د بریتانیا لومړی وزیر په 'تاریخي سفر' د جي-۲۰ غونډې لپاره هند ته ځي
- Author, کریس ماسون
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، EPA
د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک د هند پلازمېنې ډیلي ته په جي-۲۰ غونډه کې د ګډون لپاره سفر کوي. دی لومړنی هندی الاصله بریتانوی لومړی وزیر دی، چې هند ته ځي.
د نوموړي دفتر ویلي، دا د دواړو هېوادونو تر منځ د یوه ژوندي پل یوه پیاوړې یادونه ده. له ښاغلي سوناک سره یې مېرمن اکشاتا مورتې هم ډیلي ته ځي، چې په هند کې زېږېدلې.، همالته لویه شوې او د هند له خورا شتمنو کسانو د یوه لور ده.
جي-۲۰ د نړۍ ۱۹ سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډ سازمان دی، چې سږ کال یې نوبتي غونډه په هند کې کېږي. د دې سازمان په هکله ویل کېږي چې یوازې یوه دیپلوماتیکه ګډوله ده، ځکه غړي هېوادونه یې له سترو اقتصادونو پرته نور ډېر مشترکات نه لري.
خو همدا یې اهمیت هم بلل کېږي، ځکه د دې سازمان په غونډه کې د نړۍ هغه مشران سره یو ځای کېږي، چې هېوادونه یې د نړۍ اقتصادي واګې په لاس کې لري. دا د ۲۱ پېړۍ یو داسې تولید بلل کېږي چې په ۱۹۹۹ کې رامنځته شو او د ۲۰۰۸ کال له اقتصادي بحران وروسته یې وده وکړه.
په همدې غونډه کې مشران فرصت مومي چې له یوه بل سره هم مخامخ لیدنې وکړي، خو د سږ کال میلمنو لیست کې شامل دوه خورا مهم کسان په اوسنۍ غونډه کې ګډون نه کوي. د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین سږ کال هم د تېر کال په څېر غونډې ته نه ورځي.
د بریتانیا لومړي وزیر په دې هکله وویل: ''ولادیمر پوتین یو ځل بیا جي-۲۰ غونډې ته په مخ ورښکارولو کې پاتې راغی. دی هغه څوک دی، چې ځان ته یې تبعید غوره کړی، ځان یې په خپله ولسمشریزه ماڼۍ کې ګوښی کړی او د واقعیت او نیوکو مخه یې نیولې ده.''
یو بل مهم مشر د چین ولسمشر شي ژین پینګ دی، چې دې غونډه کې ګډون نه کوي. د جي-۲۰ ځینې غړي هېوادونه بیا د اوکرایین په موضوع کې د نورو پرتله خورا لږ ژمنتیا ښيي. د بېلګې په توګه کوربه هند یادېږي، چې اوس هم له روسیې پریمانه تېل اخلي.
د سوداګرۍ خبرې
د بریتانیا لومړی وزیر به د غونډې په څنډه کې له هندي سیال نریندرا مودري سره وویني او داسې فکر کېږي چې د هند او بریتانیا ازادې سوداګرۍ هوکړې په هکله به ورسره خبرې وکړي.
داسې هیلې په ډېرېدو دي، چې دا هوکړه ښايي ډېر ژر وشي. که څه هم د بریتانیا لومړي وزیر دفتر په دې هکله د مشخص وخت له یادولو ډډه کړې، خو د هند مالیې وزیره نیرملا سیتارامن وايي، دا هیله منه ده چې د سږ کال له پایه مخکې به دا هوکړه وشي.











