د تورخم دروازه پنځمه ورځ هم تړلې؛ سلګونو کسانو لواړګي کې لاریون کړی

د عکس سرچینه، Getty Images/BBC
نن چارشنبه پنځمه ورځ ده چې تورخم دروازه د لویو لاریو او بې ویزې افغان ناروغانو پر مخ تړلې ده. بيبيسي پښتو پاڼې ته مالومه شوې چې تېرو دوو ورځو کې په تورخم کې پام وړ خبرې نه دي شوي.
ځینو سرچینو بيبيسي ته دا هم ویلي چې پاکستاني چارواکي نن د دروازې د پرانیستلو او یا هم همداسې د بند ساتلو په اړه پر پرېکړې بحث کوي.
په تورخم کې د طالبانو حکومت یوه سرچینه وايي، دوی "هره ګړۍ" د دروازې پرانیستو لپاره چمتو دي خو وايي پاکستانی لوری په خپل دریځ چې د ویزې لرلو شرط دی، ټينګار کوي.
هممهاله، د ډیورنډ کرښې بله غاړه لواړګي کې سلګونه موټر چلوونکو او ځايي خلکو لاریون کړی او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې "د ویزې له شرط پرته دغه لار پرانیزي."
تورخم کې د ټرانسپورټ ټولنو مشر معراج الدین شینواری چې خپله هم دغه لاریون ته را وتلی وايي، "دغې پرېکړې قومونه، ټرانسپورټ ځايي خلک او مزدوران ټول اغېزمن کړي دي."
پرون سې شنبه لنډي کوتل کې د ټرانسپورټ ځايي چارواکو هم ویلي وو، چې هلته له تېرو څو ورځې را هیسې د هغو موټرو شمېر چې اوښتو ته په تمه دي، "نژدې ۱۰۰۰" ته رسېږي.
حاجي عظیم الله چې د تورخم او پېښور ترمنځ د ټرانسپورټ برخې مشر دی، وايي "شاوخوا ۹۰۰ یا ۱۰۰۰ لارۍ مالونه ولاړ دي، دا ټول تباه شول، دا د پاکستان د حکومت تاوان دی، د پاکستان د عوامو تاوان دی. د افغانستان له خوا چې مڼه او نور څه راځي، هغه تباه شول."
پر ډېورنډ کرښه دا لار بار وړونکو موټر چلوونکو ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو جبري کېدو له کبله تړل شوې.
ښاغلی عظیم الله وايي، په بار شویو ګاډو کې تازه مېوه، سیمنټ او ګڼ داسې توکي شامل دي چې په پاکستان کې تولیدېږي او افغانستان ته وړل کېږي.
نوموړی وايي، د پاسپورټ او ویزي شرط ځکه ستونزمن دی، چې د ده په ټکو تر لاسه کول یې سخت دي.
"دا په یوه ساعت کې نه حل کېږي. خبره دې د کابل او اسلام اباد ترمنځ حل شي، موږ خو دلته کمیساران یو او خپلو دندو ته ناست یو. دوی وویل چې موږ به له خپلو مشرانو سره خبر وکړو، خو تر اوسه کومې نتیجې ته نه یو سره رسېدلي."

افغان موټر چلوونکی بادام چې له څلورو ورځو راهیسې یې په لنډي کوتل کې بار لارۍ افغانستان ته د تللو لپاره په تمه دی، وايي: "دواړه هېوادونه دې خپل مشکل خپله حل کړي، موږ د خلکو کورونو مخې ته په کتارونو کې ولاړ یوو او پرې مالونه خرابېږي."
د ډېورنډ کرښې بلې غاړې افغانستان اړخ ته هم سلګونه لویې لارۍ پښتونخوا ته د تللو په تمه ولاړې دي.
پرون دوشنبه تورخم بندري ښارګوټي کې د طالبانو حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت بيبيسي پښتو پاڼې ته ویلي و، د تورخم دروازې پرانیستلو لپاره یې له پاکستاني اړخ سره خبرې کړې وې خو کومې پایلې ته نه وو رسېدلي.
نن سې شنبه د دواړو لوریو د خبرو په اړه څه نه دي ویل شوي.
نوموړی وايي: "ما پاکستاني چارواکو ته وویل، د پاسپورټ او ویزې خبر د اویا کلونو موضوع ده او

د ملا عبدالجبار حکمت په وینا پاکستاني لوري ته یې ویلي: "موږ له مشرانو دا اجازه لرو چې دروازه په زړه طریقه پرانیزو او تاسو مو له مشرانو سره خبرې وکړئ."
نژدې درې میاشتې کېږي چې په بلوچستان کې هم پاکستانيو چارواکو د سپین بولدک او چمن تر منځ پر کرښه د ځايي خلکو د تګ راتګ لپاره ویزه شرط کړې. له همدې سلګونه کسانو هلته پرلت وهلی او ګواښ یې کړی که د دوی غوښتنې ونه منل شي، ټاکنو کې برخه نه اخلي.
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي تازه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له ویزې پرته چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
پخوا د دود له مخې ځايي خلکو ته د چمن او سپین ترمنځ د تګ راتګ لپاره ویزه جبري نه وه، خو پاکستان دغه شرط ظاهرا له طالبانو سره د اړیکو له خرابېدو وروسته لازمي کړی دی.











