پر افغانستان د شوروي ځواکونو یرغل: ''۴۳ دقیقې'' چې افغانستان یې د تل لپاره بدل کړ

تاج بېګ ماڼۍ ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تاج بېګ ماڼۍ ارشیف تصویر
    • Author, نور محمد سعید
    • دنده, بي بي سي

۴۶ کاله وړاندې، د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷مه (د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدې شپږمه) وروسته له هغه چې د شوروي د "الفا" کوماندو ځواکونو د افغانستان د هغه مهال ولسمشر حفیظ‌الله امین د تاج‌بېګ په ماڼۍ کې لومړی مسموم او بیا وواژه، شوروي ځواکونو د افغانستان اشغال پیل کړ.

په افغانستان کې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي (جدي) شپږم مازدیګر د نور کله غوندې عادي و. د هېواد نورو ښارونو په څېر پلازمېنه کابل کې هم دوکانونه، بازارونه او دفترونه تړل کېدل، د کابل اوسېدونکي او دولتي مامورین کورونو ته ستنېدل او په ظاهره ژوند عادي روان و.

خو دا عادي مازدیګر نه و، وضعیت داسې و، لکه له یوه زورور توپان مخکې چې د یو څه ځنډ لپاره چوپه-چوپتیا شي.

د ښار له مرکزه نژدې ۱۶ کیلومتره لېرې تاج‌بېګ ماڼۍ کې چې هغه مهال د ولسمشر حفیظ‌ الله امین د استوګنځای په توګه هم کارېده، د کابینې غړو او جګپوړو چارواکو د یوې غونډې او مېلمستیا لپاره چمتووالی کېده. دا ماڼۍ ایله څو اونۍ مخکې د ولسمشر د استوګنځي او دفتر په توګه انتخاب شوې وه.

په تاج‌بېګ ماڼۍ کې لا مېلمستیا پیل شوې نه وه، چې له بهره پرې د افغان پوځیانو په یونیفورم کې د شوروي اتحاد د استخباراتي شبکې (کې‌جي‌بي) افسرانو ډزې پیل کړې.

په تاج‌بېګ ماڼۍ کې څه پېښ شول؟

د حفیظ‌الله امین ژوندي پاتې زوی ببري امین او مور یې تېر کال د بي‌بي‌سي له خبریال یما بارز سره په یوه ځانګړې مرکه کې د مرغومي شپږم ماښام سترګو لیدلی حال بیان کړ.

ببری امین وايي، پلار یې د برید پیلېدو تر مهاله ګومان نه کاوه، چې شوروي ځواکونو پرې برید کړی او یا یې پر افغانستان یرغل کړی دی.

دی وايي، د لومړیو ډزو له اورېدو وروسته ولسمشر امین ''لومړی کار دا وکړ، چې مخابرې ته یې لاس کړ، خو پوه شو، چې د مخابرې مرکز له منځه وړل شوی، نو موږ ته یې وویل، چې هدف (د تاج‌بېګ ماڼۍ) درېیم پوړ دی، باید دویم پوړ ته کوز شو.''

دی وايي، دویم پوړ ته له کوزېدو وروسته یې پلار، چې ''مسموم شوی و، روغتیايي وضعیت یې ښه نه و'' او د کورنۍ نارینه غړي د هغې وسلې پر مټ له شوروي ځواکونو سره وجنګېدل، چې په کور کې یې درلوده.

له دې مخکې د مرکزي اسیا له مسلمانانو تشکیل شوي هغه کنډک غړي رستم توسلوکوف، چې پر تاج‌بېګ ماڼۍ یې برید کړی و، له بي‌بي‌سي سره یوه مرکه کې ویلي وو، چې ولسمشر امین او ساتونکو یې ''۴۳ دقیقې مقاومت وکړ، له هغه وروسته ووژل شول'' او دوی تاج‌بېګ ماڼۍ ته ننوتل.

''پر میدان ناست ولسمشر''

د هغه وخت افغان ولسمشر حفیظ الله امین د کورنۍ له ځینو غړو سره یو ځای په تاج‌بېګ ماڼۍ کې ووژل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هغه وخت افغان ولسمشر حفیظ الله امین د کورنۍ له ځینو غړو سره یو ځای په تاج‌بېګ ماڼۍ کې ووژل شو.

صالح محمد زېری چې هغه مهال د عامې روغتیا وزیر و، په خپلو یاداښتونو (د نیمې پېړۍ خاطرې) کې لیکي، هغه ورځ دی تاج‌بېګ ماڼۍ ته د سیاسي بیورو غونډې ته بلل شوی و.

