اوکرایین کې د جګړې پای لپاره د بېجېنګ وړاندیز؛ زېلېنسکي چیني ولسمشر سره د لیدو غوښتنه کړې

اوکرایین

د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، پلان لري د جګړې پای ته رسېدو اړوند د بېجېنګ پر وړاندیز بحث لپاره د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره وګوري.‌

ښاغلي زېلېنسکي پر خپل هېواد د روسیې د تمام عیاره یرغل د لومړۍ کالیزې په مناسبت وینا کې زیاته کړې، دا وړاندیز ښيي چې چین سولې ته د رسېدو هڅو کې ښکېل دی.

هغه ویلي "واقعآ‌ غواړم باور وکړم چې چین به روسیې ته وسلې نه ورکوي."

د چین لخوا رامخ ته شوی وړاندیز د سولې پر خبرو او ملي حاکمیت ته په درناوي ټینګار کوي.‌

د ۱۲ مادو دغو سند کې که څه هم پر روسیې لګول شوي "یو اړخیز بندیزونه" غندل شوي خو دا پکې په زغرده نه دي ویل شوي چې روسیه باید له اوکرایین خپل ځواکونه وباسي.

بېجېنګ تر اوسه ښاغلي 'شي' سره د اوکرایین د ولسمشر د ناستې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

مسکو د چین د سولې وړاندیز ستایلی.‌

د روسیې بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیه کې ویلي‌ "موږ له بېجېنګ سره هم نظره یو."د یادونې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن روانه اوونۍ ویلي و چې چین روسیې ته د وسلو او مهماتو په ورکولو غور کوي.

خو د هغه دا ادعا د بېجېنګ لخوا په کلکه رد شوې وه.‌

امریکايي رسنیو پرون جمعه یو ځل بیا رپوټ ورکړ چې د چین حکومت روسیې ته د ډورن الوتکو او د توپخانې مرمیو په ورکړې غور کوي.‌

د امریکا ولسمشر جو بایډن د چین د سولې پلان په اړه د 'اې‌سي‌بي' نیوز د پوښتنې ځواب کې ویلي "[روسیې ولسمشر ولادیمیر] پوتین یې ستایي، نو څنګه یې ښه بللی شو؟"

هغه زیاته کړې "ما دغه پلان کې داسې څه نه دي لیدلي چې وښيي داسې څه پکې شته، چې له روسیې پرته د بل چا په ګټه وي."

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د بي بي سي د نړیوالو چارو ایډیټور جان سېمپسون وايي چین به که څه هم غواړي په یوه ډول د وړو پزې اېښودونکي دغه تړون په برابرولو سره د پوتین ژغورلو ته یوه لاره ومومي، خو داسې ښکاري‌ چې د روسې پلوي‌ کوي.

چین دا وړاندیز تر هغې وروسته رامخ ته کړی چې بهرنیو چارو وزیر یې 'وانګ يي' چارشنبه د مسکو سفر پر مهال له ولسمشر پوتین او بهرنیو چاورو وزیر سرګیې لاوروف سره ولیدل.

د چین د دولتي خبري اژانس سینهوا تر دغو لیدنو وروسته د ښاغلي‌ وانګ په حواله لیکلي وو چې بېجېنګ غواړي مسکو سره "سیاسي بارو" او "ستراتېژیکه همغږي" پياوړې کړي.

د چین لخوا د سولې رامخ ته شوی وړاندیز د نورو لویدیزو چارواکو لخوا هم له سوړ هرکلي سره مخ شوی.

په دې لړ کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي بېجېنګ "ډېر اعتبار نه لري" ځکه "پر اوکرایین د ناقانونه یرغل غندلو کې پاتې راغلی."

روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه د ولادیمیر پوتین په امر پر اوکرایین پراخ برید وکړ.

دغو ځواکونو د جګړې لومړیو څو ورځو کې د اوکرایین شمال،‌ ختیځ او سویل کې پام وړ پرمختګ درلود.

خو پر پلازمېنه کیېف یې برید ژر په شا وتمبول شو او اوکراییني‌ ځواکونو وروسته ترې ځینې له لاسه وتلې سیمې هم بېرته ونیوې.

د اوکرایین روانه جګړه تر دویمې نړیوالې جګړې راوروسته اروپا کې تر ټولو ستره هغه ده.