اوکرایین جګړه؛ د نویو بریدونو خبرداری ورکړل شوی

Ukrainian servicemen walk an empty street near buildings damaged by a Russian military strike, in the front line city of Vuhledar

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

په داسې حال کې چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل کلېزه پوره کېږي، په دې هېواد کې د روسي ځواکونو د تازه بریدونو خبرداری ورکړل شوی دی.

د اوکرایین پوځي استخباراتو ادارې مشر کېریلو بودانوف له یوې ځايي خبري وېبپاڼې سره خبرو کې ویلي، روسیه د فبرورۍ پر ۲۳ مه او ۲۴ مه د توغندیو ''یوه کوچني برید پلان لري. '' نوموړي زیاته کړې، اوکرایینيانو مخکې هم دغه ډول بریدونه تجربه کړي دي او په وینا یې د هېواد لپاره به یې دا ''غیر عادي '' پېښه نه وي.

نوموړي له یوکراینسکا پراودا نومې پاڼې سره خبرو کې وویل: ''رښتیا وایم، موږ له شل ځله ډېر داسې وضعیت تجربه کړی دی. ''

بل لور د اوکراییني پوځونو مشرتابه مقام ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسي پوځ ۷۹۰ کسان وژل شوي دي. د اوکراییني چارواکو له دې وروستیو شمېرو سره په دې هېواد د روسیې له یرغل راهیسې د وژل شویو روسي پوځیانو شمېره ۱۴۵ زره ۸۵۰ کسانو ته رسېدلی دی.

اوکراییني پوځیان وايي، دوی کوپیانسک، لېمان او باخموت په ګډون بېلا بېلو سیمو کې د روسي ځواکونو نژدې ۹۰ بریدونه په شا تمبولي دي. بي بي سي نه ده توانېدلې مقابل لوري ته د سر زیان اړولو په هکله د اوکراییني او روسي پوځیانو ادعاوې له ازادو سرچینو تائید کړي.

بل لور داسې تمه کېږي چې پر اوکرایین به د روسیې یرغل له یوه کال پوره کېده په مناسبت ملګري ملتونه یوه قرارداد تصویب کړي چې پر اوکرایین به د روسي پوځ یرغل پکې وغندل شي او ژر تر ژره به د سولې ټینګښت غوښتنه پکې وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په دې هکله د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې د روسیې یرغل غندلی او دا چاره یې ''د نړۍ ټولیز وجدان ته سپکاوی '' بللی دی. ښاغلي ګوتېرش پر اوکرایین د روسیې یرغل ''د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوال قانونه سرغړونه '' بللې ده.