ښاغلی زېری کاږي، له غونډې مخکې یې د تاج‌بېګ ماڼۍ په برنډه کې له ولسمشر امین سره د دې ځای د خوندیتوب په تړاو خپله اندېښنه شریکه کړه:

''زه د امین تر څنګ روان وم. له برنډې مې بهر ته کتل. حفیظ‌ الله امین ته مې مخ ورواړاوه، ''دا خو بیخي پر میدان ناست نه یې؟''.

ده وویل: ''خو دوی وايي، دا ځای مصئون دی'' مانا لرونکی غوندې موسکی شو، ما هم وخندل، ومې ویل، ''څه ووایم، چې دا ځای به تر ارګ (زیات) مصئون وي''. زموږ خبرې د کوم بل ملګري په پوښتنه پرې شوې او د غونډې کوټې ته ورسېدو.''

ښاغلی زېری له دې مخکې لیکي، چې د ۱۳۵۷ کال له نیمايي وروسته د ځینو وزارتونو ځایونه بدلېدل، په همدې لړ کې د دفاع وزارت دارلامان ماڼۍ ته ولېږدول شو، چې مخکې پکې د عدلیې وزارت دفترونه وو.

ښاغلی زېری کاږي: ''کله چې د ۱۳۵۸ کال په مني کې د خلقي دولت دننه او باندنۍ وضع کړکېچنه شوه، نو داسې اوازه خپره شوه، چې صدارت دارالامان ماڼۍ ته لېږدول کېږي''.

ښاغلی زېرې مخکې لیکي، ''څه وخت وروسته خبر شوم، چې د انقلابي شورا ریاست دارلامان ماڼۍ او د حفیظ‌الله امین کورنۍ د تاج‌بېګ قصر ته لېږدول شوې ده.''

خوشباوري او که بې‌خبري؟

فقیر محمد فقیر د حفیظ‌الله امین حکومت کې د کورنیو چارو وزیر و. ده په (۲۰۲۲) کې له بي‌بي‌سي سره خبرو کې وویل، چې د جدي/مرغومي په شپږم ماسپښین همالته په تاج بېګ ماڼۍ کې و او ولسمشر امین د سیاسي بیورو غړو ته مېلمستیا کړې وه.

ښاغلي فقیر وویل، ولسمشر امین ته په ښوروا (سوپ) کې زهر یا مسمومونکي مواد ورکړل شوي وو، ''امین صیب پر بستر پروت و، دوه روسي ډاکتران او د څلور سوه بستریز روغتون قوماندان ولایت خان یې درملنه کوله.''

ښاغلي فقیر وايي، کله چې ولسمشر امین په هوښ راغی، دی یې د سکرتریت دفتر ته واستاوه او هلته ده ته لوی درستیز یعقوب خان په ټیلیفون کې وویل، چې ''دلته راشه بیا به یو ځای تاج بېک ته لاړ شو.''

ښاغلي فقیر وايي، په دفاع وزارت کې (دفاع وزارت هغه مهال د تاج‌‌بېګ تر څنګ په دارلامان ماڼۍ کې و) د یعقوب خان په دفتر کې ''شپږ – اووه روسان هم ناست وو. روغبړ مې ورسره وکړ، چې په همدې کې ډزې پیل شوې.''

د ښاغلي فقیر په خبره د هغه وخت حکومت له شوروي اتحاد سره ''د وسلو لېږد یو لوی قرارداد'' درلود او ده هغه وخت داسې ګومان کاوه، چې د لوی درستیز په دفتر کې ناست شوروي پوځیان هم د هماغه قرارداد عملي کولو په برخه کې د خبرو لپاره هلته ناست دي.

ښاغلی فقیر وايي، دوی (حفیظ‌الله امین او د حکومت چارواکو یې) هېڅ داسې اندېښنه نه درلوده، چې شورویان به پرې برید کوي، ''ما د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر په صفت او له امین سره د اوږدمهاله ملګرتیا په ترڅ کې یوه کلیمه هم له امین نه ده اورېدلې، چې له شورویانو سره په مخالفت کې راغلې وي.''

داخلي ګواښ؟

روسي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د نور محمد تره‌کي د کابینې وزیر او د حفیظ‌ الله امین یو مخالف سید محمد ګلاب زوی وايي، له دې مخکې هم یو ځل د حفیظ‌الله امین د وژلو پلان جوړ شوی و.

نوموړي د بي‌بي‌سي له خبریال یما بارز سره په یوه مرکه کې ویلي و: ''لومړی پلان په قوس/لیندۍ (میاشت کې هغه مهال و)، چې حفیظ الله امین تاج‌بېګ ته لاړ، هلته ده ته زهر ورکړل شول، خو دی ژر بېرته ورغېد.''

