ټرمپ له سعودي د تېلو د تولید ډېرول وغوښتل

ټرمپ

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ ليکلي چې پاچا سلمان يې د تېلو د تولید د کچې د زیاتولو په اړه مطرح شوې غوښتنه منلې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له سعودي عربستان څخه غوښتي چې د تېلو د بيو د راټیټولو لپاره د تېلو د توليد کچه پوره لوړه کړي.

ښاغلي ټرمپ په یوه ټویټ کې د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان څخه غوښتي چې د ورځې د دوه ميليونه بېرله په اندازه د تېلو د توليد کچه لوړه کړي.

ولسمشر ټرمپ ليکلي چې پاچا سلمان يې دا غوښتنه منلې.

ښاغلي ټرمپ ليکلي، دغه اقدام ته "په ایران او وینزویلا کې د نارامۍ او اړودوړ له امله اړتيا ده".

د تېلو بيې تېره اونۍ لوړې شوې، چې یو لامل يې هم د تېلو پر ستر توليدوونکي ایران د نوو بندیزونو لګولو ته د امریکا تکل ښودل کېږي.

د تېلو د توليدوونکو هېوادونو ډلې یا 'اوپېک' د توليد له زیاتوالي سره هوکړه کړې او روسيې ورته ګام هم اوچت کړی، خو له دې سره سره بازارونه لا هم نه دي آرام شوي.

د سعودي خبري آژانس هم تأييد کړې چې ولسمشر ټرمپ او پاچا سلمان پر ټیلیفون غږېدلي، خو له ډېرو جزیياتو پرته يې ویلي چې دواړو لورو د تېلو د بازارونو د آرامۍ په ساتنه هوکړه کړې. خو په مشخص ډول يې نه دي ویلي چې سعودي عربستان په ورځ کې د دوه مېلیونه بېرله توليد د زياتولو وړانديز منلی دی.

سعودي عربستان په نړۍ کې د تېلو تر ټولو ستر صادروونکی هېواد دی چې په تېره مې مياشت کې يې په ورځ کې شاوخوا لس میلیونه بېرله تېل توليدول.

د راپورونو له مخې، لا هم په ورځ کې له یونیم تر دوه ميلیونه بېرله پورې د نورو تېلو د توليد وړتيا هم لري، خو کارپوهانو وال سټريټ ژورنال ته ويلي، ښايي سعودي د ولسمشر ټرمپ د دې غوښتنې منلو ته لېواله نه وي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

يوه سعودي چارواکي یادې خپرنۍ ته ویلي چې "سعودي عربستان په ورځ کې له ۱۱ میلیونه بېرله ډېر توليد ته لېواله نه دی او د توليد د اوسنۍ کچې د ډېرولو هوډ هم نه لري. ځکه دا ګران پرېوځي".

ښاغلي ټرمپ له دې وړاندې بيا بيا پر اوپېک او د دغو هېوادونو په مطرح هغه، سعودي عربستان هم کلکې نيوکې کړې. د اپرېل په شلمه هغه په یوه ټویټ کې ليکلي و چې د تېلو بیه "په مصنوعي ډول لوړه شوې" او هغه يې "بده" او " د نه منلو" بللې وه.

د اوپېک بل غړي هېواد، ایران هم پر ښاغلي ټرمپ نيوکه کړې چې د دغې ډلې سياسي کول غواړي او په ریاض يې هم تور لګولی و چې غواړي د ټرامپ ورته خبرې واوري.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه‌يي د شنبې په ورځ پر خپله پاڼه ليکلي چې امريکا هڅه کوي د اقتصادي فشار له لارې ایراني ملت له نظامه جلا کړي چې له هغه وړاندې د امریکا شپږو نورو ولسمشرانو هم دا هڅه کړې خو پاتې راغلي.

د ایران پیسه، ريال هم په مې کې د ایران د اتومي پروګرام پر سر تړون ته د واشنګټن له شا کولو وروسته د پخوا پر تله ډېر راغورځېدلی.

د روانې اونۍ په سر کې زرګونو سوداګرو د تهران په ستر بازار کې لاريون وکړ او د ريال د ارزښت پر غورځېدو او د بيو پر لوړېدو یې اعتراض وکړ. دا له ۲۰۱۲ کال راهیسې په دغه ښار کې تر ټولو ستر اعتراض و.