د انټرنېټي برید له کبله ټول ایران کې د 'تېلو پمپونه بند شول'

د عکس سرچینه، Getty Images
ایراني چارواکو تایید کړې، چې له یوه پراخ انټرنېټي برید وروسته د دې هېواد ټول ۴۳۰۰ تېل پمپونه له کار لوېدلي.
مسوولین مني چې له دې پروني برید وروسته تر اوسه په تېل پمپونو کې په لاسي توګه یا د ځېرک کارت له کاروولو پرته موټرو ته تېل اچوول کېږي.
د ایران نفتو وزیر جواد اوجي وايي، انټرنېټي برید پر همدې الیکترونیکي کارتونو شوی، چې د تېلو ترلاسه کولو لپاره د ایرانیانو ونډه مشخصوي.
ایراني وزیر له دې کبله له خلکو بښنه غوښتې ده.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي هم د کابینې په غونډه کې دا موضوع یاده کړې او په وینا یې هدف یې د ''خلکو ژوند کې ګډوډي رامنځته کول او د دوی قهرول دي. ''

د عکس سرچینه، ugc
ښاغلي رئیسي دې لړ کې د پلازمېنې تهران یوه پټرول پمپ لیدو ته تللی و.
ایراني چارواکي د دې برید ګوته بهرنیو کړیو ته نیسي.
د ایران ولسمشر وايي، له دې سایبري برید وروسته چارواکو ''په بریالیتوب سره '' وضعیت کنټرول کړی.
نوموړی وايي، ''ایرانیانو چا ته اجازه نه ده ورکړې، چې له دې وضعیته ناوړه ګټه واخلي. ''
له دې مخکې د سې شنبې پر ورځ ناڅاپه د ایران پټرول پمپونو کې موټرو ته د تېلو اچوولو لړۍ په ټپه ودرېده، د پټرول پمپونو پر وړاندې د موټرو اوږده کتارونه ولګېدل او وروسته ایراني چارواکو تایید کړه، چې د تېلو اچوولو پر نظام انټرنېټي برید شوی دی.

د عکس سرچینه، Irna
له هغه وروسته د ''ښکاري مرغه '' په نامه د هکرانو یوې ډلې بي بي سي فارسي څانګې او ځینې نورو رسنیو ته په یوه استول شوي برېښنالیک کې ادعا وکړه، چې دا او په جولای میاشت کې د ایران ریل ګاډي پر کمپیوټري نظام برید دوی کړی دی.
بي بي سي نه شي کولای چې دا ادعا تایید کړي.
د ایران مجازي فضا شورا عمومي منشي ابوالحسن فیروزابادي بیا تېره شپه له ایران ټلویزیون سره مرکه کې وویل، دا برید دومره پراخ و، چې د ایران ټولو ۴۳۰۰ پمپونو چارې په ټپه درېدلې یا ګډوډې شوې دي.
نوموړی وايي، د دې برید اړوند وروستی رپوټ به راتلونکو لسو ورځو پورې چمتو شي، خو ښاغلی فیروزابادي ادعا کوی:
''دا برید هم د ریل سسټم انټرنیټي برید په څېر له هېواده بهر شوی دی. ''
نوموړی وايي د دې برید له کبله ''پراخې ستونزې '' رامنځته شوې، خو په خبره یې اوس ''هر څه کنټرول شوي دي. ''








