د تورخم دروازې تړل کېدو لس او چمن کې د پرلت سل ورځې پوره شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
نن دوشنبه لسمه ورځه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ تر ټول مهمه لار تورخم د لاریو او هغه ناروغانو پر مخ تړلې چې بې ویزې پاکستان ته تلل.
بي بي سي پښتو ته مالومه شوې چې د دې لارې پرانیستلو لپاره څو ځلې په تورخم کې د دواړو خواوو د ځايي چارواکو ترمنځ خبرې شوې، خو بې پایلې پای ته رسېدلي دي.
څو ورځې وړاندې د ډیورنډ کرښې بله غاړه لواړګي کې سلګونو موټر چلوونکو او ځايي خلکو لاریون هم کړی و او د پاکستان له حکومت یې غوښتل چې "د ویزې له شرط پرته دغه لار پرانیزي."
پاکستان د جنورۍ په ۱۲مه تورخم دروازه چې په ورځني ډول شاوخوا اته سوه لارۍ مالونه پرې تلل راتلل وتړله او له هغې راهیسې د کرښې دواړو اړخونو ته زرګونه لارۍ تر څو کیلومترو پورې پر سړک دواړو غاړو ته د تېرېدو لپاره انتظار دي.
پاکستاني چارواکي وايي، یوازې هغو لاریو ته د تګ راتګ اجازه ورکوي چې چلوونکي یې ویزه او پاسپورټ ولري.
زرولي شاه چې له لسو ورځو راهیسې یې تورخم کې پر سیمنټو بار موټر افغانستان ته د اوښتلو اجازې لپاره منتظر دی وايي، "دواړه غاړې دې په خپل منځ کې سره کېني او سوداګرۍ ته دې نور زیان نه رسوي."
چمن کې د پرلت سلمه ورځ

د عکس سرچینه، Social Media
د افغانستان په ختیځ کې د تورخم دروازې د تړل کېدو لس ورځې داسې حال کې پوره کېږي، چې په سویل کې هم پر ډیورنډ کرښه د چمن - سپین بولدک پر دروازې تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورت د جبري کېدو خلاف په چمن کې د روان ولسي پرلت نن سلمه ورځ ده.
چمن کې د پرلت ګډنوال هم چې ډېر یې ځايي کاروباریان او په عامه اصطلاح لغړیان دي د پاکستان له حکومته غواړي چې افغانستان سره تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره د پاسپورت او ویزې د جبري کېدو پرېکړه بېرته واخلي.
د رپوټونو له مخې دغلته ځینو کسانو د دوی غوښتنو د نه اورېدول کېدو په اعتراض کې د نه خوړو اعتصاب هم پیل کړی و، خو له شاوخوا ۳۴ ساعتو وروسته یې د سپین ږیرو او عالمانو په منځګړیتوب بېرته پای ته رسولی دی.
د چمن پرلت ګډونوال وايي تر هغې چې د پاکستان حکومت د پاسپورت او ویزو د جبري کېدو په اړه خپله پرېکړه نه وي اخیستې، د دوی احتجاج به روان او کاروبار درېدلی وي.
اقتصادي زیانونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې دمګړۍ پر ډېورنډ کرښه تګ راتګ او سوداګرۍ له پنځو دروازو څلور تړلې او ورسره په ورځني ډول د ۱۲۰ میلیاردو روپیو سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.
فکر کېږي چې دا به په روان کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري دېرش سلنه زیانمنه کړي.
پر دې سربېره له مرکزي آسیا سره هم د پاکستان د شپږ سوه مېلیونو ډالرو په ارزښت کلنۍ سوداګري درېدلې.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر زاهد الله شینواري بي بي سي ته ویلي و، ګڼو سوداګرو ورته ویلي چې که دغه معطل شوي مالونه یې ضایع شي، دوی دېوالیه کېږي او د ګڼو سوداګرو کاروبارونه ورسره نړېږي.
ښاغلی شينواری پاکستان غوندې هېواد ته چې یوازې په درې مېلیارده ډالره پور د نړیوال بانک سخت شرایط مني، له افغانستان سره د کال یو نيم میلیارد ډالره سوداګري مهمه ګڼي.
دی وايي چې په دې سوداګرۍ کې چې اویا سلنه يې د تورخم لارې کېږي، د ستونزو را ولاړېدل تر ډېره پښتونخوا او بلوچستان کې کاروبارونه او سوداګر اغېزمنوي:
"په دې یو نیم میلیارد کې ډېره برخه د تورخم له لارې ده او د خیبر پښتونخوا د کاروبارونو ډېره تکیه خو له افغانستانه په ورتلونکو خلکو ده – له روغتون، سوداګرۍ او بازارونو نیولې تر رستورانونو پورې."











