عراق کې پر پوځي اډې توغنديز بريد کې امریکايي پوځيان ټپي شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکايي چارواکو له خوا په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په عراق کې د امریکا پر یوه پوځي اډه توغنديز برید څو امریکايي سرتېري ټپیان کړي دي.
د امریکا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا برید داسې مهال شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي، د حماس او حزب الله د لوړپوړو مشرانو له وژل کېدو وروسته منځني ختیځ کې حالت نازک شوی دی.
جوبايډن په يوه بيان کې ویلي چې ده او مرستيالې ولسمشرې کملا هرېس ته "په منځني ختيځ کې د وروستيو پرمختګونو" په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
ښاغلي بايډن ويلي، "موږ د ايران او د هغو د ملاتړو له خوا د ګواښونو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي."
امریکايي چارواکو د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نيوز ته ويلي، د عراق په لوېديځ کې د الاسد پر هوايي اډې راکټي بريد شوی او اوس د دغه بريد له امله د اوښتو زيانونه ارزونه کېږي.
تراوسه کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی او امريکا هم تر دې مهاله په دې پښه کې په لاس لرلو څوک نه دي تورن کړي.
امنيتي سرچينو سي بي اېس ته ويلي، چې پر دغه اډه دوه توغندي توغول شوي چې يو د اډې دننه لګېدلی دی.
د امریکا د دفاع وزارت يوه وياند ويلي، "موږ دا تائيدولی شو چې په عراق کې د امریکا او ائتلافيانو پر هوايي الاسد اډه راکټي بريد شوی دی."
د لومړنیو راپورونو له مخې په برید کې څو تنه امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي. خو تر اوسه يې کره شمېر معلوم نه دی.
د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې تر دې دمه د کوم جدي ټپي یا مړینې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی. خو رويټرز خبري اژانس ته يوه امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، په ټپي شويو امريکايانو کې د يوه تن ټپونه ژور دي.
پر اسرائيلو د بريد وېره؛ جوبايډن د ملي امنيت له ټيم سره کتلي

د عکس سرچینه، White House/ X
د امريکا ولسمشر جو بايډن په داسې حال کې چې پر اسرائيلو د احتمالي بريد په اړه اندېښنې زياتې شوې د دوشنبې په ورځ د خپل ملي امنيت له لوړ پوړي ټيم سره کتلي دي.
ښاغلي بايډن ويلي، که چېرې پر اسرائيلو بريد کېږي، له هغوی د دفاع په اړه معلومات ورکړل شوي دي. په همدې حال د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن بيا ويلي چې چارواکي د تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره "شپه او ورځ" کار کوي.
په تهران کې د حماس د سياسي مشر اسماعيل هنيه له وژل کېدو وروسته په سيمه کې کړکېچ زيات شوی دی. ايران د دې بريد پړه پر اسرائیلو اچوي او د سخت غچ اخيستو ګواښ يې کړی دی خو اسرائیلو په دې کې د لاس لرلو په اړه څه نه دي ويلي.
د لبنان حزب الله هم په بيروت کې د وژل شوي خپل يوه جګپوړي قومندان فواد شکر د غچ اخيستو ګواښ کړی او وايي دا جګړه يوه نوي پړاو ته ننوتلې ده.
په سيمه کې د جګړې له وېرې، د هغو حکومتونو شمېر چې له خپلو اتباعو یې غوښتي چې له لبنانه ووځي، مخ په زیاتېدو دی.
د امريکا او بريتانيا په ګډون یو شمېر هیوادونو هم خپلو اتباعو ته ویلي چې له لبنان ووځي. داسې وېره ده چې په دې هېواد کې ايران پلوه ډله حزب الله ښايي په غبرګون رول ولري.
د يوې امريکايي رسني له مخې د دوشنبې په ورځ ښاغلي بايډن ته د معلوماتو ورکول پر مهال ويل شوي چې د ايران له خوا د بريد بڼه او وخت لا څرګند نه دی. تر دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د اوو سترو صنعتي هېوادونو سيالانو ته ويلي وو چې ايران او حزب الله کېدی شي له ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې پر اسرائيلو بريد وکړي.
ښاغلي بايډن د ملي امنيت له غړو سره تر غونډې وروسته په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويلي، "موږ د ايران او د هغه د نيابتي ډلو له خوا د ګواښونو، د سيمه ييز تاوتريخوالي کمولو او د بريد په صورت کې د اسرائيلو د ملاتړ په اړه وروستي معلومات ترلاسه کړي دي. "











