'خیبر پښتونخوا ته تللې 'انجو' هند کې مېړه او ماشومان لري‌'

Anju
د عکس تشریح، انجو بي‌بي‌سي هند‌ي ته ویلي چې نصرالله سره کوژدې لپاره 'بر دیر' ته تللې

له هنده د پښتونخوا 'بر دیر' ولسوالۍ ته له 'نصرالله' سره لیدو لپاره د تللې هندۍ ښځې په اړه نوي مالومات رابرسېره شوي دي.

بي‌بي‌سي هندي ته مالومه شوې چې د 'انجو' په نوم دا ښځه واده لري او د هند د الور ښار په بهیواړي سیمه کې له خپل خاوند او دوو ماشومانو سره ژوند کوي.

انجو او نصرالله کلونه وړاندې پر فېسبوک سره پېژندلي وو.

انجو د خیبرپښتونخوا له بردیر ولسوالۍ بي‌بي‌سي هندي‌ سره ځانګړې مرکه کې ویلي، چې له نصرالله سره د واده لپاره اسلام نه قبولوي.

هغې زیاته کړې، چې د اسلام منلو لپاره پرې فشار نشته او دا چې پخپله هم واده لپاره د عقیدې بدلولو پلوۍ نه ده.

انجو وايي‌ ښايي‌ نصرالله تر ګوژدې وروسته دریو – څلورو ورځو کې بېرته هند ته لاړه شي او نوره پروسه به وروسته تعقیب کړي.

تر دې وړاندې نصرالله هم بي‌بي‌سي اردو ته ویلي وو چې په دوو دریو ورځو کې انجو سره کوژده کوي.

نصرالله

د عکس سرچینه، NASRULLAH

د عکس تشریح، نصرالله

بلخوا خبریال 'موهر سنګ مینا' د بي‌بي‌سي هندي‌ لپاره بهیواړي کې د انجو له ۴۰ کلن مېړه 'اردوند' سره خبرې کړې دي.

هغه ویلي چې ښځه یې د جولای په ۲۱مه په دې نوم له کوره وتلې وه چې جیپور ته ځي او "تر هغې وروسته مو ورسره پر وټس اپ خبرې کولې."

نوموړي زیاته کړې چې انجو ورته د جولای پر ۲۳مه وویل چې پاکستان کې ده او ژر ور وګرځي.

د اروند په وینا انجو له مخکې هېچا ته نه وو ویلي چې پاکستان ته ځي او دا چې دوی ته یوازې دومره مالومه وه چې هغې څو کاله وړاندې پاسپورت جوړ کړی دی.

پخپله انجو هم بي‌بي‌سي هندي‌ سره خبرو کې منلې چې خاوند او کورنۍ ته یې له مخکې پاکستان ته د تګ په اړه څه نه وو ویلي، خو له پولې تر اوښتلو وروسته یې هغوی خبر کړي دي.‌

هغې زیاته کړې د نصرالله کورنۍ پر دې خبره ده چې دا هند کې دوه ماشومان لري.

نوموړې د هغوی د ښه چلند او مینې یادونه هم کړې ده.

سیما

د عکس سرچینه، SHAHNAWAZ AHMAD/BBC

د عکس تشریح، سیما او سچن

دې کیسې ته ځکه د ډېرو پام اوښتی چې په دې وروستیو کې د 'سیما حیدر' په نوم یو پاکستانۍ ښځه د سچن نومي هندو هلک سره واده لپاره دغه هېواد ورغلې.

خو د هغې کیسه ځکه د ژبو په سره ده چې له یوې خوا په غیر قانوني لارو هند ته تللې او بل دا چې له ځان سره یې د مخکیني‌ مېړه څلور ماشومان هم وړي‌ دي.‌

سیما او سچن د پاب‌جي‌ په نوم ګېم کې سره بلد شوي او څه موده وروسته یې پر یو بل زړه بایللی و.

د نصرالله او انجو کیسه بیا جلا ده. انجو په ویزه او قانوني‌ لارو پاکستان ته تللې ده.

دوی دواړو د ویزې ترلاسه کولو لپاره شاوخوا دوه کاله منډې ترړې وهلې دي.‌