انوارالحق کاکړ: 'افغان طالبان دې ټي ټي پي وسله وال ختم کړي یا دې یې پاکستان ته وسپاري'

Afghanistan

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ یو ځل بیا ادعا کړې، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

کاکړ دا تینګار هم کړی چې د ده په ټکو "افغان طالبان ډېر ښه پوهیږي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي (ټي ټي پي) د پاکستان خلاف له کومه ځایه عملیات کوي."

د پاکستان له یوه خصوصي تلویزیون جیونیوز سره د جرګې په ځانګړې پروګرام کې انوار الحق کاکړ وویل " اوس باید افغان طالبان دا پرېکړه وکړې چې د ټي ټي پي خلک مونږ ته سپاري او که خپله یې پر وړاندې عملیات کوي."

په افغانستان کې واکمنو طالبانو بیا بیا د پاکستاني چارواکو دا تورونه بې بنسټه بللې او په وینا یې چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چل پر ضد وکاروي."

خو له دې سره د پاکستان اوسني چارسمبالي لومړي وزیرویلي "دا خبره نوره د حوصلې نه ده چې د افغانستان له خاورې دې پاکستان کې حملې کېږي او افغان طالبان دې یې ننداره کوي."

د جیونیوز له سلیم صافی سره د جرګې دې پروګرام کې انوار الحق کاکړ وویل، دوه کاله مخکې چې له پاکستاني طالبانو سره د سولې خبرو لړۍ پیل شوه هغه مهال پاکستاني طالبان عملا کابل کې وو.

Afghanistan

د عکس سرچینه، KAKAR/GETTY

د ‍طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و د خبرو لپاره دا معموله چاره ده چې خلک له یوه ځایه بل ته ځي او د هغه په ټکو "که د پاکستان حکومتي پلاوی له اسلام اباده کابل ته راغلی و داسې پاکستاني طالبان له هغې خوا کابل ته د سولې پلان لپاره بلل شوې وو. "

انوار الحق کاکړ په دې مرکه کې ټينګار وکړ چې 'پاکستاني طالبان په منځنۍ اسیا کې نه دي بلکې په افغانستان کې دي."

هغه همدا راز ویل‍ي بېلابېلو دیني عالمانو د پاکستان د پوځ له مشر سره په وروستۍ لیدنه کې د پاکستاني طالبانو خلاف د دوی د حکومت ننګه او ملاتړ کړی دی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر تازه څرګندونو ته په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې د ده خبرې نه یوازې رد کړي بلکې انوار الحق کاکړ یې بې صلاحیته لومړی وزیر هم بللی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ده وروستیو څرګندونو ته چې په افغانستان کې یې د مشروع حکومت د راتګ په صورت کې د اړیکو ښو کېدو هیله کړې وه ویلي "دوی له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او له پاکستان سره اړیکې هغه مهال لا ښې کیدای شي چې هلته هوښیار مشرتابه وي."