د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان هرات کې د بشري حقونو ضد جدي سرغړونې کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي طالبان په هرات ولایت کې له ازاد ګرځېدو، کار او تعلیم نه د ښځو په منع کولو سره د بشري حقونو ضد جدي سرغړونې کوي. د بشري حقونو د څار سازمان دې لړ کې د طالبانو د ځايي ادارې له خوا پر ښځو د ځانګړو جامو اجباري کولو یادونه هم کړې ده.
دا سازمان وايي هرات کې یې له اوو مېرمنو سره د دوی په ژوند کې د هغو بدلونو په اړه خبرې کړي چې د طالبانو له راتګ وروسته رامنځته شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په بیان کې چې نن ( پنجشنبه سپتمبر ۲۳) خپور شوی، د پوهنتون یوې محصلې له قوله ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو را وروسته موده کې یوازې دوه ځله له کوره وتلې ده.
دې محصلې ویلي : "دا غیر عادي حالت دی چې نه مطالعه وي، نه زده کړه وي او یوازې دیوالونو منځ کې ایساره وې. دا لکه زندان دی، دې وضعیت زه او نورې اکثره هغې نجونې او ښځې چې ما ورسره خبرې کړي په ژورخفګان ناروغۍ اخته کړي دي "
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هغو ښځو ته چې دندې لري وویل شول چې تر بلې وینا او تر هغه چې د دوی په اصطلاح د کار لپاره سم چاپیریال نه وي رامنځته شوی دندو ته دې نه ورځي.
د منځنۍ او ثانوي دورې ښوونځیو نجونو زده کوونکو ته هم ښوونځي ته د تګ اجازه لا نه ده ورکړل شوې. پوهنتونونو ته هم ویل شوي چې نجونې او هلکان دې یو ځای زدکړې نکوي.

تېره اونۍد طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق له بي بي سي سره په خبرو کې وویل د نجونو ښوونځي هم په تدریجې ډول پرانستل کېږي او اوس مهال د دوی مشران پر دې بحث کوي چې د نجونو د زده کړو لپاره ښه چاپیریال برابر شي.
ښاغلي وثیق زیاته کړه چې وار دمخه د کورونا او ځینو نورو مسایلو له امله د زده کړو بهیر ځندیدلی خو دوی هڅه کوي چې ژر د نجونو پرمخ هم د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
طالبانو د بشري حقونو د څار سازمان د دې تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې ویلي چې د اسلامي شریعت په رڼا کې دوی ښځو ته د کار او زدکړې حق ورکوي.
د ښځو په اړه د طالبانو دریځ په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي. د افغانستان په څو ښارونو کې یو شمېر ښځو لاریونونه وکړل او د خپلو حقونو غوښتنه یې وکړه.
د دې لاریونونو لړ کې څو ورځې وړاندې یو شمېر مېرمنو کابل ښار کې وروسته له هغه لاریون او اعتراض وکړ چې د طالبانو د نوې کابینې له خوا د ښځو چارو وزارت ودانۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته ځانګړې شوه.
طالبانو کابینه کې د ښځو چارو وزارت نشته خو ویلي یې دي چې په پام کې لري د ښځو د چارو لپاره یوه بله اداره رامنځته کړي.
تر اوسه د دې ادارې د څرنګوالي په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي.









