ګلبدین حکمتیار د طالبانو او امریکا د استخباراتي چارواکو ترمنځ پر خبرو نیوکه کړې

حکمتیار

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ورځپاڼې په مطلب کې هغه نظر ته هم اشاره شوې چې وايي ښايي کابل ته د حکمتیار په ورتګ سره وضعیت پېچلی شي.
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

شاوخوا شل ورځې وړاندې د لومړي ځل لپاره امریکايي رسنیو د طالبانو او امریکا د استخباراتي چارواکو د ناستې خبرونه خپاره کړل. دغه لیدنه چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې شوې وه، د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د امریکا د متحدو ایالتونو د استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال ډېویډ کوهن تر منځ وه.

دواړو لورو د دې ناستې جزیات نه دي خپاره کړي، خو طالب سرچینو ویلي، چې دوی د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي په اړه خبرې کړي او امریکايي چارواکو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه یې خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړې دي.

اوس رسنیو خبر ورکړی چې د طالبانو استازي د راتلونکې میاشتې په پای کې په دوحه کې د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان او د سي آی اې له مرستیال ډېویډ کوهن سره لیده کاته او خبرې کوي.

د راپورونو له مخې، په دغو خبرو کې به د امریکا د بندیزونو له لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو او د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو په اړه خبرې وشي.

خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې په کابل کې اوسېږي او په ځینو برخو کې له طالبانو سره ورته نظر لري، اوس د طالبانو او امریکا د استخباراتي چارواکو ترمنځ پر دغو خبرو نیوکه کوي.

نوموړي پرون د جمعې د لمانځه پر مهال د خپلو خبرو پر مهال ددغه ډول ناستو او مذاکراتو په اړه اندېښنه وښوده او پوښتلي یې دي چې د استخباراتي چارواکو پرځای ولې د دواړو لور سیاسي چارواکي خبري نه سره کوي؟

ښاغلي حکمتیار وویل، که څه هم دواړو لوریو په ځانګړې توګه طالبانو د خپلو خبرو جزئیات له خلکو سره نه دي شریک کړي، خو نښي، نښانې ښيي چې دواړه لوري یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

هغه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو لږېدل، د امریکا دا اعلان چې دوی د طالبانو پر وړاندي د وسلوالو ملاتړ نه کوي، له کابل سره په اونۍ کې د نغدو مرستو زیاتوالی، د نویو بانکنوټونو په چاپولو کې د امریکا مرسته او په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدل د بېلګي په توګه یادي کړي چې د ده په خبره په دغه تړون کې شامل دي. ښاغلي حکمتیار وویل:

''نن ټول اندېښمن دي، چې ښایې د امریکا او اسلامي امارت تر منځ وروستۍ خبري د دوحې د ناکامه تړون تکرار وي، د امریکا نړیوال او سیمه ییز سیالان هم په دې اړه جدي اندېښمن دي چې هسې نه وروستۍ خبري د دوي لپاره بد پیغام ولري. په داسې حال کې چي د دوحې مذاکرات او په پایله کې شوې هوکړه په بشپړ توګه ناکامه او د عملي کېدو وړ نه ده، له واقعیتونو لېري او ناسمه وه، چې اوسنی ناسم وضعیت یې پایله ده ''.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبانو حکومت د ښاغلي حکمتیار د تازه څرګندونو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو ښاغلي حکمتیار د خپلو دغه ادعاوو په اړه کوم شواهد نه دي وړاندې کړي او نه یې دي ویلي چې دا معلومات یې څنګه ترلاسه کړي دي.

نوموړي همدا راز د افغانستان په اړه د روسیې او چین اندېښنو ته اشاره وکړه او ویې وویل چې دغه هېوادونه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د نوي تړون په اړه اندېښمن دي.

''ټول هېوادونه، د امریکا او طالبانو د وروستیو خبرو په اړه اندېښمن دي، په ځانګړې توګه د کابل او واشنګټن د خبرو پایله کې د پرمختګونو په اړه، او اوس دې پایلې ته رسېدلي، چي ممکن په افغانستان کي ددوي د ګټو خلاف کارونه ترسره شي. ددې خبرو جزییات نه خپرول او په اړه یې په ځانګړې توګه د کابل چوپتیا دغه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې چې هسې نه په افغانستان کې په ځانګړې توګه د دغه هېواد په شمال کې د ځینو امریکايي پوځي واحدونو د ځای پر ځای کېدو په اړه د اسلامي امارت او امریکا تر منځ هوکړه شوې نه وي ''.

طالبانو تر اوسه له امریکا سره د خپلو خبرو په اړه د حکمتیار د سخت دریځ په اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو څو ځله یې له امریکایانو سره په ۲۰۲۰ کال کې د شوي تړون دفاع کړې او د دغه تړون د عملي کېدو او له امریکا سره یې د دوحې د هوکړې پر بنسټ د اړیکو د ټینګېدو غوښتنه کړې ده.