پر ډیورنډ‌ کرښه تړلې لارې؛ افغانستان او منځنۍ اسیا سره یې پر سوداګرۍ څومره اغېز کړی؟

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تورخم دروازې دواړو لوریو ته سلګونه بار لارې د لارې پرانیستل کېدو انتظار کوي.
    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي

پاکستان له افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ له پنځو دروازو څلور تړلې، چې ورسره په ورځني ډول د ۱۲۰ میلیاردو روپیو سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.

فکر کېږي چې دا به په روان کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري دېرش سلنه زیانمنه کړي. پر دې سربېره له مرکزي آسیا سره هم د پاکستان د شپږ سوه مېلیونو ډالرو په ارزښت کلنۍ سوداګري درېدلې.

پاکستان د جنورۍ په دیارلسمه تورخم دروازه چې په ورځني ډول شاوخوا اته سوه لارۍ مالونه پرې تلل راتلل وتړله او له هغې راهیسې د کرښې دواړو اړخونو ته زرګونه لارۍ تر شاوخوا دېرش کیلومترو پورې پر سړک منتظرې ولاړې دي. په دې اړه د دواړو لورو د چارواکو تر منځ د خبرو هم پته نه لګي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر زاهد الله شینواري بي بي سي ته وویل، ګڼو سوداګرو ورته ویلي چې که دغه معطل شوي مالونه یې ضایع شي، دوی دېوالیه کېږي او د ګڼو سوداګرو کاروبارونه ورسره نړېږي.

که څه هم په تېر میلادي کال کې هم تورخم موقت تړل شوی، خو په نوي میلادي کال کې د تورخم او پر ډېورنډ کرښه د نورو دروازو تړل کېدل په دې خاطر هم پام وړ دي چې په دې وروستیو کې د دواړو لورو تر منځ سوداګري تر پخوا ډېره شوې وه او یو نیم مېلیارد ډالرو ته لوړه شوې.

د پاکستان – افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مشر په وینا په دې سوداګرۍ کې ډېری ورځني اړين توکي شامل دي چې هره ورځ یې اته سوه لارۍ یوازې په تورخم اوړي را اوړي.

ښاغلی شينواری پاکستان غوندې هېواد ته چې یوازې په درې مېلیارده ډالره پور د نړیوال بانک سخت شرایط مني، له افغانستان سره د کال یو نيم میلیارد ډالره سوداګري مهمه ګڼي. دی وايي چې په دې سوداګرۍ کې چې اویا سلنه يې د تورخم لارې کېږي، د ستونزو را ولاړېدل تر ډېره پښتونخوا او بلوچستان کې کاروبارونه او سوداګر اغېزمنوي:

"په دې یو نیم میلیارد کې ډېره برخه د تورخم له لارې ده او د خیبر پښتونخوا د کاروبارونو ډېره تکیه خو له افغانستانه په ورتلونکو خلکو ده – له روغتون، سوداګرۍ او بازارونو نیولې تر رستورانونو پورې".

ښاغلی شینواری په دې اند هم دی چې دا ستونزې د دې لامل کېږي چې په اوږدمهال کې افغان سوداګر د پاکستان په بدیل پسې وګرځي:

"دا نه یوازې په دې لږه موده کې چې دروازې بندې دي لوی نقصان دی بلکه دا به په راتلونکي کې هم ډېر زیان واړوي، ځکه خلک به بیا د نورو بدیلونو موندلو هڅه وکړي او څوک به له پاکستانه بیا توکي نه پېري او دا مارکېټ به نورو ته پاتې شي".

منځنۍ اسیا او افغانستان سره د میلیونو ډالرو سوداګري په ټپه ولاړه ده

تورخم

د عکس سرچینه، Getty Images

په ورځني ډول د افغانستان او پاکستان تر منځ له ۱۲۰ میلیاردو روپيو پر ډېرې سوداګرۍ سربېره له مرکزي آسیا سره هم د هغه هېواد د کال شاوخوا شپږ سوه مېلیونه ډالره سوداګري درېدلې.

د مرکزي آسیا د شاوخوا لس – پنځلس میلیاردو ډالرو مارکېټ ته د پاکستان لاسرسی د هغه هېواد ستراتیژیکه اړتیا بلل کېږي، خو ښاغلی شينواری په دې اند دی چې پاکستاني چارواکي په ورته اقداماتو سره هغه فرصت هم محدودوي.

خو پاکستاني چارواکو دا ټول تأکيد په دې خاطر کړی چې غواړي پر ډېورنډ کرښه د بې وېزې او پاسپورت تګ راتګ لړۍ ودروي. په دې خاطر په چمن کې د پښتنو قبایلو پرلت هم له دریو میاشتو راهیسې روان دی.

فکر کېږي چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو ته د یوه فرصت په نظر ګوري او غواړي چې ډېورنډ کرښه نور په داسې پوله واړوي چې وېزه او پاسپورت پرې حتمي وي.

خو په تورخم کې د طالبانو حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، چې د دوی حکومت، سوداګرو او ولسي خلکو ته هم هغه شرطونه د منلو نه دي، چې پاکستاني حکومت پر دغه لار د لارۍ چلوونکو لپاره ټاکلي چې د وېزې او پاسپورت حتمي کېدل هم پکې راځي.

نوموړي زیاته کړې، سوداګرو ورته ویلي چې که پاکستان خپله پرېکړه بدله نه کړي، دوی به له دغه هېواده د سوداګرۍ لوری بلې خوا ته واړوي. خو عام خلک چې درملنې او نورو کارونو لپاره ځي راځي هم دواړو خواوو ته بند پاتې دي.

د تېرې چار شنبې په ورځ له کرښې پورې غاړه لواړګي کې سلګونه موټر چلوونکو او ځايي خلکو لاریون هم کړی و او د پاکستان له حکومت یې غوښتي و چې "د ویزې له شرط پرته دغه لار پرانیزي."

عام خلک دا وايي چې په افغانستان کې د پاکستان سفارت او کونسلګرۍ په اسانۍ وېزې هم نه ورکوي او دې په تور بازار کې په لوړه بیه د دغه هېواد د وېزې پلور ته لاره جوړه کړې.