د حفیظ الله امین پر حکومت داسې ډېر تورونه ولګول شول، چې د خپلو مخالفینو له رټلو، زنداني کولو او ان وژلو یې هم دریغ نه کاوه. په دې کې خپله د خلک دیموکراتیک ګوند د لوړپوړو غړو ګوښه کولو، تبعید او زنداني کولو تورونه هم شامل دي.

تر دې چې د ګوند بنسټګر نور محمد تره‌ کي د وژنې تور هم پر حفیظ‌ الله امین پورې کېږي.

د خلک دیموکراتیک ګوند غړو چې هغه مهال یې نژدې هر یو په یوه نه یوه ډول په حکومت کې شامل و، د بدګومانیو او توطئو له شکونو سره سره د شورویانو په هکله د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر فقیر محمد فقیر پورته یادې شوې څرګندونې داسې پوښتنې راپورته کوي، چې د ۴۴ کالو له تېرېدو وروسته یې هم ځواب نه دی موندل شوی.

مثلاً، د کورنیو چارو وزیر په ګډون د سیاسي بیورو او کابینې غړو په شتون کې ولسمشر ته په خوړو کې د بې‌هوښۍ درمل ورکول کېږي، هغسې چې ویل کېږي، د افغان پوځ په یونیفورم کې ګڼ شمېر شوروي پوځیان په تاج‌بېګ ماڼۍ کې د ولسمشر تر دفتره رسېږي، خو د څارګرو، دفاعي او امنیتي ادارو په ګډون د هېچا پام کوم داخلي احتمالي ګواښ ته ولې نه اوښت؟

د هغه مهال شوروي چارواکي څه وايي؟

شوروي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د محدود پوځي ټولګي په نامه کتاب (دا کتاب داود جنبش د "سرې لښکرې په افغانستان کې" په نامه پښتو ته ژباړلی) لیکوال او په افغانستان کې د شوروي پوځونو پخوانی قوماندان جنرال باریس ګروموف وايي، د حفیظ‌ الله امین له وژلو مخکې افغانستان ته د شوروي ځواکونو د استولو چمتووالی کېده.

جنرال ګروموف په خپلو یاداښتونو کې کاږي: ''په دسمبر میاشت کې د شوروي اتحاد د دفاع وزیر جنرال د. اوستینوف د شفاهي امر له مخې له ۳۰ ډېر پوځي لارښوونکي اسناد صادر شول.''

دی وايي، د همدې لارښوونو له مخې ''د منځنۍ اسیا او ترکستان پوځي حوزه کې د څلوېښتم لښکر (د همدغه ځواک سرتېري تر ټولو لومړی افغانستان ته واستول شول) قوماندانۍ جوړه او ځواکونه یې منظم شول.''

نوموړی جنرال زیاتوي په داسې حال کې چې دا پوځي چمتووالی له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په دې پوځي حوزه کې تر ټولو ستر پوځي خوځښت و، ''یوازې د دسمبر پر ۲۴مه (د امین له وژلو دوې یا درې ورځې مخکې) د شوروي اتحاد د دفاع وزارت د مشرتابه په غونډه کې دا خبره په ډاګه شوه، چې شوروي اتحاد افغانستان د پوځونو د لېږلو پرېکړه کړې ده.''

جنرال ګروموف په همدې اثر کې مخکې کاږي، چې شوروي سفیر مخکې حفیظ‌ الله امین ته ویلي وو، چې شوروي له افغانستان سره د مرستې پرېکړه کړې او په ځواب کې ''امین د وسله وال پوځ ستر درستیز ته لارښوونه وکړه، چې له شوروي لښکر سره هر ډول مرسته وکړي.''

جنرال ګروموف په همدې لړ کې د دسمبر پر ۲۵ مه په کندوز کې د شوروي څلوېښتم لښکر د تورن جنرال، ی. و. توخارینوف، د افغانستان لوی درستیز د اوپراسیون مشر تورن جنرال بابا جان او د حفیظ‌الله امین مشر ورور عبدالله امین د لیدلو کتلو یادونه هم کوي.

دا څرګندونې ښيي، چې شوروي مشرتابه پر افغانستان د پوځي یرغل او د حفیظ‌ الله امین حکومت له منځه وړلو پلان په داسې حال کې له مخکې چمتو کړی و، چې په ظاهره یې شخصاً له حفیظ‌ الله امین سره د پوځي مرستې خبرې کولې او ښايي حفیظ‌ الله امین له همدې کبله لږ تر لږه د شورویانو له لوري ډاډه و، چې حکومت ته یې ستونزه نه جوړوي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې په همدې اثر کې لیکوال کاږي، شوروي مشران له دې مخکې د افغانستان حکومت له غوښتنې سره سره ان افغانستان ته د پوځي وسایطو او تجهیزاتو په ورکولو کې زړه نازړه وو یا یې د نړیوال فشار زیاتېدو اندېښنه څرګندوله.

