مجاهد: د حکمتیار خبرې حقیقت نه لري، طالبانو له هېچا سره د ټولګډوني حکومت ژمنه نه ده کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلامي حزب د مشر، ګلبدین حکمتیار، هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې وو، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې له هوکړې سره سم په افغانستان کې ټولګډونی حکومت جوړ کړي.
ښاغلي حکمتیار خپلو پلویانو ته یوه انلاین غونډه کې دا ادعا هم کړې وه، چې امریکا طالبانو ته د ټولګډوني حکومت لپاره یو نوملړ هم ورکړی دی.
ښاغلی حکمتیار چې کابل کې اوسېږي او وخت ناوخت د افغانستان پر سیاسي وضعیت نظر څرګندوي له خپلو بهر مېشتو پلویانو سره یوه انلاین غونډه کې ویلي امریکا طالبانو ته په ډاګه کړې که د دوحې تړون له مخې ټول ګډونی حکومت رامنځته نه کړي نو د طالبانو د مخالفینو ملاتړ به وکړي.
نوموړي ويلي، "ويل کېږي امریکا په دې شپو ورځو کې خپله لهجه بدله کړې، د طالبانو په ارتباط يې هم په مواقفو کې تبديلي راغلې او حتی ګواکې له امارت اسلامي يې غوښتي چې د دوحې د معاهدې مطابق بايد ټول شموله حکومت جوړ شي او حتی ويل شوي چې يو فهرست يې هم هغوی ته ورکړی او وضاحت يې بايد د اسلامي امارت له لوري وشي. ورته ويلي يې دي که دا شرایط ونه منل شي او په دې ژمنې عمل ونشي بيا به امريکا د مخالفينو مرسته کوي. "
ښاغلی حکمتیار له افغانستانه بهر د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو او ډلو له خوا ناستې ته په اشارې ويلي، "داسې معلومېږي چې شايد د پردې تر شا څه وي. "
نوموړی زياته کړې، "په رسنيو کې د امریکايي چارواکو اظهارات هم دا ښيي او له لهجې يې هم داسې معلومېږي چې امريکا د افغانستان په تړاو نوې منسوبه لري او شايد غوښتنه يې هم دا وي چې د دوحې په معاهدې عمل وشي، اساسي برخه د دې معاهدې همغه ده چې بايد ټولګډونی حکومت جوړ شي. "
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې څرګندونو وروسته پر اېکس یوه بیان کې د ښاغلي حکمتیار دا څرګندونې رد کړې.
نوموړي ویلي د امریکا لخوا دوی ته د ټولګډوني حکومت د جوړېدو په اړه خبرې او د نوملړ ورکولو ادعاوې حقیقت نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي مجاهد ټینګار کی چې طالبانو هېڅکله هم له چا سره د دا ډول حکومت د جوړېدو ژمنه نه ده کړی.
د طالبانو ویاند حکمتیار ته په خطاب کې ویلي، د هغې خبرې سمې نه دي او د ده په ټکو د هېواد مشران بايد بې سنده خبرې ونه کړي.
طالبان خپل حکومت ټولګډونی بولي.
امریکايي چارواکو لا په دې اړه چې طالبانو ته یې نوملړ سپارلی د طالبانو د مخالفینو د ملاتړ ګواښ یې کړی لا څه نه دي ویلي. خو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ترڅنګ د ټولګډونی حکومت رامنځته کول د امریکا او د هغوی د متحدینو مهمې غوښتنې دي.
د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د ټول ګډوني حکومت د رامنځته کولو غوښتنه له طالبانو څو ځله کړې ده. له دې ډلې څو میاشتې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبد اللهیان ویلي وو، هېواد یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او د دې لپاره د دوی شرط دا دی چې طالبان باید ټولګډونی حکومت رامنځته کړي.











