ملګرو ملتونو د رایو په غوڅ اکثریت پر اوکرایین د روسیې یرغل وغانده

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
نن جمعه پر اوکرایین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د دې ورځې درشل کې هغه پرېکړه لیک په غوڅ اکثریت تصویب کړی چې پر اوکرایین د روسیې یرغل غندي.
دا پرېکړه لیک د جګړې درېدو او له اوکرایینه د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.
۱۴۱ هېوادونو دا پرېکړه لیک تایید کړ، ۳۲ ممتنع رایې وکارولې او د روسیې په ګډون یوازې ۷ مخالفی رایې ورکړې.
نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دغه پرېکړه لیک ته رایې تر هغې وروسته واچول شوې چې ویانا کې هم د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان پارلماني غونډه کې د روسیې د وینا پر مهال ګڼ شمېر استازي له تالاره ووتل.
دا پرمختګونه داسې مهال دي چې د جمعې پر ورځ پر اوکرایین د روسیې یرغل یو کال پوره کېږي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا تصویب شوي پرېکړه لیک کې هر څه ژر د سولې پر ټینګښت ټینګار وشو.
دا پرېکړه لیک د روسیې لخوا پر خپله خاوره د اوکرایین د لاندې شویو سیمو ورګډول ردوي او د دغه هېواد د "حاکمیت" او "ځمکنۍ بشپړتیا" ملاتړ کوي.
تېر سپتمبر مسکو کې د روسیې پارلمان غړو دې ته رایه ورکړه چې د اوکرایین څلور سیمې به د روسیې پر خاوره ورګډېږي.
اوس ملګرو ملتونو وغوښتل چې د روسیې فېدراتیف باید خپل ټول ځواکونه سملاسي، له قید او شرط پرته په بشپړ ډول د اوکرایین له خاورې او په نړیواله کچه پر رسمیت د دغه هېواد له پېژندل شویو پولو وباسي.
دا پرېکړه که څه هم له قانوني اړخه الزامي بڼه نه لري، خو له سیاسي پلوه یې تله درنه ده.
پرېکړه لیک په غوڅ اکثریت تصویب شو، خو ۳۲ ممتنع رایو کې د چین، هند، سویلي افریقا او ایران په څېر پام وړ رایې هم شاملې وې.
پخپله روسیه، بېلاروس، شمالي کوریا، سوریه، اېریتریا، مالي او نیکاراګوا هغه هېوادونو وو چې دغه پرېکړه لیک ته یې د مسکو په ملاتړ مخالفې رایې ورکړې.
د اوکرایین بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولېبا وایي دغو رایو "روښانه کړه چې روسیه باید خپل غیر قانوني یرغل پای ته ورسوي" او دا چې "د اوکرایین ځمکنۍ بشپړتیا بېرته پر ځای شي."
هغه پر خپل ټویټر لیکلي "تر هغې یو کال وروسته هم چې روسیې بشپړ یرغل پیل کړ، اوکرایین سره نړیوال ملاتړ پیاوړی پاتې دی."
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د دغه پرېکړه لیک په تړاو د رایو له اچول کېدو وړاندې ویانا کې د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان غونډه کې پر دې غوسه وښودل شوه چې ولې د روسیې پلاوي ته ورتګ او دې غونډه کې ګډون لپاره ویزه صادره شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوکرایین او لیتوانیا دا ناسته له دې کبله په چورلټ ډول بایکاټ کړه چې اتریش ورته د اروپايي ټولنې له ځینو بندیزونو سره سره له مسکوه چارواکي وربللي وو.
خو د اتریش حکومت وویل دا چې د 'او اېس سي يي' کوربتوب ور ترغاړې دی، نو د نړیوال قانون له مخې پر دغه کار مکلف دی.
د لیتوانیا استازي ریهارډس کولس دې جلسې ته د روسي استازو و پرېښودل "شرم وړ" او داسې ننګونه وبلله چې سترګې پرې پټې شوې.
او تر دې وروسته چې کله د روسي استازو د وینا وخت را ورسېد، نو ګڼ شمېر استازي له تلاره ووتل.
د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان 'او اېس سي یي' په ۱۹۷۵ کال د دې لپاره رامنځته شوی چې د لوېدیځ او ختیځ بلاک ترمنځ اړیکې ورغوي.
د ناټو غړي هېوادونه او د روسیې متحدان اوس د دغه سازمان غړیتوب لري.









