حقونو په سرغړونو کې دخیل وو.
په دې لس میاشتني رپوټ کې د طالبانو واکمنۍ کې د بیان او نظر د ازادۍ محدودیتونو ته په اشاره ویل شوي، چې ځینې خبریالان، د مدني ټولنې فعالان او لاریونیان په خپلسري ډول نیول شوي او د رسنیزو ادارو کارونه محدود شوي دي.
د توقیف ځایونو په اړه رپوټ کې راغلي، چې په روان ۲۰۲۲ کال کې د بندیانو لپاره د خوړو، طبي پاملرنې او حفظ الصحې د تجهیزاتو کموالی راغلی او د بندیانو د حرفوي زدکړو او روزنې هغه پروګرامونه بند شوي چې مخکې نړیوالې ټولنې تمویلول.
په دې رپوټ کې د هېواد کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو او د بشري ناورینونو له امله، د بشري حقونو وضعیت په ټول هېواد کې په بیساري ډول خراب شوی او لږترلږه ۵۹ سلنه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، چې د ۲۰۲۱ کال د پیل پرتله ۶ میلیونه وګړي زیاتوالی ښيي.
په رپوټ کې پر نړیوالې ټولنې غږ شوی چې له افغانانو سره د بېړنیو او بشري اساسي اړتیاوو پوره کولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
رپوټ ته د طالبانو غبرګون

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته د یوناما د تازه رپوټ موندنې رد کړې او وايي داسې هېڅ موارد نه لري چې خپلسرې نیونې ویا وژنې دې پکې شوې وې.
ښاغلي مجاهد ادعا وکړه چې عدلي او قضايي ارګانونه یې هرځای کې فعال دي او د ستونزو ته رسیدګي کوي.
"له بده مرغه د ملګرو ملتونو ادارې دغه محاسبې د ناسمو مالوماتو پر اساس وړاندې کوي، دقت نه کوي او ښکاري چې داسې یو میکانیزم نه لري چې یوه پېښه ثابته کړي او په اړه یې رپوټ ورکړي، تل د شایعاتو او پروپاګند پر بنسټ رپوټونه خپروي".

رپوټ کې نور څه راغلي؟

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- د یوناما رپوټ په مهمو موندنې کې راغلي، چې افغانستان کې واکمنو چارواکو له محاکمې پرته ۱۶۰ کسان وژلي، ۱۷۸ یې پخپل سر نیولي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو د ځورونې او ناوړه چلن ۵۶ پېښې یې ثبت کړې دي.
- رپوټ وايي، له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره د تړاو په تور واکمنو چاروانکو ۵۹ کسان وژلي، ۲۲ یې نیولي او له ۷ سره یې ناوړه چلن کړی دی.
- د یوناما رپوټ کاږي، د "ملي مقاومت" په نوم له جبهې سره د اړیکې په تور له محاکمې پرته ۱۸ کسان وژل شوي، له ۵۴ کسانو سره ناوړه چلن شوی او ۱۱۳ کسان نیول شوي دي.
- د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵مې راپدېخوا، "له ظالمانه، غیر انساني او سپکاوي ډکو مجازاتو ۲۱۷ پېښې ثبت شوې دي".
- د بشري حقونو سرغړونو کې ۱۷۳ خبریالان او د رسنیو کارمنان اغېزمن شوي، چې له ډلې یې ۱۶۳ پېښې واکمنو چارواکو ته منسوبې شوې دي. ۱۲۲ کسان پخپل سر نیول شوي، له ۵۸ سره ناوړه چلن شوی او ۳۳ ته ګواښ شوی دی.
- رپوټ وايي، په تېرو لسو میاشتو کې افغانستان کې شپږ خبریالان وژل شوي (چې پنځه یې د داعش ډلې او یو یې نامالومو کسانو وژلی).










