د تېلو تولید کمولو لپاره د اوپېک پلس تړون

اوپېک پلس

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړۍ په بازارونو کې د خامو تېلو د بیې له پرله پسې ټیټېدو وروسته د نفتو صادروونکو هېوادونو سازمان 'اوپېک' او متحدینو یې د تولید پر کمولو سلا کړې ده.

له دې هوکړې وروسته - چې له اوو ګړیو ناستې پس لاسلیک شوه، سعودي عربستان اعلان وکړ چې د جولای له میاشتې به په ورځ کې د خامو تېلو تولید یو میلیون بیرله کموي.

د اپرېل په میاشت کې دې هېواد په داوطلبانه ډول د خپلو خامو تېلو تولید په ورځ کې ۶۰۰ زره بیرلو کمولو اعلان وکړ.

پر دې شمېر سربېره، اوپېک او متحدینو یې چې د اوپېک پلس په نوم پېژندل کېږي، هم موافقه وکړه چې د ۲۰۲۴ کال له پیله به له ورځني تولیده یو میلیون او ۴۰۰ زره بیرله خام تېل کم کړي.

اوپېک پلس د نړۍ ۴۰ سلنه خام تېل تولیدوي او دا پرېکړه په نړۍ کې د تېلو پر نرخ اغېز کولی شي.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال السکندر نوواک په وینا، اوپېک پلس د ۲۰۲۲ له اکتوبر راهیسې خپل ورځنی تولید ۳ میلیونه او ۶۶۰ زره بیرله کم کړی دی.‌

د اوپېک پلس تړون په داسې حال کې اعلانېږي چې لوېدیځ دا ډله د روسیې په ملاتړ او د خامو تېلو په نرخونو کې په لاسوهنه تورنه کړې ده.

په مقابل کې یې اوپېک د انفلاسیون د پېښو او د تېلو د عایداتو د ارزښت د کمولو لپاره د لوېدیځ هېوادونو مالي سیاستونه نیمګړي او ملامت بللي دي.

اوپېک پلس (+OPEC) څه دي؟

تېل

د عکس سرچینه، Getty Images

اوپېک پلس د تېلو د ۲۳ صادرونکو هېوادونو يوه ډله چې هره مياشت په ويانا کې د غونډې پر مهال پرېکړه کوي چې څومره خام تېل په نړيوال بازار کې وپلورل شي.

يوازې اوپېک د خامو تېلو صادرونکو ډله ۱۳ غړي لري چې تر ډېره د منځني ختيځ او افريقا هېوادونه په کې دي. اوپېک په ۱۹۶۰ کال کې رامنځ ته شو چې موخه يې په ټوله نړۍ کې د تېلو عرضه او بيه ټاکل دي.

اوسمهال اوپېک هېوادونه د نړۍ شاوخوا ۳۰ سلنه خام تېل توليدوي چې د ورځې ۲۹ میليونه بېرله کېږي. سعودي په اوپېک کې د تېلو تر ټولو لوی توليدونکی هېواد دی چې هره ورځ له لس میلیونو بېرلو د تېلو ډېر توليد لري.

د تېلو بيې ولې دومره لوړې دي؟

په ۲۰۲ کال کې د کورونا وبا د پيلېدو راوروسته د خامو تېلو بيه د پېرودونکو د لږوالي امله راټيټه شوه.

د ګيټ ډورين په وينا، د تېلو توليدونکو هېوادونو د تېلو اخيستلو لپاره پيسې ورکولې ځکه دوی د تېلو ذخيره کولو لپاره کافي ځای نه درلود.

د اوپېک پلس هېوادونو بيا هوکړه وکړه چې په ورځ کې د ۱۰ میليونو بېرلو تېلو توليد کم کړي چې د نرخونو پورته کېدو کې مرسته وکړي.

د ۲۰۲۱ په جون کې د خامو تېلو غوښتنه بېرته زياته شوه او اوپېک پلس هم په تدريجي ډول د تېلو توليد ۴۰۰ زره بېرله زيات کړ، په جولای او اګست کې ۶۰۰ زره بېرله زيات شو چې ټاکل شوې په سپټمبر مياشت کې به ۱۰۰ زره بېرله نور هم زيات شي.

خو بيا هم دا هېوادونه د ۲۰۲۰ کال پرتله هره ورځ شاوخوا دوه ميليونه بېرله کم تېل توليدوي.

کله چې روسيې پر اوکرایين بريد وکړ په بازارونو کې د ګډوډۍ له کبله د خامو تېلو بيه د بېرل پر سر ۱۰۰ ډالرو ته لوړه شوه چې له امله يې د عامو مصرف کوونکو لپاره د پټرولو بيې خورا لوړې شوې.

تېل

د عکس سرچینه، Reuters

ډېوېډ فايف چې د ارګس رسنۍ کې اقتصاد پوه دی وايي، په ۲۰۲۰ کال اوپېک پلس د تېلو توليد ډېر کم کړ چې د نوموړي په وينا اوس دوی ورو ورو توليد بېرته زياتوي.

ډېوېډ فايف وايي، د تېلو پېرودونکي وېره لري چې اروپايي ټولنه به د امريکا پيروي وکړي او له روسيې به د تېلو واردات بند کړي.

اروپا دا مهال له روسيې هره ورځ ۲.۵ ميليونه بېرله خام تېل واردوي. دی وايي "د روسيې پر تېلو د بنديز ګواښ بازار کې وېره خوره کړې ده، ځکه چې دا کولی شي په عرضه کې د سخت فشار لامل شي."