د طالبانو حکومت د خپل مشر له پرېکړې وروسته، لغمان کې پر یو کس "قصاص" حکم پلی کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د طالبانو حکومت لغمان کې د اجمل په نامه یو سړی نن سه شنبه د جون پر شلمه د څو "قتلونو په جرم" قصاص کړی دی.
د طالبانو د سترې محکمې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد کس په دوو بېلابېلو ځایونو کې پنځه کسان وژلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دا دویم ځل دی چې د "قصاص حکم" پلی کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي پر دغه سړي چې د کابل د ګلدرې ولایت اوسېدونکی و، د قصاص حکم د لغمان ولایت د والي دفتر تر څنګ عیدګاه جومات کې پلی شوی دی او یاد کس ته یې په عام محضر کې سزا و رکړې ده.
لا روښانه نه ده چې دغه کس اعدام شوی او که یا هم په ډزو وژل شوی دی.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د خبرپاڼې په ټکو: "دغه موضوع د اسلامي امارت محاکمو ته له راجع کېدو وروسته د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدایه، مرافعه او تمیز) له خوا په ډېر دقیق ډول وڅېړل شوه چې د هرې محکمې له خوا پرې د قصاص حکم صادر شو."
خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد حکم د درې ګونو محاکمو وروسته پر تورن کس د "قصاص حکم" د طالبانو مشر مولوي هبت الله له خوا هم تایید شوی او د پلي کېدو امر یې کړی و.
طالب چارواکي د دغه ډول سزاګانو د پلې کېدو لپاره ګڼ شمېر ځايي خلک ورغواړي خو خبریالانو ته یې له نژدې د خبري پوښښ اجازه نه ورکوي.
له دې وړاندې په لومړي ځل فراه کې د طالبانو له خوا پر یوه سړي د قصاص حکم جاري شو او په عام محضر کې په ډزو وېشتل شوی و چې د نړیوال سخت غبرګونونه یې راوپارول.
د بشري حقونو سازمانونو او لویدیځ هېوادونو دا کار یو "غیر انساني عمل" یاد کړی و، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په عام محضر کې د سزا ورکولو په هکله د بشري حقونو سازمانونو او لوېدیځو هېوادونو نیوکې ''د اسلام دین ته بې احترامي'' بللې وې.
د طالبانو له دې دویم ځل حکم داسې ښکاري، چې په پرېکړو کې یې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی او د نړیوالو غبرګونونه یې له پامه غورځولي.










