د طالبانو حکومت د افغان فلم ادارې نوم "سمعي او بصري ریاست" ته اړولی

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت کې سرچینو ویلي د افغان فلم پخوانۍ اداره به د اطلاعاتو او کولتور وزارت په اډانه کې د"سمعي او بصري ریاست" په نوم فعالیت کوي. طالبانو د دغه پرېکړې دلایل نه دي په ګوته کړي چې ولې یې د دغه تاریخي بنسټ نوم اړولی.
یوې سرچینې کابل کې د بي بي سي خبریال ببرک احساس ته ویلي " د دغه ریاست ټول پخواني کارکونکي به خپلو دندو ته دوام ورکړي."
د طالبانو حکومت په رسمي ډول څه نه دي ویلي چې ولې یې افغان فلم په نوي نوم نومولی او یا دا چې د دغه ادارې راتلونکي فعالیتونه به څه ډول وي.
د " سمعي او بصري ادارې" نوم طالبانو د امریکا او پخواني افغان دولت پر وړاندې د جګړې پر مهال هغې برخې ته کاروه چې د هغوی د وسله والو د مرال لوړولو لپاره یې تبلیغاتي ویډیوګانې او غږېز پیغامونه تیارول.
د طالبانو حکومت دې ګام ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي او دا یې د چارواکو ناسمه پرېکړه بللې. د طالبانو له حکومت وړاندې د ولسمشر غني په مشرۍ دولت کې د افغان فلم مشرې صحرا کریمي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " دې ادارې په بېلابېلو لسیزو کې، له شاهي نیولې تر جمهوریته له سیاسي لاس وهنو سره سره خپل فعالت روان وساته، او د ارزښناکو مستندو، داستاني او خبري فلمونو ارشیف یې خوندي ساتلی و."
هغې ویلي د دغه ادارې نشتوالی به د افغانستان تاریخي، فرهنګي او فلمي برخو ته نه جبرانېدونکی زیان واړوي.
افغان فلم اداره د یوه تاریخي بنسټ په توګه یادېږي
افغان فلم چې د افغانستان د سینما یو تر ټولو پخوانی دولتي بنسټ دی، د ۱۹۹۰ کلونو د کورنیو جګړو پر مهال یې زیان لیدلی خود یوې پېړۍ ارشیف یې تر ډېره بریده خوندي ساتل شوی.

د افغان سینما کارپوهان وايي، په تېرو څو کلونو کې چې افغانستان کې د رسنیو لپاره پراخ امکانات وو افغان فلم ته په کې ډېره پاملرنه ونه شوه او د طالبانو له واکمنېدو سره حالت نور هم د دغه ادارې لپاره ناسازه شول.
طالبانو په ۲۰۲۱ کې پر واګو له ولکې سره دغه اداره په خپلو تشکیلاتو کې وساتله او څو وارې یې د جګړې مهال د خپلو وسله والو فعالیتونو مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کړل، خو هغه هیله ورسره تړلې نه وه چې د اوسني پیر له غوښتنو سره سم دې فلمونه جوړ او د افغانستان د سینما تت رنګ دې تازه کړي.
د طالبانو له واکمنېدو سره د فلمونو جوړونکي او کارکونکي یې تر ډېره له هېواده ووتل او د ښځو په هر ډول فعالیت بندیز ولګېد.
د افغان فلم ادارې بنسټ په ۱۹۶۸ کال کې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال کېښودل شو. په ۱۹۷۰ کلونو کې د ولسمشر داود خان په مشرۍ لومړني جمهوري دولت کې د دغه ادارې فعالیتونه وغوړېدل، خو د ۱۹۷۸ کال له کودتا وروسته لکه د نورو بنسټونو د افغان فلم اداره هم د سیاست، جګړو او بې غوریو ښکار شوه.








