دوحه کې خبرې؛ طالبانو له امریکا یو ځل بیا د افغان شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، BALKHI
طالبان وايي، د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر یې په دوحه کې له امریکايي استازو د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو او د بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې له پرون راهیسې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یوه پلاوي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازې ټام وېسټ او نورو امریکايي چارواکو سره خبرې کولې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي په دغه ناسته کې "د ټام وېسټ ترڅنګ د سپنې ماڼۍ، د مالیې وزارت، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAID او یو شمېر نورو ادارو لوړ پوړي استازي وو"
د طالبانو په وینا پاڼه کې ویل شوي "په بحثونو کې ټینګار وشو چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لېري کړل شي."
د طالبانو ګڼ مشران د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې دي او ډېری یې بهر ته سفر نه شي کولای.
طالبانو ویلي، په دغه ناسته کې د امریکا د مالیې یا خزانې وزارت استازې د افغانستان د کنګل شویو شتمنيو په اړه مالومات ورکړي خو طالبانو په دې تړاو په خپره کړې خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

د عکس سرچینه، Munich2022
ښاغلي متقي له امریکا غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت سره چې خبر پاڼه کې "نوی اسلامي حکومت" یاد شوی، د فشار پر ځای د همکارۍ او مثبت تعامل لار غوره کړي.
طالبان خپل نظام د ۱۹۹۰ لسېزې واکمنۍ په څېر "اسلامي امارت" بولي، خو د یادولو ده چې په دوحه کې د سولې خبرو پرمهال یې ژمنه کړې وه چې اسلامي امارت په نامه نظام بېرته افغانستان نه واکمنوي.
د طالبانو اعلامیه کې ویل شوي، حکومت یې پر کړو ژمنو ولاړ دی او د افغانستان خاوره به د ګاونډیانو او نړۍ پرضد نه کارول کېږي.
که څه هم تر اوسه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دغې ناستې په اړه څه نه دي ویلي، خو طالبانو د ټام وېسټ له خولې لیکلي چې غواړي له طالبانو سره د "تعامل لار خپله کړي."
د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې، کله چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته پرېنښودې، امریکا د اعتراض په ډول په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو بهیر وځنډاوه.
اوس داسې ښکاري چې د خبرو دغه بهیر بېرته پرانیستل شوی خو له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي. پر طالبانو نېوکه کېږي د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په ګډون یې په دوحه کې د خبرو پرمهال کړې ژمنې نه دي پلي کړي.










