ټرمپ سعودي عربستان کې د میلیاردونو ډالرو هوکړې کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو ویلي د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي عربستان ته خپل لومړني بهرني سفر کې له دغه هېواد سره د ۳۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې دي.
دې کې د ۱۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د وسلو پلور یوه هوکړه هم شامله ده، چې د سپینې ماڼۍ په وینا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لویه دغه ډول هوکړه ده.
ډونلډ ټرمپ د بهرنیو هېوادونو دغه اته ورځنی سفر نن له ریاضه پیل کړ. د امریکا دفاع وزیر ریکس ټېلرسن ویلي د وسلو پلور د دغې هوکړې هدف د ایران 'بدنام ' نفوذ مخنیوی دی. ریاض کې یوې خبري غونډې ته وینا کې نوموړي ویلي:
''د دفاعي تجهیزاتو او خدمتونو دغه معامله په اوږده مهال کې د سعودي عربستان او خلیج د ټولې سیمې خوندیتوب سره مرسته کوي. ''
ښاغلي ټرمپ سره دغه سفر کې د نوموړي لور ایوانکا او د هغې مېړه جاریډ کوشنر چې د ټرمپ کابېنې مهم غړی بلل کېږي، هم ملګري دي.
سعودي پاچا سلمان ولسمشر ته د 'وسام الملك عبد العزيز ' په نوم مډال وکړ.
دغه مډال له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، د بریتانیا لومړۍ وزېرې ټرېزا مې او د امریکا متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر باراک اوباما ته هم ورکړل شوی دی.
ټرمپ به د سعودي په سفر کې له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره د ۵۰ اسلامي هېوادونو د سرمشریزې څنډه کې وګوري.

د عکس سرچینه، AFP
نوموړی به دغې سرمشریزې ته، چې د یکشنبې په ورځ پیلېږي، وینا هم وکړي. په پام کې ده چې ددغې سرمشریزې د سر ټکي له سخت دریځۍ سره د مبارزې پر مسلو ورټول وي.
څارونکي وايي، ټرمپ هیله لري چې چې پخپل دې سفر کې د میلیاردونو ډالرو سوداګریزو معاملو پرسر خبرې وکړي. سعودي چارواکي وايي، ریاض ته د ټرمپ سفر په درشل کې به ځینې اقتصادي او سیاسي هوکړې وشي.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
همداشان، سعودي او امریکا به د سخت درځو اسلامپالو پروړاندې په مبارزه د ګډو هڅو ژمنه هم تازه کړي.
رپوټونه وايي، ښايي ټرمپ د یکشنبې په ورځ په اسلامي نړۍ کې د سخت دریځۍ پروړاندې او "له عبادت ځایونو د ترهګرو د شړل" په تړاو هم د یووالي غږ وکړي.
په پام کې ده چې ټرمپ به د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا له مشرانو سره هم ناسته ولري او د ۵۰ اسلامي هېوادونو له مشرانو سره به ګډه غرمنۍ هم وخوري.
ټرمپ تر سعودي وروسته، اسرائیلو، واتیکان، بلجیم او ایټالیا ته هم سفرونه لري.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس سرچینه، AFP