پر افغانستان له پوځي یرغل وروسته بیا د حفیظ‌الله امین په هکله د شوروي مشرتابه نظر د شوروي کمونیست ګوند مرکزي کمېټې سیاسي بیورو ارشیف په اسنادو کې لیدل کېږي، چې جنرال باریس ګروموف په خپل کتاب کې نقل کړي دي.

دی وايي، شوروي سفیرانو ته د یو شمېر هېوادونو کمونیستو ګوندونو له مشرانو سره د لیدو لارښوونه شوې وه او له هغوی غوښتل شوي وو، چې د شوروي اتحاد کمونیست ګوند مرکزي کمېټې له لوري باید ووايي، چې ''په افغانستان کې انقلابي اوښتون (د ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا) د بهرنیو غلیمانو او ارتجاعي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شو... دې اور ته بیا د حفیظ‌الله امین تېروتنو او که بې پردې وویل شي، د هغه استبدادي او له دکتاتورۍ ډکو کړنو سخته لمن ووهله، د هغه لخوا ډېر ابتدايي قانوني نورمونه تر پښو لاندې شول، هغه د ټولو ناراضیانو او په تېره بیا د هغه چا خلاف له ترټونکو او ځپونکو عملونو کار واخیست چې اوږده کلونه یې د پاچاهي نظام خلاف مبارزه کړې او د اپرېل په انقلاب کې یې فعال ګډون درلود.''

د شوروي کمونیست ګوند مرکزي کمېټه په همدې لیک کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې خپلو ''دوستو'' ګوندونو ته هم رښتیا نه وايي، چې امین د دوی ځانګړو ځواکونو وژلی، بلکې د ''ناراضیانو'' هماغه ډله د امین حکومت نسکورولو مسووله بولي، چې د حفیظ‌الله امین له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې واکمنه شوه.

په لیک کې وړاندې لولو: ''... خو په افغانستان کې داسې ځواکونه پیدا شول، چې په غوڅه توګه یې د حفیظ‌ الله امین خلاف پاڅون وکړ. هغه یې له واکه لېرې او د هېواد او ګوند لارښوونې نوي ارګانونه یې رامنځته کړل. په دې ډله کې هغه شخصیتونه شامل دي، چې اوږده کلونه یې د پاچاهي نظام خلاف مبارزه کوله او له تره‌ کي سره یو ځای یې د اپرېل انقلاب بري ته رسولی و.''

تلپاتی اغېز

شوروي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

پر افغانستان د شوري پوځ د یرغل او ولسمشر امین د وژلو پېښې په تړاو خورا ډېرې مفروضې وړاندې کېږي. د ځینو په اند دا په کابل کې د شوروي پلوه حکومت ژغورلو یو هڅه وه.

ځینې یې بیا له پاکستان او امریکا سره د حفیظ الله امین د احتمالي اړیکو په تړاو د شوروي مشرتابه د اندېښنو پایله بولي، ان تر دې چې د ځینو په اند د هند سمندر (تودو اوبو) ته د شوروي رسېدلو یو پخوانی پلان و، خو هر څه چې وو، د ۱۳۵۸ کال د جدي پر شپږم ماښام د کابل په تاج‌بېګ ماڼۍ کې رامنځته شوې پېښه د هغه مهال ولسمشر حفیظ‌الله امین له وژل کېدو سره پای ته و نه رسېده، بلکې له هماغه ماښام وروسته بیا تر نژدې څلور نیمو لسیزو پورې ښايي په سختۍ سره داسې کومه ورځ - نیمه راغلې وي، چې په افغانستان کې جګړه نه وه، وینې نه وي تویې شوې یا څوک وژل شوي نه وي.

ویل کېږي، شوروي مشرتابه په لومړي سر کې د دې جګړې پای ته رسېدو لپاره شپږ میاشتې، بیا یو کال، بیا دوه کاله او بیا څلور کاله وخت اټکل کړی و، خو څه باندې نهه کاله وروسته چې د ۱۹۸۹ په فبرورۍ کې شوروي ځواکونه له افغانستانه وتل، نو د اټکل له مخې یې ۱۵ زره ملګري وژل شوي وو او لسګونه زره نور یې ټپیان وو.

افغانستان بیا د شوروي ځواکونو له یرغل سره ورځ تر بلې د خونړۍ کورنۍ جګړې په یوه داسې جال کې ونښت، چې د سلګونه زره افغانانو له وژل کېدو وروسته یې اوس هم اغېز نه یوازې پر افغانستان او هر ژوندي افغان پاتې دی، بلکې خپله د شوروي اتحاد په ګډون یې د سیمې او تر ډېره بریده د ټولې نړۍ برخلیک د تل لپاره بدل کړ.