د ویتنام ژوبڼونو کې د الوتونکو والګي خپرېدو له کبله لسګونه پړانګان مړه شوي

والګی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رپوټونه وايي‌ د مرغانو والګي ویتنام کې ۴۷ پړانګان، ۳ زمري او یو پیش‌پړانګ وژلي دي

په ویتنام کې دولتي رسنۍ وايي د دغه هېواد په سویل کې د الوتونکو یا مرغانو والګي ویروس له خپرېدو سره په بېلابېلو ژوبڼونو کې لسګونه پړانګان مړه شوي دي.‌

رپوټونو کې راغلي چې له تېر اګست راهیسې پر ۴۷ پړانګانو سربېره درې زمري او یو پیش‌پړانګ (پانتر) هم د الوتونکو پر والګي یا 'برډ فلو' د اخته کېدو له کبله ژوند بایللی.

د (اېچ۵ اېن۱) په نوم دغه پېژندل کېدونکی ویروس 'هوشي مېن' ښار ته نږدې 'ووان ژوای' ژوبڼ او همدا راز په ګاونډي 'لانګ ان' ولایت کې 'مای قوېن' سفاري‌ پارک ډېر ځپلي دي.‌

یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دغو ژويو ته احتمالآ‌ تر هغې وروسته د الوتونکو والګی رسېدلی، چې پر دغه ویروس د اخته چرګانو غوښه ورکړل شوې.

د ویتنام روغتیا وزارت وايي،‌ له دوو مړو شویو پړانګانو په اخیستل شویو بېلګو کې د الوتونکو والګي معاینه مثبته ختلې.

چارواکي اوس پر دې کار کوي چې چرګانو ته د دغه ویروس د لېږدېدو سرچینه مالومه کړي.

اې‌آېف‌پي خبري اژانس وايي، د ژوبڼونو له مسوولانو یې نظر غوښتی خو هغوی لا ځواب نه دی ورکړی.

چین

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د الوتونکو پر والګي سربېره کورونا وېروس وبا هم تېرو کلونو کې د انسانانو ژوند ډېر اغېزمن کړ

د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو‌اېچ‌او' پر خپله ویب‌پاڼه خپاره کړي خبرداري کې ویلي، له هغو سیمو کې چې د الوتونکو والګی پکې خپور شوی، ترلاسه کېدونکې غوښه او هګۍ باید خام او نیم پاخه ونه خوړل شي ځکه د دغه ویروس د خپرېدو خطر ترې ډېر لوړ دی.

اېچ۵‌اېن۱ ویروس معمولآ ژویو ته ژر لېږدي.

خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له مړو الوتونکو یا مرغانو سره له نږدې تماس او اخته چاپیریال انسانانو ته هم د دغه ویروس د لېږدېدو خطر رامنځته کوي.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې، په تي لرونکو ژویو کې د 'اېچ۵ اېن۱' په ګډون د وژونکو والګو یا انفلونزا ویروسونو د خپرېدو ډېر راپورونه ترلاسه کېږي.

له ۲۰۰۳ کال راهیسې د نړۍ لروبر انسانانو ته هم د دغه وېروس د لېږدېدو نږدې ۹۰۰ پېښې ثبت شوې چې تر نیمايي ډېرو اخته کسانو ترې ژوند بایللی دی.‌