پاکستان کې لومړی وزير وايي د تېلو بيې به لوړې ساتي
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي د دې لپاره چې خپل هېواد له دیوالي کېدو وژغوري د تېلو بیې ټیټي نشي ساتلی.
نواز شریف په اسلام اباد کې د وینا پر مهال وویل، دا پرېکړه یې په داسې حال کې کړې چې هېواد یې د "سخت اقتصادي وضعیت" سره مخامخ دی.
پاکستان د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د پیسو نړیوال صندوق سره له یوې هوکړې وروسته به د تېلو بیې لوړې کړي. دلته پر لوړو بیو د ځینو کسانو نظرونه لرو.