د پخلي لپاره کوم غوړي باید وکاروئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یاسمین روفو
د سوپر مارکیټ په یوه المارۍ کې د نباتاتو د غوړيو لکه د کاپیر ګل، زیتون، افوکاډو او کوپرې یا ناریل غوړیو بوتلونه اېښودل شوي دي او ادعا کېږي چې دا روغتیايي ګټې لري.
له کلونو راهیسې د تغذیې اړوند په بحثونو کې په دې خبرې شوې چې خواړو کې څه ډول غوړي وکاروو او دا خبرې په دې بحثونو کې مرکزي رول لري نو دا چې دا بحثونه ولې دومره مهم دي؟ غوره ده چې د غوړیو بېلابېل ډولونو ته کتنه وشي.
ټول غوړ په بدن یو شان اغېز نه کوي. ځینې یې کولیسټرول لوړوي. په داسې حال کې، چې نور یې په کمولو کې مرسته کوي.
کولیسټرول یو طبیعي غوړه ماده ده، چې په ځیګر کې تولیدېږي او په ځینو هغو خواړو کې هم پیدا کېږي، چې موږ یې خورو.
ډېر بد کولیسټرول کولی شي د وینې د رګونو په دیوالونو پورې د غوړو د تولید لامل شي، چې د هغوی د تنګیدو یا بندیدو سبب کېږي.
له بېلابېلو پیغامونو سره، ډېری وختونه په دې پوهېدل، چې کوم محصول غوره کړئ ستونزمن وي.
د کیمبرج پوهنتون د نفوس، روغتیا او تغذیې پروفیسوره نیتا فوروهي بي بي سي ته وویل، هېڅ یو غوړ د روغتیا لپاره جادوګره کیلي نه لري او د پخلي غوړیو په اړه یې درې عامې نظریې شریکې کړې.
۱. د کاپیر ګل او د نباتاتو له نورو غوړیو ډډه مه کوئ

د عکس سرچینه، Getty Images
نباتي غوړي (ریپسیډ/ Rapeseed) (چې معمولا د نباتاتو غوړیو په توګه پلورل کېږي) او د کاپیر ګل غوړي ډېری وختونه بد شهرت سره مخامخ وي، ځکه ځینې ادعا کوي، چې دوی خورا ډېر پروسس شوي دي او کولی شي د التهاب لامل شي، چې د زړه او رګونو روغتیا ته زیان رسولی شي. خو د دې لپاره هېڅ شواهد نشته.
په حقیقت کې، دا غوړي لږه اندازه له ۵ څخه تر ۱۰ سلنه پورې غیر صحي مشبوع غوړ لري. همدارنګه د یو او څو غیر اشباع غوړیو پریمانه کچه لري. خو غیر اشباع غوړي (اومیګا۳ او اومیګا۶) د دماغو او زړه روغتیا لپاره اړین دي.
فوروهي وايي، دا غوړي "زموږ لپاره په بشپړ ډول ښه دي."
"دا یوازې یو نظر نه دی، په دې اړه ډېرې څېړنې شته دي."
نوموړې وایي، د نباتاتو دغه صحي غوړي کولای شي د ناروغیو خطر کم کړي که دا د هغو غوړیو (لکه کوچ، ژېړ غوړي، وازده) په ځای وکارول شي کوم چې کولیسټرول لوړوي.
نباتي غوړي (ریپسیډ/ Rapeseed) او کاپیر ګل غوړي اکثرا ارزانه وي، نو دا د بودیجې له اړخه په کور کې د پخلي یا سره کولو لپاره ښه غوراوی دی.
۲. مارګرین ( له نباتي غوړیو جوړ شوي کوچ) کولی شي د خراب کولیسټرول په کمولو کې مرسته وکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
مارګرین (د کوچو په شان غوړ دي چې له نباتاتو ترلاسه کېږي) له کلونو راهیسې بد شهرت(یعنی په اړه یې منفي نظرونه شته) لري او ډېری په دې باور دي، چې باید دغه ډول غوړ و نه کارول شي.
دا ځکه چې پخوا په دې کوچو کې هغه غوړي و چې د بد کولیسټرول لامل کېده او دا بیا د زړه او رګونو ناروغۍ سره یې په کلکه تړاو درلود، خو د فوروهي په وینا، عصري مارګارینونه "د همدې غیر صحي غوړیو نږدې صفر اندازه لري."
"نو دا په حقیقت کې د صحي رژیم برخه کېدای شي او بد کولیسټرول کموي."
