افغان حکومت: د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما پر رپوټ اندېښمن یو

افغانستان

د عکس سرچینه، ZABUL PROVINCIAL COUNCIL

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي کابل

افغان حکومت د ملکي کسانو مرګژوبلې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې. د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي، له ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي چې د مرګژوبلې کره شمېر معلوم شي.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما وویل، د روان زېږدیز کال تېرې درې میاشتې ملکي کسانو ته تر بل هر وخته ډېرې خونړۍ وې.

یوناما په خپل تازه راپور کې، چې نن 'پنجشنبه اکتوبر ۱۷ مه ' ناوخته خپور شو، ویلي په جولای، اګست او سپتمبر میاشتو کې څه باندې څلور زره ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا ادارې په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي حکومت ملکي خلکو د تلفاتو پېښو څېړنه کوي او د ملکي تلفاتو مخنیوي پر لارو چارو غور کوي.

راپور کې د کال د نهو میاشتو مرګژوبله له اتو زرو پورته ښودل شوې، خو ویل شوي چې دا شمېره د پروسږ کال له ورته مودې سره کوم توپیر نه لري.

ملکي خلک

د عکس سرچینه، Getty Images

راپور کې راغلي، د ملکیانو مرګژوبله په هغو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېده چې د قطر پلازمېنه دوحه کې امریکایي او طالب مرکچیان په خبرو بوخت وو.

په راپور کې راغلي، دې موده کې ۴۳۱۳ ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۱۱۷۴ وژل شوي او ۳۱۳۹ ټپيان دي. یوناما دا مرګژوبله د تېر کال د ورته مودې پرتله ۴۲ سلنه لوړه ښودلې او ویلي دي چې په دریو میاشتو کې اوښتې دا مرګژوبله په تېرو ۱۰ کلونو کې بې سارې ده.

یوناما خپل راپور کې د ۲۰۱۹ کال د لومړیو نهو میاشتو مرګژوبلې ته هم اشاره کړې ده. دې موده کې ټولټال مرګژوبله ۸۲۳۹ ښودل شوې چې له ډلې یې ۲۵۶۳ وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپيان دي.

د مرګژوبلې د نهو میاشتو شمېره د تېر کال ورته مودې مرګژوبلې ته ورته ښودل شوې ده.

د یوناما په دې راپور کې راغلي چې سږکال د نورو کلونو پرتله د حکومت پلوه ځواکونو له خوا د مرګژوبلې شمیر زیات شوی دی. دوی د ولسي وګړو د وژنې ۴۵ سلنه عامل حکومت، ۴۷ سلنې لامل د حکومت وسله وال مخالفان او اته سلنې هغه بریدونه یاد کړي چې اصلي لوری یې څرګند نه دی.

په راپور کې یو ځل بیا د ولسي وګړو د ټپي کېدو ډېره پړه د حکومت پر وسله والو مخالفانو اچول شوې ده، د راپور له مخې ۶۹ سلنه ملکیان د حکومت وسله والو مخالفانو او ۲۱ سلنه د حکومتي ځکواکونو په بریدونو کې ټپیان شوي دي.

راپور کېاسلامي دولت یا داعش ډلې ته منسوب بریدونه د تېر کال نهو میاشتو مودې پرتله کم ښودل شوي او دغه وسله واله ډله ملکیانو ته د ۱۲ سلنې مرګژوبلې لامل یاده شوې ده.

یوناما په دغه راپور کې ویلي چې د یاد شمېر مرګژوبلې ۴۱سلنه ښځې او ماشومان دي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، دوی ته منسوبه شوې مرګژوبله نه مني.

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

مجاهد وایي، راپورکې د بهرنیو ځواکونو پر کړنو پرده اچول شوې او د ده په خبره، ډېره ملکي مرګژوبله د افغان او بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې اوړي.

د یوناما په راپور کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو په حواله راغلي چې د جګړې ښکېلې ډلې لا هم د ملکیانو خوندیتوب ته پام نه کوي.

ښاغلي یاماموتو ویلي، د مرګژوبلې په شمېر کې دا زیاتوالی دا اهمیت په ډاګه کوي چې سولې، اوربند او په ټوله کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره کار وشي.