پي‌ټي‌اېم افغان کډوالو سره د پاکستان د "غیرې انساني چلند" خلاف پاریس کې لاریون کړی

د ویډیو تشریح، پآریس کې د پي‌ټي‌اېم لاریون

د پښتون ژغورنې غورځنګ 'پي‌ټي‌اېم' د فرانسې څانګې غړو او ملاتړو له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستلو خلاف یکشنبه په پاریس کې احتجاج کړی.

دوی د پاکستان حکومت لخوا له افغان کډوالو سره "غیر انساني چلند" او همدا راز پاکستان کې د پي‌ټي‌اېم د فعالانو نیونې غندلې او چمن کې یې له شاوخوا یوې میاشت راهیسې د روان پرلت لخوا د مطرح شویو غوښتنو ملاتړ کړی دی.

د چمن پرلت دغلته پر ډیورنډ کرښه تګ راتګ لپاره د پاسپورت او ویزې د جبري کېدو خلاف پیل شوی.

د پي‌ټي‌اېم فرانس مشر حبیب الرحمن زمانخیل د دغه لاریون پر مهال وویل چې "د پاکستان حکومت له افغان کډوالو مالونه، شتمنۍ او کاروبارونه په زور اخلي او بیا یې په ډېر بد حالت کې له ډیورینډ فرضي کرښې بلې غاړې ته اړوي"

پي ټي‌ایم

ښاغلی زمانخیل وايي د لاریون کډوالو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې نور دې پاکستان ته د افغان کډوالو په نوم پیسې نه ورکوي بلکې مرستې دې د اړوندو ادارو له لارې پر افغان کډوالو وویشي، چې د ده په وینا د ژمي په دې ساړه موسم کې د انساني ناورین مخه ونیول شي.

دوی په نړیواله ټوله هم له دې کبله نیوکه کړې چې د پاکستان حکومت لخوا افغان کډوالو سره د روان زور زیاتي مخنیوي لپاره یې هغسې چې اړینه ده، غبرګون نه دی ښودلی.

پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې یوه ورځ مخکې بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته هم پاکستان کې له افغان کډوالو سره د روان تاوتریخوالي خلاف احتجاج کړی و.

فرانس
د عکس تشریح، بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته هم لاریون شوی

پي‌ټي‌ایم فرانس وايي، د پاریس په لاریون کې یې پخواني دیپلومات او د پي ټي ایم د کور کمیټې غړي نضیف الله نهضت، د پي ټي ایم د مرکزي کمیتې غړي عبدالله احسان، د پي ټي ایم هالنډ مشر امین پښتون، د پي ټي ایم سویس مشر مصطفی پشتین، د پي ټي ايم هالنډ د مشرتابه غړو قدرت الله علیخیل او سمیع خان، د پي ټي ایم فرانس غړو او په فرانسه کې لسګونو مېشتو افغانانو ګډون کړی.

د پي‌ټي‌اېم غړي وايي د ډسمبر ۲۹مه جینوا او په هغه پسې ډنمارک او سویډن کې هم د لاریونونو پلان لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او نورو غړو هم له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو او هغوی سره د زور زیاتی مخالفت کړی دی.