په "جي شل" غونډه کې امریکا او روسیې پر یو بل سختې نیوکې وکړې

د عکس سرچینه، Getty Images
اوکرايين کې د روسیې یرغل په نوي ډیلي کې د جي ۲۰ هېوادو پر غونډه څرګند اغیز درلود که څه هم د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د غونډې له برخه والو بهرنیو چارو وزیرانو غوښتې و چې خپل اختلافونه یوې خواته پرېږدي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیوچارو وزیر انتوني بلینکېن وویل د روسيې "ناهڅول شوې او نا حقه جګړې" دا غونډه زیانمنه کړه.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف لویدیځ تورن کړ چې هغه هوکړه چې د اوکرایین غنمو او غلودانو ته یې د صادرولو اجازه ورکوله " خاورو ته وسپارله."
د کوربه هېواد هند لومړي وزیر نریندرا مودي د جي ۲۰ یا د نړۍ شلو شتمنو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل چې خپل اختلافونه حل کړي او د مخ په ودې نړۍ اړتیاو ته پام وکړي.
ښاغلي مودی په ډیلي کې د جي ۲۰ هېوادو د بهرنیوچارو وزیرانو ته وویل "موږ په داسې یو وخت کې غونډه کوو چې په نړۍ کې ژور اختلافونه موجود دي. موږ هغوخلکوته مسولیت لرو چې نن په دې غونډه کې نشته."
هند چې د جي ۲۰ هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو ددې غونډې مشرتوب کوي غواړي د مخ په ودې نړۍ یا د نړۍ جنوبي هېوادونو ستونزې مطرح کړي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو د اوکرایین جګړې پرسر د غونډې برخه والو ترمنځ اختلافونه ښايي د هند ددې دپلوماسي پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
تېره میاشت، د جې ۲۰ هېوادونو د ماليې وزیرانو ونشوای کولای د بنګلور په ښار په لومړنۍ غونډه کې په خپلې وروستۍ وینا کې په دې اړه یو توافق ته ورسېږي.
د پنجشنبې پر ورځ د ښاغلي مودې له وینا څخه څرګنده وه چې هند غواړي داسې یوه هوکړه ترلاسه کړي چې مخ په ودې هيوادونو سره مرسته وکړي او هند هم خپل نړیوال دریځ پیاوړی کړي.
ښاغلي مودي وویل: "د کلونو پرمختګ وروسته، موږ نن له دې ګواښ سره مخ یو چې د نړۍ لپاره د پایښت لرونکې ودې د هدفونو په برخه کې پرشا لاړشو. ډېری مخ په ودې هېوادونه له سختوپورونو سره مخ دي په داسې حال کې چې هڅه کوي د خوراکي توکو اوانرژۍ په برخه کې خپلې ستونزې حل کړي."
دا هېوادونه د نړیوالې تودوخې له امله هم اغیزمن شوي چې شتمنو هېوادونو رامنځته کړې.
نو ځکه د جي ۲۰ هېوادونو د غونډې د مشر په توګه هند هڅه کړې چې د نړۍ د مخ په ودې جنوبي هېوادونو غږ هم واورېدل شي.
ښاغلي مودي په ډېلي کې د جي ۲۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ته په نادره توګه په انګلیسي ژبه وینا وکړه- دا ددې نښه وه چې دی څومره جدي غواړي خپل پیغام ورسوي.
هغه د اوکرایین جګړې ته کومه مستقیمه اشاره ونه کړه خو وې ویل چې جیوپولیتیکه ترینګلتیا ښايي ددې غونډې پرخبرو اترو اغیز وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جي ۲۰ غونډې لپاره د هند شعار دادی: "یوه ځمکه، یوه کورنۍ، یوه راتلونکې."
ښاغلي مودي د غونډې برخه والو ته وویل هغو مسئلو ته دې جدي پام وکړي چې دوی سره راټولوي.
د غونډې د لومړۍ ورځې په اجنډا کې د خوراکی توکو خوندیتوب، د اقتصادي پرمختیا په اړه همکاري، تروریزم او بشري مرستو موضوع ګانې شاملې دي- چې دا د هند د لومړیتوبونو څرګندونه کوي.
