يوناما: د سولې مذاکراتو له پیلېدو وروسته افغانستان کې ملکي تلفات ډېر شوي

د عکس سرچینه، EPA
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي 'یوناما' پخپل تازه رپوټ کې وايي، که څه هم ۲۰۲۰ کال افغانستان کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه راټیټه شوې وه، خو په تېره سپتمبر میاشت کې د سولې د مذاکراتو له پیلېدا وروسته په دې هېواد کې ولسي تلفات ډېر شوي دي.
یوناما د سې شنبې په ورځ (فبروري ۲۳مه) په یوه تازه رپوټ کې ویلي، په ۲۰۲۰ کال د طالبانو او امریکا ترمنځ سولې تړون په لاسلیکېدو او د بین الافغاني خبرو پیلېدو سره میلیونونه افغانانو د ریښتینې سولې ته هیلهمن شول، خو د کال په اوږدو کې جګړې دوام وکړ، که څه هم د تېر کال لومړیو نهو میاشتو کې د اخترونو پرمهال د اوربند له امله ملکي تلفات راکم شول، خو د کال په وروستیو درېیو میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله په بې ساري ډول لوړه شوه.
یوناما وايي، د تاوتریخوالي او ناامنیو په ډېرېدو د تل پاتې سولې لپاره هیلې له منځه ولاړې.
د رپوټ له مخې، د جګړې په دوام، د تاوتریخوالي نورې بڼې هم ډېرې شوې، چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه هم وختله.
ملګري ملتونه په دې رپوټ کې وايي، د امریکا او طالبانو له هوکړې ورسته، په ښارونو کې د دولت ضد مخالفانو، په تېره د طالبانو بریدونه او د نړیوالو ځواکونو بمباریو له کبله په ملکي تلفاتو کې کمښت ولیدل شو.
د رپوټ موندنې ښيي، چې د تېر ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ د ډسمبر تر ۳۱مې، یوناما ۸۸۲۰ ملکي تلفات (۳۰۳۵ مړه او ۵۷۸۵ ټپیان) ثبت کړي، چې د وړم کال د همدې مودې د ثبت شوې ملکي مرګ ژوبلې پرتله ۱۵ سلنه کموالی ښيي، او دا له ۲۰۱۳ کال راهیسې د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو ټیټ شمېر ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، UNAMA
یوناما وايي، د تېر کال وروستۍ ربعه کې د ملکي تلفاتو په ناڅاپي ډېرېدو اندېښمنه ده.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما" له ۲۰۰۹ کال راهیسې په سیستماتیک ډول د افغانستان د جګړې ملکي تلفات ثبتوي او په بېلابېلو وختونو کې خپل رپوټونه خپروي.
د تازه رپوټ پربنسټ، د تېر کال وروستیو درېیو ربعو کې د ۲۰۱۹ کال پرتله ۴۵ سلنه ملکي تلفات، په ځانګړي ډول په لاس د جوړو شویو ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو او د هدفي وژنو له امله ډېر شوي.
یوناما وروستیو ناامنیو او هدفي وژنو ته په کتو وايي، د ډار چاپېریال لا بدتر شوی دی. یوناما پر سوله ییز حل او د سولې پر مذاکراتو ټینګار کوي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، دولت ضد عناصر لا ههم د ډېری ملکي تلفاتو لامل ګڼل کېږي، خو دولت پلوه ځواکونه هم د ملکي مرګ ژوبلې په ډېرېدو کې ونډه لري.
د تېرې سپتمبر پر ۱۲مه قطر کې د افغانستان د دولت د مذاکراتي ټیم او طالب مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې، خو لا تراوسه کومې څرګندې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.
د حکومت او طالبانو غبرګون
د افغانستان ملي امنیت شورا دې رپوټ ته په غبرګون کې ویلي، افغان امنیتي ځواکونه د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره پوره هڅې کوي، خو دا چې وسلوال طالبان ولسي ځایونه د سپر په توګه کاروي نو ځکه عامو خلو ته مرګژوبله اوړي.
ملي امنیت شورا همدا راز ادعا کوي چې د ولسي وګړو وژنې برخه کې د طالبانو مسئولیت تر هغه خورا ډېر دی چې په دې رپوټ کې راغلي، ځکه دې ډلې افغانستان کې نورو ترهګرو فعالیتونو ته زمینه برابره کړې ده.
وسله والو طالبانو د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د رپوټ په غبرګون کې ویلي، "متأسفانه دا راپور یوځل بیا هم په سلیقوي ډول په هیواد کې د روانې ملکي مرګ ژوبلې اصلي عاملین پټوي او د پيښو د اکثریت مسئولیت د اسلامي امارت مجاهدینو ته منسوبوي."
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې ګواکې دغه رپوټ د "غلطو معلوماتو" او د افغان دولت د څارګرو بنسټونو او نورو پوځي ارګانونو پر بنسټ جوړ شوی او دوی یې ردوي.









