ملګري ملتونه: د تېلو او ګاز پر غیر اخلاقي ګټه باید مالیه ولګول شي

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د تېلو او ګازو له شرکتونو غوښتي چې باید ځانګړې مالیه پرې کړي.
د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې د اوکرایین جګړې سره هممهاله د سونتوکو بیې لوړې شوې دي او د اړوند شرکتونو ګټه ورسره ډېره شوې ده.
ښاغلی ګوتېرش وايي، د شرکتونو لپاره ''له اخلاقي پلوه مناسبه نه ده '' چې له کړکېچه ګټه پورته کوي.
په تېره فبرورۍ میاشت کې چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، روسي تېلو او ګازو ته لاسرسی ورسره ګران شو، چې له کبله یې د دې سونتوکو لږوالي بحران پیل شو او بیې یې هم وختلې.
په همدې حال کې چې په نړۍ کې ګڼ شمېر کورنۍ د انرژۍ لوړو بیو له کبله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د انرژۍ شرکتونه پریمانه ګټه ټولوي.
د انرژۍ توکو بي پي شرکت په دا وروستیو کې ویلي، په څوارلسو کلونو کې یې ګټه بې سارې ده، او شیل شرکت بیا وايي، له اپریل تر جون میاشتې پورې یې ریکارډ کچه ګټه کړې ده.
څلورو مهمو انرژۍ شرکتونو، ایکشون، چیفرون، شیل او ټوټال انرژیز، په وروستۍ ربع کې ټولټال ۵۱ میلیارد ډالره ګټه کړې، چې د پروسږ کال همدې مودې پرتله دوه برابره ډېره ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې هکله وايي:
''دا عجیبه طمع تر ټولو بې وزله او زیانمنېدونکو خلکو ته سزا ورکوي او زموږ یوازینی شریک کور ورانوي. زه له ټولو حکومتونو غواړم چې له اندازې پر دې زیاته ګټه مالیې ولګوي او بیا هغه پانګه په دې سختو شرایطو کې د هغو خلکو ملاتړ لپاره وکاروي چې د نورو پرتله د ډېر زیان وراوښتو وېره یې شته. ''
بریتانیا حکومت تېره میاشت پر انرژۍ شرکتونو د ''بادراوړې ګټې '' په نامه ۲۵ سلنه مالیه وضع کړه او په وینا یې دا پیسې به له کورنیو سره د انرژۍ زیات شویو لګښتونو پرې کولو لړ کې مرسته وکړي.
ایټالیا او ځینې نورو هېوادونو هم ورته اقدامات کړي، خو فرانسه کې پارلمان غړو دا وروستیو کې له دې ډول اقدامه ډډه وکړه.
په امریکا کې که څه هم د کانګرېس ځینې غړو د دې ډول مالیې لپاره وړاندیز هم کړی، خو په ټول کې داسې کوم سیاسي خوځښت نه لیدل کېږي، چې پر انرژۍ شرکتونو دې د نویو مالیو لپاره کوم اقدام وشي.
بل لور د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، د سونتوکو بیو لوړېدل به پراخ اغېز ولري او د ولس تر څنګ به یې د نړۍ په لر او بر کې پر حکومتونو هم فشار ډېر شي.









