"د طالبانو حکومت په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۷ سیاسي استازولۍ لري"

د عکس سرچینه، Tolonews
د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر ویلي، چې دا مهال په بېلابېلو هېوادونو کې د "اسلامي امارت (طالبانو حکومت) ۱۷ سیاسي استازولۍ" فعالې دي.
نوموړي دغه څرګندونې د خوست ولايت شيخ زايد پوهنتون د استادانو په يوه غونډه کې وکړې.
په افغانستان کې د رسنیو د راپورونو له مخې هغه وویل، "له ترکمنستان، ایران او ازبکستان سره په عملي توګه سیاسي راشه-درشه شته، خو موږ له تاجکستان سره سیاسي تعامل نه لرو، بلکې سوداګریزې اړیکې لرو".
خو نوموړي په مشخص ډول ونه ویل چې دغه ۱۷ ادارې په کومو هېوادونو کې دي.
واک ته د طالبانو له راتګ سره په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان ډېری سفارتونه له ګډوډۍ سره مخ دي.
که څه هم تر اوسه کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د ایران، پاکستان او چین په ګډون یو شمېر هېوادونو د دغه حکومت ډیپلوماټیک استازي منلي او له دغه حکومت سره تعامل لري.
اکثرو هېوادونو د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول او د دغه حکومت د ټولشمولوالي نشتوالی په رسمیت د نه پېژندلو لامل بللی دی.
خو د خوست په غونډه کې ښاغلي عبدالکبیر وویل، د طالبانو اوسنی نظام یوازې پر علماوو او طالبانو پورې منحصر نه دی، بلکې د هېواد ټول قومونه او هر وګړی پکې شریک دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په خپل ۲۷۲۱ (۲۰۲۳) پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته سپارښتنه کړې وه چې یو نوی استازی وټاکي چې د بین الافغاني خبرو او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دغه سازمان د سرمنشي په کوربه توب د افغانستان د راتلونکي په اړه غونډه کوي چې د دغه هېواد د سیاسي راتلونکي لپاره د لارې نقشه جوړه کړي.
د طالبانو حکومت لا دمخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د معرفي کولو پلان رد کړی دی.