هند به ښايي هیله من وي چې د اختلافونو ډکې دې غونډې کې د منځګړي رول ولوبوي چې د هغو مسلوپه اړه چې ډېرې اختلافي نه دي یوڅه پرمختګ وشي.
خو هیله کېږي چې روسیه او امریکا به له دې غونډې وروسته مطبوعاتي کنفرانسونه ولري، او کېدایشي د اوکرایین پرسر اختلافونه یو تلپاتې اغیز پرېږدي.
په جي ۲۰ کې د نړۍ ۱۹ شتمن هېوادونه او اروپايي ټولنه شامله ده، چې د نړۍ د اقتصادي تولید ۸۵سلنه جوړوي اود نړۍ د وګړو دوه پر دریمه برخه کېږي.
د بهرنیوچارو وزیران، لکه د روسیې سرګي لاوروف، د امریکا د متحدو ایالتونو انتوني بلینکېن او د چین - چېن ګانګ، ددې غونډې لپاره په ډیلي کې دي.
د هند یو پخواني دیپلومات بي بي سي ته وویل چې هند به اړ وي، "یوخاص څه وکړي" چې هغوی مجبوره کړي د جګړې په اړه له خپلو اختلافونو تېر شي.
کارپوهان وايي ډیلي به دا نازکه دنده هم ولري چې د جګړې په اړه خپله د بې پرېتوب تګلاره تعقیب کړي او نور هېوادونه وهڅوي چې په ګډه کارکولو لپاره یوه لاره ومومي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډیلي د فشارونو پر وړاندې مقاومت کړی او خپله دا تګلاره تعقیبوي چې مستقیما پر روسيې نیوکې نه کوي. روسیه د هند لپاره د وسلو تر ټولو ستره چمتوکونکې ده.
هند په پرلپسې توګه په ملګروملتونوکې د اوکرایین د جګړې د غندنې پریکړه لیکونو کې له رایې ورکولو ډډه کړې.
هند له خپلې دې پریکړې هم دفاع کړې چې له روسیې یې د تیلو واردات زیات کړي، او وايي چې د خپلو یو میلیارډ نه ډېرو خلکو اړتیاو ته باید پام وکړي.
خو د اوکرایین په اړه خپلو تېرو ویناګانوکې "د ملګرو ملتونو منشور،نړیوال قانون، اود دولتونو د حاکمیت او د خاورې تمامیت" د اهمیت په اړه هم غږېدلی.
تېرکال ،د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د لومړي وزیر نریندرا مودي وینا پرروسیې د غیرمستقیمې نیوکې په توګه ګڼل کېده چې ویلي وو " نننی عصر د جګړو پېر نه دي" دا خبره يې په اوزبیکستان کې په هغه غونډه کې کړې وه چې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم پکې و.
څیړونکي وايي د ښاغلي مودي د هڅوسره سره تمه کېږي چې د اوکرايين پرسر به ترینګلتیاوې به د غونډې پرخبرو اترو اغیز وکړي.
ان له دې غونډې وړاندې یې لا د ځینو غړو ویناګانې اغیزمنې کړې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د رویټرز خبري اژانس یو راپور وايي د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې مشر چارواکي جوزېف بورېل خبریالانو ته وویل: "دا جګړه باید وغندل شي" هغه وویل: "هیله لرم، ډاډه یم چې د هند له دپلوماتیکې وړتیا څخه به کار واخیستل شي چې روسیه پدې وپوهول شي چې دا جګړه باید ختمه شي."
د چارشنبې پر ورځ، د هند لوړپوړي دپلومات وینی کواترا وویل پداسې حال کې چې د اوکرایین جګړه به د بحث یو مهم ټکی وي، خو "د خوړو، انرژي اوکیمیايی سرې د خوندیتوب مسلې، او دا چې دا جګړه پردې اقتصادي ننګونوچې موږ ورسره مخ یو څومره اغېز لرلای شي به هم د "مناسب پام" وړ وي.








