تورخم کې ايسار کډوال: بې خوړو او بې اوبو په انتظار دي

د ویډیو تشریح، تورخم کې ايسار کډوال: بې خوړو او بې اوبو په انتظار دي

یو شمېر افغان کډوال شکایت لري چې ډیورنډ کرښې ته نژدې یې کډې ایسارې پاتې دي او پاکستان ورته د اوښتو اجازه نه ورکوي. پاکستاني چارواکي وايي دوی غواړي د تلونکو کډوالو نوم وليکي او له ځینو قانوني مراحلو وروسته به یې پرېږدي چې افغانستان ته واوړي. خو افغان کډوال وايي دغه معلومات نه دې ورکړل شوي او څو ورځې کېږي چې کډې یې په لاریو کې بار او دوی په تمه دي.