اروپا کې د تېلو پر یو شمېر شرکتونو انټرنېټي بریدونه شوي

د عکس سرچینه، Oiltanking GmbH
په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د تېلو لېږد او زېرمه کولو پر شرکتونو انټرنېټي بریدونه شوي. د جرمني، بلجیم او هالنډ ځینې نفتي شرکتونو پر کمپیوټري سیسټمونو دا نټرنېټي د اونۍ پای کې شوي دي.
په جرمني کې د ایل ټانکینګ، د بلجیم سیې انوېسټ او د هالنډ ایفوس شرکتونه په دې ډله کې شامل دي، چې پر کمپیوټري څانګو یې بریدونه شوي دي.
د دې شرکتونو مسوولین وايي، د اونۍ پای دې برید له کبله د نړۍ ګڼ شمېر تېلو زېرمه کولو او لېږد مرکزونه اغېزمن شوي دي.
ماهرین ګومان کوي چې دا همغږي بریدونه دي.

د عکس سرچینه، Colonial Pipeline
د بي بي سي معلومات ښيي چې لږ تر لږه د دریو کمپنیو کمپیوټري څانګې یا خو په ټپه درېدلې او یا یې هم چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.
چارواکي وايي، د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.
ځینې رپوټونو کې ویل شوي، د ایل ټانکینګ شرکت پر کمپیوټري سسټم انټرنېټي برید د تاوان لپاره شوی.
دا ډول بریدونو کې هکران د باج اخیستو لپاره د ځینو شرکتونو پر کمپیوټري سسټم کنټرول ترلاسه کوي.
پروسږ کال د امریکا نفتو پر یوه شرکت کولونیل پایپ لاین ورته برید شوی و، چې له کبله یې د هېواد بېلا بېلو ایالتونو ته د تېلو لېږد له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی و.
دا بریدونه داسې مهال کېږي، چې د روسیې او اوکرایین تر منځ د پولې سیمه کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره هممهاله د تېلو بیو لوړېدو اندېښنې څرګندېږي.
بل لور د انټرنېټي خوندیتوب ماهرین وايي، دوی فکر کوي چې په اروپا کې د انرژۍ سکتور کې د ګډوډي رامنځته کولو لپاره دا بریدونه په همغږۍ تر سره شوي دي.