کوچ هم په بشپړ ډول له خواړو څخه نه دي بهر شوي. فوروهي وايي: "که تاسو کوچ خوښوي، د مثال په توګه چې په وچه ډوډۍ یې ووهئ، نو خوړلی یې شئ."
تاسو کولی شئ د پخلي لپاره مارګارین او کوچ دواړه وکاروئ، خو فوروهي ځینې وختونه سپارښتنه کوي، چې د دوی پرځای هغه غوړي وکاروئ کوم چې لږ مشبوع غوړ لري.
د بریتانیا روغتیا لارښوونې مشوره ورکوي، چې په ورځ تر لس سلنه کالوري له مشبوع غوړیو واخلئ او دا اندازه به نه ډېروئ. سپارښتنه دا ده چې د کوچو پرځای له غوړو سره پخلی وکړئ.
۳. که غواړئ خواړه ښه سره کړئ نو د زیتون غوړي مه کاروئ

د عکس سرچینه، Getty Images
بېلابېلو غوړیو ته کله چې حرارت رسېږي نو تعامل او چلند یې بېل وي نو ځکه هر ډول غوړي د سره کولو لپاره مناسب نه وي.
د مثال په توګه، د زیتون غوړ انټي اکسیډنټ او ګټور ترکیب لري، خو دغه غوړي ژر سوځي نو ښه به وي چې یوازې سلاد کې ګډ شي یا هغه خواړه چې تیار چمتو شوي او د خوند ښه کولو لپاره غوړیو ته اړتیا لري، نو هغو خوراکونو سره ګډېدی شي.
کله چې غوړي سره شي او لوګي تولیدوي نو دا په دې معنی دی، چې د غوړیو مرکبات په ماتیدو دي او ناوړه مرکبات ازادوي، چې کولی شي د غوړیو خوند تریخ، سوځیدلی یا ناخوښ کړي.
د یو رستورانت مالک ټیم هیوارډ وايي، که اړتیا وي، چې غوړي باید لږ سره کړئ نو د زیتون غوړ د اساسي غوړیو په توګه وکاروئ.
خو د چپسو یا کبانو په څیر خواړو لپاره چې زیات سره کړيو غوړیو ته اړتیا لري د نباتاتو یا کاپیر ګل غوړي وکاروئ ځکه دا غوړي له لوړې تودوخې سره مقاومت کوي پرته له دې چې ژر وسوځېږي او ګټور مرکبات یې له منځه لاړ شي.
ځینو څېړنو دا هم ښودلې ده، که غوړي ډېر سره شي او لوګی ترې پورته شي نو دا زهرجن کیمیاوي فرعي محصولات تولیدوي.
خو پروفیسور فوروهي وايي، چې په کورونو کې دا ډول پخلی چې غوړي دې بیخي وسوځېږي، ډېر عام نه دی او د اوږدې مودې روغتیايي څېړنې لاهم ښيي، چې نباتي غوړي "پرته له استثنا د اوږدمهاله ناروغیو له غوره پایلو سره تړاو لري."
کوم غوړي باید وکاروم؟
که تاسو د پخلنځي لپاره د یوې ساده ستراتیژۍ په لټه کې یاست:
• د ورځني پخلي لپاره د کاپیر ګل یا نور نباتي غوړي وکاروئ. دغه غوړي ارزانه او صحي دي. بېلابېلو خوړو لپاره کارول کېږي. تاسو کولی شئ د زیتون ساده غوړ هم وکاروئ.
• د سلاد یا تیار شویو خواړو لپاره: زیتون غوړي وکاروئ، دا یې خوند او روغتیايي ګټې زیاتوي.
• د زیاتو سره کولو لپاره: هغه غوړ چې د حرارت په لوړه درجه کې ګرمېږي او په اسانه دود نه تولیدوي، لکه نباتي یا کاپیر ګل غوړي وکاروئ.
• د خوند تنوع لپاره: که تاسو ښه ذایقه خوښوئ نو له هغو خواړو سره چې ساړه خوړل کېږي، د کنجد، افوکاډو یا ناریل غوړ وکاروئ.
په ټولیزه توګه، پروفیسور فوروهي وايي، دا غوره ده، چې خپل ټول رژیم ته وګورئ او بیا پریکړه وکړئ چې کوم ډول غوړي باید واخلئ.
هغه تشریح کوي: "زه به سپارښتنه وکړم، چې د خوند او لګښت په پام کې نیولو سره لاړ شئ د غوړیو بېلابېل ډولونه تجربه کړئ، چې ځینې به یې تاسو ته روغتیایی ګټې ولري."











