د اوکرایین د جګړې په باب د جي ۲۰ ناسته کې اختلاف

د عکس سرچینه، Reuters
د لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو د مالیې وزیران د هند بنګلور کې د اوکرایین د جګړې له کبله د یوې ګډې بیانیې پر سر هوکړې ته په رسېدو کې پاتې راغلل.
روسیې او چین د جي ۲۰ هېوادونو خبرو کې پر اوکرایین د روسیې د یرغل له غندلو ډډه کړې ده.
مسکو پر لوېدیځو هېوادونو د ناستې د بېثباته کولو او (روسضد) دریځ خپلولو تورن کړي دي.
د فبرورۍ ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې له یرغل یو کال پوره کېږي- دې جګړې د نړۍ پر اقتصاد پاموړ اغېز کړی دی.
د جي ۲۰ هېوادونو مخکنۍ غونډې په اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې د غندلو له پراخ غبرګون سره مخامخ شوې او کومې ګډې بیانیې خپرولو ته سره نه دي رسېدلي.
هند چې د اوسنۍ غونډه کوربه دی، د دغې ناستې لنډیز خپور کړی او وايي چې په دې دوه ورځنۍ ناسته کې "د وضعیت او بندیزونو په اړه بېلابېلې ارزونې" شته.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا مسله ډېره د افسوس وړ ده چې د "جي ۲۰ هېوادونو فعالیتونه هم د لوېدیځو هېوادونو له لوري بېثباته کېږي او د روس ضد بڼه خپلوي".

د عکس سرچینه، Reuters
روسیې پر امریکا، اروپايي ټولنې او د جي ۷ هېوادونو پر غړو د "ښکاره باج غوښتلو" تور لګولی او له دوی یې غوښتي چې "د څو قطبي نړۍ عیني واقعیتونه ومني".
یوه لوړپوړي هندي چارواکي اجې ست خبریالانو ته وویل "د ۲۰ ډلې د کار بڼه اقتصادي او مالي مسلو ته رسېدنه ده".
دی زیاتوي "۱۸ غړو هېوادونو داسې انګېرله چې جګړې د نړۍ پر اقتصاد اغېز کړی او اړینه ده چې اشاره ورته وشي".
د جرمني د مالیې وزیر کریسټین لینډنر وویل: "دا یوه جګړه ده. او دا جګړه یو لامل لري، یوازې یو لامل، چې هغه روسیه او ولادیمیر پوتین دی. دا باید د ۲۰ ډلې په مالي ناسته کې په ښکاره وویل شي".
بیجینګ تېره اونۍ د اوکرایین د جګړې په تړاو خپلې ډیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړې دي. ددغه هېواد یو جګپوړی چارواکی وانګ يي اروپا ته په سفر بیا روسیې ته هم ولاړ چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له تود هرکلي سره مخامخ شو.
چین د مذاکراتو په اړه د "سولې" یوه ۱۲ ماده ییزه طرحه خپره کړې چې د "ټولو هېوادونو د ملي حاکمیت درناوي" او د "یو اړخیزه بندیزونو درولو" غوښتنه پکې شوې ده.











